شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرسوله او امن/ شاعر: وحيدالله اورياخېل

سوله او امن/ شاعر: وحيدالله اورياخېل

زموږ کلي کې اور بل دی

نه پوهېږم دا څه چل دی

له هر لور دود پورته کېږي

له هر ټپ يې وينې څاڅي

تورتمونو کې راګير دی

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

زما کلی نن سوزېږي

سرو لمبو کې دی ورېتېږي

د سپن ږيري لور په لاس کې

په پټي کې شهيد کېږي

ماشومان يې يتيم کېږي

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

ماشومانو چیغې اورو

په وړو چيغو کې وايي

پلار مې بېرته غواړم خدایه

په موږ رحم وکړه خدایه

ذوالجلاله ذاته خدایه

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

ماشومان سلګو کې وايي

هر ساعت اور کې سوزېږو

بس ورېتېږو بس ورېتېږو

نور له هرڅه بېزارېږو

تورتمو کې لوګی کېږو

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

بوډاګان او ښځې ژاړي

بس له خدایه دغه غواړي

دا حالت بدل کړې کړې خدایه

له جګړو نه مو نور خلاص کړه

له مرګونو مو نور خلاص کړه

لویه خدایه ته مو مل شې

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

موږ له چانه ګیله وکړو

بل څوک نه خپل ورور مو وژني

ما هم وژني ځان هم وژني

پرېښتې خويندې مو وژني

ښايسته ماشومان وژني

هرڅوک وژني هرڅوک وژني

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

نور له ژونده مو زړه تور دی

بس له ژونده ډېر کړېږو

ډېر دردېږو، ډېر دردېږو

له هوس ځنې تېرېږو

له هرڅه نه بېزارېږو

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدايه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لویه خدایه

لویه خدایه

دا ژوندون خو داسې نه وي

له مودو زموږ په کلیو

دي بمونه راورېږي

کلی، کور زموږ ورانېږي

هم مسجد مو شهيد کېږي

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدایه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لويه خدایه

لویه خدایه

لاس مو لپه ستا دربار ته

نور څه نه غواړو اې خدایه

بس همدا سوال مو قبول کړه

سوله غواړو امن غواړو

سوله غواړو امن غواړو

لویه خدایه ته مو مل شې

لويه خدایه

لویه خدایه

رحم وکړه زموږ په حاله

لويه خدایه

لویه خدایه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب