زیاتره کسان، ډېری وخت په فکر کولو کې تېروي. دا ترډېره ښايي هغه خلک وي چې د خپل ژوند شېبې د وصال خلاف، په تنهایۍ ارزوي. له ښاره لرې، د ټولنې په یوه تشه څنډه کې، د کلي په یوه بې شوره کوڅه کې، ډېر بیا د خپلې هستوګنې لپاره داسې یو کور هم غوره کوي؛ چې چارچاپېره ترې د ګاونډایانو شتون نه وي.
راځم بحث ته، پورتنۍ جملې خو زما هغه اند و چې له هر فلسفي بحث سره سر نه خوري، خو زه چې کله هم یوه فلسفي بحث ته مټې بډ وهم، یوه هڅه مې دا وي؛ ترڅو متن په داسې کلمو پیل کړم چې د ټاکلې موضوع سره، په غیر مستقیم ډول خپل ملاتړ وښيي.
فلسفه د علومو مور ده؟ دایوه داسې پوښتنه وه چې ښايي زما ډېر فلسفي بحثونه یې له سره تېر شوي وي.
علوم د علم جمع ده، علم یعنې پوهه؛ زما له انده: یوازې هغه څه چې انسان یې په ورځني ژوند کې د خپلو حواسو په مټ له چاپېره طبیعت څخه جذبوي، په ذهن کې ځای ورکوي، خپله اروا پرې آراموي، دولت پرې ګټي، د آخرت توښه برابروي، د ټولنې په پیاوړتیا کې یې لګوي… علم دی. (( دلته یو تن رانه وپوښتل؛ علم خو په خپله د جامعې د پرمختګ سبب دی، انسان نو بیا په دې کې څه رول لري؟)). ځواب ورکوم: د انسانانو ترکیب ټولنه ده! جاهله ټولنه، بې علمه خلک رامنځته کوي.
خیال کړم په بله لاړم، بېرته موخې ته راځم؛ ترکومه پورې چې ما د فلسفې په اړه مطالعه کړې: (( فلسفه له حکمت (پوهې) سره مینه ده.۱ هرهغه څه چې لوستل کېږي علم دی او هغه څه چې نه لوستل کېږي فلسفه ده.۲ او فلسفه د علومو مور ده.۳))…
فلسفه علم نه دی او فلسفه د علومو مور ده؟؟ دغه پوښتنې له ډېر وخت راهیسې زما په ذهن کې بې ځوابه پرتې دي؛ مطالعه مې کړې، تفکر مې کړی، بحثونه مې کړي خو بیا مې هم کوم مثبت ځواب نه دی موندلی. نن غواړم دغه پوښتنه چې (فلسفه علم نه دی خو د علومو مور ده؟) د خپل اند په رڼا، یو څه روښانه کړم.
یو سیند دی د کال په ټولو موسمونو کې ډېر مست بهېږي، زورورې څپې یې انسانان څه چې لویې لویې ډبرې هم له ځان سره وړلای شي. خو که یو ناڅاپه د دغه سیند شور او چیغې یوازې په تشه موسکا بدلې شي، یعنې اوبه پکې دومره کمې شي چې په تل کې یې خړې او سپینې ډبرې له ورایه ښکارېږي: ددې علت په اړه به بیا موږ څه وایو؟ ښکاره خبره ده؛ کله چې ورګډ شو، د اوبو کمزورتیا یې احساس کړو، نو وایو به چې: توبه توبه! سخته وچکالي شوه، الله تعلی د رحم وکړي.
له دې څرګندېږي چې د هغه مست سیند اوبه یوازې د باران په نشتون کې نه، بلکې ترځمکه لاندې د خوځنده چینو، د ورکېدو یا ټیټېدو په نتیجه کې هم کمېږي او وچېږي.
پورتنۍ بېلګې ته په کتو سره:
فلسفه د علومو مور ده؟ که فلسفه نه وي: (تفکر، عقل، خیال، لیدلوری) نو علم به بیا څنګه خپل اوچت مقام ترلاسه کړي. عقل دی چې دهغه په واسطه علم ترلاسه کوو، د عقل په نشتون کې په علم پسې هڅې؛ دا نو بیا هسې بې منزله مزل دی، بې درده د ویر چیغه ده… که تفکر نه وي دعلومو توپیر ته به لاس تر زنې ناست وو: ادب به په ساینس ورګډوو، طب ته به بیا د ارواپوهنې نوم اخلو… نو په پایله کې وېلای شم چې:
په عقل او تفکر آباده فلسفه د ټولو علومو مور ده.