جمعه, مې 3, 2024
Home+پښتو متون سمېدل غواړي (۱۷برخه) استاد معصوم هوتک

پښتو متون سمېدل غواړي (۱۷برخه) استاد معصوم هوتک

کښېووت:

کېووت

چي د زلفو په دام کښېووت

دا عاشــــــــــــــــــــــق ووې بلا

(۲۶مخ)

په پېښور چاپ او (م) کي “…. په دام کېووت” سوی دئ.

لبان:

شونډان

احمدشاه بابا وایي:

ســره لبان ئې څنگه خاندي

دا سپین غاښ ئې مرغلري

(۱۴۴مخ)

په (ل) او (م) چاپ کي “سره شونډان ئې څنگه خاندي” سوی دئ او داسي معلومېږي چي دا لاسوهونکی د لویدیځي لهجې ویونکی وو.

له دسته … له پا:

له لاسه … له پښو

لوی احمدشاه بابا ویلي دي:

چي له دسته ناامیده هم له پا سي

بل امید ئې پاته نه سي بې له خدا

(۲۵مخ)

په (ل) کي لومړی نیم بیتی داسي اړول سوی دئ:

“چي له لاسه ناامیده هم له پښو سي”

( مخ)

په (م) کي هم دغه ترجمه سوي کلمات اخیستل سوي دي.

لوی احمدشاه بابا هر ځای “تل تتله” کار کړی دئ، خو په (ل) کي “تل تر تله” سوی دئ  او (م) هم په پټو سترگو اخیستی دئ.

دغه عشق به له تانه ځي تل تتله

له سواوو په ســـــــوا کړې ته سوا

(۲۵مخ)

ماه پیکره:

سپوږمۍ مخه

احمدشاه بابا ویلي دي:

پري رویه مـــــاه پیکره

د آفتاب په څیر علیا ده

(۸۸مخ)

په (ل) کي اول نیم بیتی “پري مخه سپوږمۍ ډوله” سوی دئ او (م) هم کټ مټ اخیستی دئ. د “سپوږمۍ ډوله” ناوړه ترکیب په ټول پښتو ادب کي نه دئ په سترگه سوی.

موی کمره:

ملاوېښته

احمدشاه بابا وایي:

له دې حُسنه ئې څه وایم

موی کـــــــــــمره قد بلنده

(۹۰مخ)

په (ل) او (م) کي دوهمه مصرع په “ملاوېښته ده قدبلنده” سره الیشه سوې ده.

میان:

منځ

احمدشاه بابا وایي:

نفس په میان زموږ رقیب دئ

نصیحت نـــــــه سي له نصوح

(۳۶مخ)

په (ل) او (م) کي اول نیم بیتی “نفس په منځ زموږ رقیب دئ” سوی دئ.

نادان:

ناپوه

احمدشاه بابا ویلي دي:

دی نادان دئ هوښیار نه دئ

خــــــپل نصیب ئې مبتلا که

(۱۰۶مخ)

په (ل) او(م) کي اوله مصرع “دی ناپوهه نه هوښیار دی” سوې ده

ناداني:

ښکلي

احمدشاه بابا ویلي دي:

زړه دغې ناداني وړی

چي ځلېږي لکه لـــــمر

(۴۱مخ)

په (ل) او(م) کي “زړه مي دغې ښکلي وړئ” سوی دئ.

بل ځای ئې د (ناداني) پر ځای (شها) راوړی دئ:

د بابا خپل کلام داسي دئ:

زړه دغې ناداني وړی

پر گردن زلـــفي چاپېر

(۴۲مخ)

خو په (ل) او (م) کي داسي اړول سوی دئ:

زړه مي دغې شها وړی

پر گــــردن څوڼي چاپېر

په پښتو کي “څوڼي” د نارینه وو اوږدو ورېښتانو ته ویل کېږي او د “زلفو” له پاره که د پښتو معادل لغت مراد سي، نو بیا “کوڅۍ” ئې مناسب معادل دئ، نه “څوڼي”.

نرگس چشمه:

نرگس سترگي

احمدشاه بابا وایي:

نــــرگس چشمه پریرویه

عاشقان باسې له ژونده

(۹۰مخ)

په (ل) کي او له مصرع داسي ده: “نرگس سترگي پري مخي”. (م) هم کټ مټ اخیستې ده.

هجران:

بېلتون

لوی احمدشاه بابا ویلي دي:

هجــــــــران وصل گڼه یو دئ

زړه خلاص نه د غم له شوره

(۹۷مخ)

لومړۍ مصرع په (ل) او (م) کي “بېلتون وصل گڼه یو دی” ثبت دئ.

بل ځای:

د هجران نوم چیري مه اخله” احمده”

له هجرانه رېزمرېز یــم په هډو کښي

(۱۵۲مخ)

په (ل) او (م) دواړو کي دواړه (هجرانه) په (بېلتون) سره اوښتي دي.

بل ځای:

د هجـــــــران په اور دي سوي

په وصال ئې زرغونې سوې

(۱۵۴مخ)

لومړی نیم بیتی که څه هم په (ل) او (م) کي یو څه توپیر لري، خو په دواړو کي (هجران) په (بېلتون) سره اوښتی دئ.


د استاد هوتک د لیکنو دا لړۍ لومړی پلا په ۲۰۱۱ م کال په تاند کې خپرې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب