چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهد مارټین سترګې (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

د مارټین سترګې (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

   د چورلکې له کېناستو سره له شګلن میداني خړه دوړه پورته شوه، د کانټینري کوټو مخې ته روانو بې وسلې سرتېرو پزې ته لاسونه ونیول، خو یوه هم د چورلکې خواته نه ورکتل، ټول په خپلو کارونو پسې په ګړندیو ګامونو روان وو.

    سرتېري له الوتکې په نوبت را ښکته کېدل، څېرې یې په ګردونو لړلې وې، ستومانه معلومېدل، د دوی له ډلې شاوخوا اته ویشت کلن سرتېری مارټین سټولر له الوتکې پینځه شپږ متره وړاندې ودرېد، خپله وسله یې غاړې ته کړه او بېرته یې مخ الوتکې ته ور وګرځاوه.

 د تور رنګه الوتکې څرخونه لا هم چټک تاوېدل، ګرمه هوا یې شیندله، را کوزېدونکو ملګرو سره یې په لوړ غږ خبرې کولې، ځینې بیا چوپ او ستومانه معلومېدل، خو ژباړن نوید لا هم په را ښکته شوو سرتېرو کې نه معلومېده، مارټین هم بېرته روان شو، دویم ګام یې نه و اخیستی چې چا یې په اوږه لاس ور کېښود

ښه راغلې ملګریه!

شاته یې وکتل، نوید و، په شونډو یې موسکا خوره شوه او د نوید لاس یې ټینګ کړ

څه شوې ملګریه! ما خو همدا اوس ډېرې سترګې درپسې وغړولې…

نوید د معدني اوبو بوتل خولې ته کړ، یو غوړپ ګرمې اوبه یې له وچ ستوني او بیا يې قدم واخیست.

همدلته وم، هغې خواته مې کثافت داني کې نصوار تو کول، مګر سخت تند وو، یوه کڅوړه به بېګاه تاته هم درکړم، تر سهار به خپله پهره کې تازه او خمار وې…

دواړو وخندل او وړاندې روان شول

مخامخ د افغان ژباړونکو د استوګنې څو خونې وې، شاته یې د څار یو لوړ برج و  چې په ډډه یې د برېتانیا بیرغ لګېدلی و، له دې مخکې بیا د سرتېرو استوګنځایونه او د پوځي اډې نورې تاسیسات ښکارېدل.

د سهار لس بجې کېدونکې وې، تاوده لمر د نوید په تندي خولې راماتې کړې وې، خو مارټین ته دا ګرمي عادي وه، د شنوغټو سترګو په بڼو یې ګردونه پراته وو.

نوید خپلې خونې ته وګرځېده او د اوس لپاره یې د بېلېدو په نیت یې سرتېري مارټین ته د مخه ښې لاس ور اوږد کړ، خو هغه ترې وړاندې شو

نه نه ملګریه! سهارني مېشن سخت خسته کړی یم، چې د خپل وطن شین چای او ګوړه راباندې ونه خورې کله کېږي، هسې دې هم زما ټوله کیسه نه ده اورېدلې، دا کیسه مې له نورو جالبه ده او یو څه ستا له برخلیک سره ورته ده.

دواړو وخندل او مخامخ کوټې ته روان شول.

 نوید له تېرو دوو نیمو کلونو راهیسې دلته د یوه با اعتباره او ماهر ژباړن په توګه دنده تر سره کوله، د نورو کارګرو او ژباړونکو په ګومارلو کې هم دده  مثبته رایه د تایید لپاره ډېره مهمه وه، د برېتانویانو غرور او ځینې نور عادتونه یې نه خوښېدل، خو خدای خبر چې د مارټن څنګه ورسره زړه لګېدلی و او ډېر ځله  بې د یوه او بل له لیدو ورته ورځ نیمګړې ښکارېده.

کانټینر ته ورته کوټې ته ننوتل، ارکنډېشن په کې چالان وو، هوا یې سخته یخه کړې وه، وسپینیزو چپرکټونو ته نږدې د میزونو له پاسه د اوبو، انرژیو او ککو بوتلونه قطار وو، مارټین خپل ټوپک څنګ ته کېښود، دواړه په چپرکټونو وغځېدل، خو نوید په څنګ شو او سرتېري ته یې وکتل

ښه نو مارټینه سیلوي دې اخر په ځان را ماته کړه؟

مارټین له غروره په ډکه لهجه ځواب ورکړ

نه ملګریه! موږ افغانان تاسې غوندې نه یوو، ښځو ته او بیا ښکلو ښځو ته پوره درناوی لرو، اصلا هغه هم زیاته ښکلې ده، خو زما نه خوښېده، کله یې چې زما د سترګو زیات تعریف وکړ او شهزاده یې راته وویل، نو زه هم یو څه ځان ته ځير شوم، بس سره ومو لګېده او پرې مین شوم.

واده هم ورسره کوې؟

هی ملګریه! موږ پوځیان یوو، موږ چېرته دومره ازادۍ لرو لکه تاسې ملکیان، واده خو به خامخا ورسره کوم، زموږ د پېژندنې لا یوه اوونۍ نه وه وتلې چې  زه یې د بهرني ماموریت په لړ کې مخ په هلمند را واستولم، سخت یې راپسې وژړل، اصلا ددې ځای بدو خبرونو وېرولې وه، ملامته هم نه وه.

بیا دې لکه چې قناعت ورکړ؟

هو، ما ویل که افغانستان کې ماموریت ته لاړ شم، ډېرې پیسې او مقامونه به تر لاسه کړم، زموږ د راتلونکي ژوند او اولادونو لپاره به ډېر څه پرې وکړم، ښه تعلیم، دواړو ته ښه کور، خواړه او ښکلو هېوادونو  بهرني سفرونه، د تاج محل د لیدلو ارمان… هغه پیسې چې دلته یوه کال کې پیدا کوم، مانچسټر کې یې لسو کلونو کې هم نه شم موندلی.

سیلوي هم ومنله؟

یقیننا، هغه ډېره د منطقي فکر لرونکې نجلۍ وه، زه یې ژوند ته ځير کړم، هسې هم بله لاره نه وه، هېواد ته خدمت و، خو یوازې یوه سپارښتنه یې وکړه چې زما لپاره به خپلو سترګو زیات پام کوې، په هوايي ډګر کې یې په سترګو دومره ښکل کړم چې نور مې لاره نه لیده او چې الوتکې ته ختلم، نو سترګې مې له اوښکو ډکې وې، دا لومړی ځل و چې بهرني پوځي ماموریت ته تلم، خو له عراق نه افغانستان ته یو څه خوشحاله وم، موږ ته یې ویل چې هلته وضعیت ښه دی او خلک یې زموږ پر وړاندې هومره حساس نه دي لکه له امریکایانو یې چې ښه نه راځي.

نوید وخندل، خو مارټین له بالښت سر را پورته کړ

ولې ملګریه! ولې خاندې… زه دا یو کال کېږي چې شپه او ورځ د خپلې سیلوي د بېلتون په دوزخ کې سوځم او ته راته خاندې، عجیبه ملګری یې؟ اخیر خپله تمنا در یاده کړه، کم پسې وځورېدې؟

نوید غلی شو او ځواب یې ورکړ

ګوره ملګریه! تاسې پوځیان ولې دومره ژر جدي کېږی، ستا حالت ته مې وخندل، سیلوي خو به ستا د سترګو ښکلولو پر مهال دا نه ویل چې سترګې دې دلته پرېږده؟

مارټین بېرته نرم شو او تر ژبه لاندې یې ځواب ورکړ

نه، دا زموږ د هېواد د عزت خبره وه.

یوه شېبه دواړه غلي وو، نوید پاڅېد، برقي چای جوش یې بسته کړ، د قهوې په جوړولو لګیا شو، پوهېده چې ملګری یې بیا د خپلې معشوقې یادونو په مخه کړی، هغه معشوقه چې له څو غرونو او سمندرونو ها خوا د یو چا د شنو سترګو د بیا لیدو په انتظار ده، د هغه مخې ته یې د قهوې ګیلاس کېښود او ورو یې ورته وویل:

ملګریه مارټین! یوه بله پوښتنه وکړم؟

ته خو هره شپه له سېلوي سره انلاین چټونه او خبرې کوې، څه خو نه درته وايي چې د افغانستان هوا دې ښکلې سترګې درته خرابې کړې؟

مارټین نرم شو او ځواب یې ورکړ

نه، بلکې وايي چې ښکلې شوې، وزن دې هم کړی، د هغې زیات وزن نه خوښېږي، چې څنګه ورشم، بس واده سره کوو او ګډ ژوند پیلوو، د لومړي ځل لپاره به مارټین یوه کورنۍ تشکیل کړي، خو هلته به پوځي قانون نه وي،  بیا به نو هغه هره شېبه زما سترګې ښکلوي او زه به يې له شونډو خوند اخلم.

دواړو وخندل، خو نوید یې خبره ورپرې کړه

مګر زموږ وطن کې د سترګو ښکلول بد شګون دی، د جدايي نښه بلل کېږي.

مارټین په ځای کې را کېناست

رښتیا، تاسې په دې مډرنه زمانه کې هم په زړو باورونو پسې ځی، عجیبه خلک یاست، ددې یې له بېلتون سره څه دي، زموږ خلک اوس په زړو عادتونو باور نه لري.

یوه شېبه دواړه غلي شول، مارټین په دېوال راځړېدلي جنتري کې سترګې ګنډلې وې.

د چای جوشې د خوټېدو غږ اوچت شو، نوید ور پاڅېد په کار لګیا شو، د مارټین مخې ته یې یو ګیلاس شین چای او یو کاب ګوړه کېښوده، د پیالې په لیدو د مارټین ښکلې شنې سترګې له خوښۍ وغوړېدې.

لوډ سپیکر د خطر زنګ وکړ، نوید وارخطا شو، خو مارټین پیاله خولې ته کړه او هغه ته یې وکتل

  کېنه ملګریه! دا یو کال کېږي دا د غم سرود غږوي، خو بیا هېڅ هم نه وي، پیاله یې یوه شېبه کې تشه کړه، له دویم ګیلاس یې یو غوړپ وکړ، د کوټې له کړکۍ يې وکتل، پاس د څار برج کې یوه سرتېري مخابره کې خبرې کولې، پیاله یې ژر بېرته کېښوده او نوید ته یې وکتل

ملګریه یو ځل ګورم پیالې ته مې بېرته راځم.

  ټوپک یې واخیست، په بېړه ووت، همدا شېبه سخت درز شو، د کانټینري خونې کوچنۍ شېشه را تویې شوه، نوید په منډه ووت، د سوي دود او باروتو بد بوی لګېده، وړاندې د جالي لرونکي دېوال بېخ کې له ژورغالي سره په شنو بوټو او واښو اور بل و، بېرته را وګرځېد، د لارې څنګ کې یې مارټین ته پام شو، شا په تخته پروت و، پر مخ او غاړه یې وینې راماتې وې، خو سترګې او پزه یې بیخي نه معلومېدل.

 په زوره یې چیغه کړه، سر یې وګرځېده، خپلې خونې ته راستون شو، د مارټین له پیالې هوا ته کړۍ کړۍ تاوونه پورته کېدل.

۱۳۹۷، د سلواغې ۲۲مه


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب