پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودلا / اسدالله غضنفر

لا / اسدالله غضنفر

یو خو هغه ( لا) دی چې د کلمې شریفې په سر کې راځي او د نفي حرف دی. بل د پښتو ( لا) ده چې په ډکشنریو او ګرامرونو کې نیمګړې او زما په ګومان کله نا کله ناسمه اشاره ورته شوې ده. دلته په پښتو ( لا) خبرې کوو.

 ( لا) وییکی دی او د قید استفاده هم ورڅخه کیږي. علي خان وایي: ما لا ګل بوی کړی نه و، بهار تیر شو. په دې مصرعه کې ( لا) د زمان قید دی او د (تر دې وخته) معنا ښندي. د بیاض په لاندې بیت کې ( لا) د ( لا تر اوسه) معادل دی:

لا هغه چیغې زما په غوږ کې شته دي

چې به ما درته ژړل ستا به خندا وه

( لا) په ځینو ځایونو کې د ( تر دې وروسته هم) او( بیا هم) معادل ښکاري، لکه د بیاض په دې بیت کې :

لا به پروت یم ستا د غم په ځولنو کې

که به ما غریب ته هم چېرې ازاد کړې

( لا) په یوه بله معنا کې د ( ان) او ( حتی) مترادف دی. کامګار خټک وایي:

 دلبران په عاشقانو مهر ډیر کا

یار په ما باندې ډیر نه کاندي کم هم لا

په دستارنامه کې لولو:« د توکل ځوانانو میندې یا ویاړي یا ژاړي، بلکې ژړلي یې لا هاله وي چې په اورڼي کې یې نغاړي.»

د تاریخ مرصع جمله ده:« … ورته مې ووې چې زه لا بیګا خبر وم خو نه مې ویل چې خود به ښکاره شي….»

( لا) په ځینو جملو کې د ( هم) په معنا راځي. بیاض وایي:

وېرولی یم په خوب کې تورو زلفو

نه مې ځای کیږي په کور نه په صحرا لا

سپینه ږیره، ټیټه ملا، عصا په لاس کې

بیاض ګرځي په ښایسته وو پسې بیا لا

د رحمان بابا په دې بیت کې هم د ( هم ) معنا ښندي:

د رقیب له بده خویه به څه وایم

لا چې یار ورسره مل شي هاله ګوره

( لا) په ځینو جملو کې ( له دې سره سره ) او ( خو بیا هم) معنا ورکوي. رحمان بابا فرمایي:

له ده وزېږي، د ده په وړاندې ومري

لا یې مینه د دنیا په کاروبار شي

په پاسني مثال کې ( لا) د  قید نه بلکې د جملو د ربط نقش تر سره کوي.

بیاض وایي:

یار بیاض ته مخ وانه ړاوه په بېرته

تر دېرې ورپسې درومي خوار لا بیا

( لابیا) د ( له دې سره سره) معنا ورکوي.

( لا) له نورو کلمو سره هم ترکیبېږي او بېلې معناوې ښندي. په دستارنامه کې لولو:« که زوی وي چې ځوان شي پلار یې لا هسې زوړ نه وي، رضا یې دا وي چې که دا پلار مې ومري زه به یې په ځای کښېنم.» دلته ( لا هسې) د نن سبا د ( دومره) او ( دومره هم) په معنا راغلی دی.

که زه ووایم:« اجمل لا نه دی راغلی.» دلته ( لا) قید دی خو که همدا خبره په سوالیه انداز وکړم او ووایم چې : اجمل لا نه دی راغلی؟ دلته ( لا) زما هغه اعتراض ته اشاره کوي چې د اجمل په ځنډیدو باندې یې لرم. ( لا) په سوالیه جملو کې د ویونکي د نارضایتي احساسات لېږدوي. نور مثالونه:

۱- دی څه وایي؟

۲- دی لا څه وایي؟

۳- ته لا نه وې راغلی؟

۴- ته لا نه وې راغلی چې احمد تلفون راوکړ.

۵- دی څوک دی؟

۶- دی لا څوک دی؟

په دغو مثالونو کې وینو چې کومې جملې ( لا) لري او سوالیه دي، د متکلم اعتراضي انداز پکې احساسوو.

( لا) د قیدونو او صفتونو د قوت د زیاتولو لپاره هم پکاریږي. د دستارنامې مثال:« اګر چه واړه مسکرات په اتفاق حرام دي اما چې پرې نص ګویا دی د هغو حرمت لا صریح دی.» دلته« لا» د (صریح) ستاینوم ته شدت ورکړی دی او د ( ډیر صریح) معادل دی. کله چې ( لا) قید او صفت ته د شدت ورکوونکي نقش تر سره کوي، ( الف) یې په فشار سره تلفظ کیږي.

د تاریخ مرصع جمله ده:«… تر مونږه تاسې وته لا نژدې دی.»

رحمان بابا فرمایي:

تر ما لا په دلبرانو ډیر  میین دي

چې خبرې کا د کشف و کرامات

په لاندې جمله کې ( خو لا ) د متکلم د اعتراض له رسولو سره مرسته کوي: « حیوان به داسې ونه کړي ته خو لا انسان یې.»

په «غوره نثرونه» کې لولو:« یوازې خبره لا څه چې ژبه، وینا،معنا، خطابه، مقاله هم د تانیث علامې لري.» دلته هم ( لا ) عاطفي نقش لري او متکلم وایي چې د خبرې مونث والی خو هیڅ یادوه مه، نور ډیر څه هم شته چې مونث یې بللای شو. د غوره نثرونه یوه بله جمله ده:« ماشومان لا پریږده چې د ږیرو خاوندان هم دغه شان دي او لوی لوی سړي د یوه او بل په خبرو تیروزي.»

بیاض وایي:

زه لا څه یم هر سړی دې دعواګیر دی

نه پوهیږم یار د بل یې که زما یې

 په درې واړو پاسنیو مثالونو کې که ( لا) وباسو د جملو په معنا کې فرق نه راځي. کله چې د ( لا) ایستل په معنا کې فرق نه راولي، هلته د ( لا ) نقش یوازې عاطفي وي او یوازې د متکلم د خبرو د انداز او احساساتو په باره کې یو څه راته وایي.

پښتو- پښتو تشریحي قاموس ( لا) د عطف توری او صفت بولي او دا معناوې ورته لیکي:« لیا، تر اوسه پورې، تر دې وخته، کله، کله پورې.  زیات، پرې د پاسه، دویم، زیات پرې.»

 دریاب ډکشنري لیکي چې:

 [ لا ] ( حرف عطف ) اوسه پورې، تر دې وخته، کله، کله پورې، ليا

 [ لا ] ( اسم صفت ) دوېم، زيات، پری د پاسه.»

 لکه څنګه چې مو ولیدل، ( لا) ډیر ځله د تړوییکي ( حرف ربط، حرف عطف) او دغه راز د تاکیدي قید یا زماني قید نقشونه لري او د متکلم د عواطفو د بیان لپاره بیل نقش هم ترسره کوي. زه په ( لا) باندې د غور کولو په وخت د دې وییکي ځینو هغو معناګانو ته متوجه نه شوم چې په دوو ذکرشویو ډکشنریو کې راغلې دي. مثلا په دې نه پوهیږم چې په کومو جملو کې د ( دویم) معنا ورکوي. زه به دې هم شکي یم چې ( لا) دې د ( کله ) معادل وي.

 ( لا) په ځینو لهجو کې د ( یا) په معنا راځي.

 ( لا … چې) په شریکه د همهال والي د بیان لپاره ربطي عبارت دی. مثال:« زه لا په وطن کې وم چې دی مسافر شو.»

 د ( لا) د مختلفو معناګانو او د هغه  د ګرامري او عاطفي نقش پیژندل او د ( لا) د ترکیبونو معرفي کول یو ګټور بحث دی چې د کامیابو مکالمو په لیکلو او د ځینو جملو دقیقې معنا ته په رسېدلو کې مو پکاریږي. که یو چا وعده راکړې وي چې درځم او د وعدې په نیټه یې ورځې واوړي او بیا یې ووینم نو ممکن ورته ووایم: ته به لا راځې!

1 COMMENT

  1. لا مې چې زړګي ته رانږدې نه وای
    لا مو چې تر منځه فاصلې نه وای
    دلته لا د [یا] معنا ښندي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب