دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرادم/ یونس تنویر

ادم/ یونس تنویر

ادم (ع)ښه و له مونږ ډېر

ادم(ع)کړې په جنت کې یو څو شپې دي

ادم خوب د جنتونو په پالنګ کړ

ادم زښتې درلودې خزانې ډېرې

څه د شاتو، د شېدو د مستو حورو

د ادم غم خو د خیټې د هوس وي

خدای(ج)هم نه ترې درلودې تقاضې ډېرې

ادم څه تاریک ابهام دی

ادم ګټه که تاوان دی

ادم پور دی په دنیا کې

ادم اور دی ادم جرم

ادم جګ شي ادم وژني

ادم څه وحشي حیوان دی

ادم وګړه بې باکي هم په جنت کې

ادم دلته هم تاوان دی

ادم هر ځای سرګردان دی

ادم څه تاریک ابهام دی

د ادم دلته تاوان دی

ادم تل وي په جګړه کې

ادم کله شیطان وژني

ادم کله شیطان خوښ کا

ادم نشته دلته ولې ؟

ادم نه دی ادم خور دی

ادم څه تاریک ابهام دی

مګر بیا مو هم په ځان دی

ادم ښه هغه ادم وي

چې په لار د محترم وي

محمد(ص)په قدم سم وي

یا یې خړپ او یا یې دم وي

یا د مینې پیغمبر وي

یا د حسن ثنا خوان وي

یا په لاره سم روان وي

ادم څه تاریک ابهام دی

محمد(ص)زموږ جانان دی

په ادم مینه روا ده

کرکه ده لره خطا ده

نو بیا ولې بې پروا ده

یو ادم زما لیمه دی

ښکاري نه خو را سره دی

ما چې دا خبره وکړه

ما چې مینه ور ښکاره کړه

ادم جوړ کړل قیامتونه

ادم ورک ښه په نفرت

ادم څه تاریک ابهام دی

په ادم مې ځان تاوان دی

دا  ادم که خیر او شر دی

مګر ماته مقدم دی

د الفت باریکه لار ده

ځکه ما ته محترم دی

دا ادم زما صنم دی

خیر که ما نه محرم دی

په ظاهر را سره وران دی

په باطن یې څوک خبر دی

ادم څه تاریک ابهام دی

مګر بیا مو هم پر ځان دی

ادم ستا په شانتې نه وي

ادم تانه سیوا نه وي

ولې فرق مو دی تر میانه؟

زه شوم خاوره ته نسیم شوې

ناروا تا ته جایز شو

خو روا مو ناروا شوه

ته زما وجود کې ساه شوې

زه دا ستا سترګو کې خاوره

خو چې بیا دې وپاشلم

خو چې بیا یو څه ارام شوې

نه دې یاد شوم نه دې ځان شوم

ته په ما باندې ودان شوې

زه زره په بیا بان شوم

هسې پاتې په جهان شوم

ادم څه تاریک ابهام دی

ادم ځکه پریشان دی

بس نو دا مو ادمیت و

متضاد غوندې ذهنیت و

ادم تا ته ګل غوټې شو

ته نسیم غوندې روان شوې

زموږ داسې کارنامې دي

څه شیطانې یارانې دي

د ملا ګپې درنې دي

د ملا باچا خاني ده

د شاعر خبرې کفر

وایه څه به مو حساب وي

څوک جلاد به څوک قصاب وي

خدایه موږ څه بې خبره ادمیت کړو

خدایه موږ څه بې هنره ادمیت کړو

ادم څه تاریک ابهام دی

چې تنویر ترې پریشان دی

کابل کمپنۍ

۱۳۹۵- د تلې ۱۳

1 COMMENT

  1. پاکستان د کړنګ پر غاړه
    ولی د نوی حکومت په رامنځ ته کیدو سره جګړی قوت پیداکړي؟
    ایا مخالفان ددی توان لري چی جګړه ته دوام ورکړی او که د مخالفانو ترشاه بهرنی لاسونه دي؟
    ګرانو دوستانو په افغانستان د داکتر محمد اشرف غنی په راتګ سره جګړی زور اخستی دی او موضوع دلته مطرح کیږی چی دغه جګړه د طالبانو سره جګړه ده؟ دغه جګړه د طالب او حکومت تر منځ نه ده ددی جګړی تر شاه د نور بهرنیو هیوادو لاس دی او ددی د ثبوت لپاره به څو نقطو ته اشاره وکړو چی ولی دغه جګړه د بهرنیو هیوادونو ده ، کله چی د داکتر محمد اشرف غنی او داکتر عبدالله عبدالله تر منځ د ملی وحدت حکومت رامنځ ته شو په لومړی سر کی جمهور ریس پاکستان ته سفر وکړ او هلته ورته ښه تشریفات نیول شوی وه او پاکستانیانو داسی فکر کوی چی موږ به په دغه تشریفاتو د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غنی ته وښیی چی موږ ستاسی قدر کوو او پدی سره به خپل ناوړه هدفونه ترلاسه کړو خو باید په ډیره خوشحالی سره ووایم چی د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غنی داسی کس نه دی چی د دوی په چل او فریب باندی اشتباه وکړی په دغه سفر کی د افغانستان جمهور ریس په ریښتنی ډول ځنی و غوښتل چی افغانستان کی دی د جګړی څخه لاس واخلی اود ورور چلند دی د افغانستان سره وکړی، او جمهور ریس محمد اشرف غنی ورته وویل زه پدی پوهیږم چی څلور لسیزی افغانستان د اور په لمبو کی تاسی سوزوی نو ددی وروسته تاسی باید صادقانه سیاست غوره کړی چی دغه ستاسی په خیر کی دی خو متاسفانه چی پاکستان بیاهم خپل سیاست ته دوام ورکړ یوازی دانه چی د افغانستان سره یی د د روغو سیاست روان کړی وو بلکی د امریکا سره هم همچنان خو داسی څوک نه وو چی امریکا ته قناعت ورکړی چی پاکستان ستاسی سره فریب او چل سیاست روان کړی دی، ستاسی دوست نه بلکی دښمن دی، داچی د افغانستان جمهور ریس ډیر پوه او متفکر شخص دی او خپل ډیر عمر یی په نړیوالو سیاست په ډګر کی تیر کړی دی امریکاته سفر وکړ او پدغه سفر کی د امریکا په کانګرس کی وینا وکړه او پدغه وینا کی ټول د کانګرس غړی پدی راضی کړه چی پاکستان ستاسی سره چل کوی او هغه ۸ میلیارده ډالره چی د کاله یی تاسی د توروریزم پر ضد ورکوی هغه دوی د توروریزم د بقا او تقویی لپاره لګوی همدارنګه د طالبانو د مشر ملاعمر وژل کیدل په پاکستان کی، د القاعده د مشر اصامابلالدین وژل کیدل په پاکستان کی، د طالبانو د نوی مشر اختر محمد منصور وژل کیدل په پاکستان کی، دا ټول هغه ثبوت وو چی امریکا باید خپل په سیاست کی بدلون راوستلی وای، امریکا پر پاکستان باندی ځینی مرستی بندی کړی او ورته یی وویل تاسی باید د توروریزم په وړاندی جدی او ریښتنی مبارزه وکړی ، همدارنګه د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو نږدیوالی او پاکستان سره د هند د اړیکو لیری والی هغه څه دی چی پاکستان یی د کړنګ پرغاړه کړی دی او تقریباً انزوا ته نږدی دی اوس پاکستان غواړی چی پرطالبانو فشار زیات کړی چی افغانستان کی جګړه زیاته کړی او د افغانستان پر حکومت فشار زیات کړی تر څو هند ته ووایی چی د کشمیر مسله د پاکستان سره حل کړی. زما ټول افغانانو ته دا وړاندیز دی چی د افغانستان د ملی ځواکو او حکومت ملاتړ په ټنګه سره وکړی که چیری دغه جګړه د افغانستان حکومت وګټله تاسی پوه شی چی د عمر ابد لپاره مو خپل افغانستان د جګړی خلاص کړ.
    عبدالجبار (ریاض)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب