دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېدریویاړلی ژوند | راټولونه او غورچاڼ : رحمت ګل عمری

ویاړلی ژوند | راټولونه او غورچاڼ : رحمت ګل عمری

څلورمه برخه   

یو ملت هغه وخت مسئولانه چلند کوي، چې د راتلونکې نسلونو لپاره د ملت له شتمنو سره په سمه او معتیبره توګه چلند وکړي.

په ډېری ټولنو کې د نن ورځې ځوان د هویت له کړکېچ، ناهیلۍ، او پرځان د باور نه لرلو سره مخ دی .

مونږ نشو کولای چې راتلونکې خپلو ځوانانو لپاره جوړکړو، خو کولای شوو چې خپل ځوانان  راتلونکې لپاره جوړ او چمتو کړو .

په یوه کورنۍ ې د یوه ارزښت ماتول د یوه ځوان په ژوند ې د ماتې په مانا دي.

اصول او دسپيلین د یوه ماشوم په روحیه له منځه نه وړي، خو نه شتون یې بیا د مور او پلار زړه ماتوي.

دا د مور او پلار دنده ده چې د حدودو او پولو ترمنځ توپير وکړي .

زمونږ په اصطلاح په اوسني آزاد یا لیبرال کلتور کې دغه نظریه چې هر سړی د خپل چلند مسئول دی ، زړه ښکاري.

د پوهې او زده کړې تر لاسه کول د خپلې یې خبرۍ کشفول دي.

د تعلیم غوره سیستم دا دی چې په هغه کې د انسانیت او انسان پالنې اصول تدریس کیږي.

کرکټر جوړونه د پوهې تر ټولو لومړی مقصد دی.

هیوادونه په خښتو نه جوړیږي، بلکي په مغزو جوړیږي.

واده نه یوازې، د دوه تنو ترمنځ یو قرارداد دی، بلکي یوه سپېڅلې ژمنه هم ده .

د عشق او عاشقبازۍ لپاره په نامشروع ډول څوک لرل غمونه او تراژدیو ته لار خلاصول دي.

هرهغه کلتور چې په هغه کې د مشرانو درناوی کبږي، تر ټولو متمدن کلتور دی .

ان د ضعیفو اخلاقو لرونکو میندو او پلرونو اولادونه کولای شي، د نړۍ لپاره د غوره چارو له ترسره کولو سره خپل مور او پلار ته ویاړ وبښي.

هغو کسانو چې له نورو څخه اطاعت کول زده نه کړل، هېڅکله د نورو رهبري کول هم نه شي زده کولای.

له مهربانۍ څخه ډکې کړنې د مینې طبیعي محصول دی .

مسئولیت نه منونکي خلک هغې ګټې ته ډېر خوښ وي، چې ویاړ یې تر لاسه کوي.

د دې کیسې اخلاقي نتجه داده چې که تاسې د عمل خلک نه یاست د نیوکې حق هم نه لرئ .

ولې خدای ج د هغه چا سره مرسته کوي، کوم چې خپله له ځان سره مرسته نشي کولای .

د یوه ملت شتمني مادیات نه بلکي د هغه ملت رښتنولی، جرئت او پرخپلو خلکو باور دی.

مونږ باید یقیني کړو چې ایا د حللاري یوه برخه یو او که د ستونزې.

هغه لاسونه چې د انسانیت لپاره خدمت کوي، تر هغې ژبې ډېر غوره دي کوم چې وعظ او نصیحتونه کوي.

سقراط وايی: زه پدې باروې یم، څوک چې بل څه ونه لري خبرې او نصحتونه کوي.

که چېرې ستا د یوه ګاونډي پروړاندې بې عدالتي کیږي او ته آرامه خوب کوې، په تمه اوسه ستا وار هم رارسیږي.

په ټولنیزو چارو کې برخه اخیستل د یوه وګړي لوی مسئولیت دی، په داسې حال کې چې سرغړونه یې بیا د ټولنیزې ماتې لامل کیږي.

هغه څوک چې ټولنه کې یو مصیبت او کړاو ګوري، خو زړه یې هېڅ نه دردیږي له اخلاقي او روحي اړخه مړ دی.

د خپلې ټولنې پر وړاندې بې پروايي تر ټولو ناوړه مصیبت دی، چې یوه ټولنه ورسره مخامخ کیږي.

د انسان ژغورل کېدل یوازې په دې پورې تړلي دي چې د ټولنې هر وګړی د هر څه په اړه د مسئولیت احساس وکړي.

په دې فکر مه کوئ، چې هیواد موتاسو ته څه کولای شي، بلکي په دې فکر وکړئ چې تاسې خپل هیواد ته څه کولای شئ.

د ویرې او خطر پرمهال که هر څومره د خدای تعالی حمد او ثنا وايي خوکله چې ویره لېرې شي، هرڅه هېروي.

یوه فرانسوي لیکوال یو وخت  ویلي وو ډېرو کسانو دیوه پلان شوي خیانت په پرتله د کمزورۍ او ویرې له لاسه په خیانت لاس پورې کړی دی .

تر هغې ظلم بل غټ ظلم نشته چې د قانون او عدالت په جامه کې په یوه ټولنه کې ترسره کیږي( چارلس ډې سیکانډاټ)

یوه ټولنه ډېره غوره ده که لږ قوانین هم ولري خو پدې شرط چې یاد قوانین پکې پلي شي. (رین ډیسکارټ)

ډېری خلک کله چې وږي وي اصول نه مني. ( مهاتما ګاندي)

د هرې سترې چارې تر شا د خوځښت روحیه په حقیقت کې د عدالت لپاره غږ پورته کول دي.

کله چې په یوه ټولنه کې عدالت ومري، حکومت په هیواد کې د یوه دسیسه جوړونکي سازمان بڼه خپلوي چې په خپلو خلکو باندې به ظلم کوي او سوله نشي ټینګېدلی.

له حکومت سره همکاري تر هغه مهاله ستا دنده ده چې حکومت ستا پټ او عزت څخه دفاع کوي.

کله چې حکومت ستا له عزت څخه دفاع پر ځای ستا پت او عزت لوټي، نه همکاري ستا دنده ده .

ګاندي له قانون څخه تر ټولو غټ سرغړونکی دی،خو د ګاندي لپاره د ملک د قانون په پرتله د انسان پالنې قانون مهم او ارزښتمن وو.

که له حکومت څخه عدالت لرې کړای شي، هغه څه چې پاته کیږي د غلو یوه ډله ده . ( اسټ اوګوسټین)

له حکومت سره نه همکاري له افرادو سره مخالفت ندی، بلکي د هغو تدابیرو سره مخالفت دی چې حکومت تر لاس لاندې نیسي.

کله ناکله د ټولنې په ریښتینو وګړو پورې له دې امله د ګواښ رامنځته کوونکو تور لګول کیږي، جې د خپلو  حقوقو لپاره غږ اوچتوي.

له آزادۍ څخه په دفاع کې  سخت دریځي ګناه نده او د عدالت غوښتلو په لار کې  منځلاریتوب تقوا نده . ( باري ګولډ واټر)

هر هغه حکومت چې قانون ماتونکی شي په حقیقت کې د قانون د سپکاوي زمینه برابروي او هر وګړی دې ته هڅوي څو  د قانون پر وړاندې یو خنډ شي.( جسټیس لویس ډې برنډیس)

ویاړلی ژوند هغه مهال شونی دی چې عدالت پکې حاکم وي ځکه، عدالت په عمل کې پلی کیږي. (بینجامین ډیسرایل)

کله چې  مونږ له یوه قانون څخه سرغړونه کوو په اصل کې خپل ویاړ په خطر کې اچوو.

ویاړمن اوسېدل تر ویاړل کېدو غوره دي، په یاد مو وي چې ګټونکي متفاوت کارونه کوي، بلکي کارونه په متفاوته بڼه ترسره کوي. ( شیوکهرا)

هغه چې باید انسان ورته وویل شي باید لاندې لس نښې ولري .

په روښانه او منطقي توګه فکر کوي، ویاړلی او په زړورتیا سره ژوند کوي، د زړه له خلاصه ورکړه کوي، په خورا مینه مهربانۍ نورو ته بښنه کوي.

انسان پوهیږي چې مسئولیتونه تر امتیازاتو لومړیتوب لري، او ازادي د امنیت په پرتله خورا ارزښتمنه ده .

انسان پوهیږي د دوی زده کړه هېڅکله نه بشپړیږي، هغسې چې ژوند د دوې نه ختمېدونکې پروسه ده.

انسان پوهیږي چې ښکلا په ساده ګۍ کې ده او رښتینولي د شخصیت  بنسټ جوړوي.

انسان پوهیږي چې ستر نظرونه د سترو شتمنیو په پرتله تلپاتې وي، غوره بېلګې د سولول شویو عبارتونه په پرتله ډېر څه سړی ته ور زده کوي.

انسان پوهیږي هڅه او پلټنه د زده کړې د ډېوې د اورلګیت مثال لري.

هغوی د خپل داخلي تفکر زېرمې پیاوړې کړې دي او د خپل خالق او نورو انساناتو پروړاندې د قدر دانۍ او منندوۍ د ښکارکولو غوره لارې  یې زده کړې دي.

د نورو ننګونو، کلتورونو او غیرې معمول د ودونو او د نظر اختلافاتو هرکلی کوي او خوند ترې اخلي.

انسان د لا زیاتې پوهې تږی وي، لا ډېر حقیقت او رښتنولۍ ته وږي وي او لا ډېرې هوښیارۍ ته لېوال وي.

انسان خپل محدودیتونو پېژني، خو په خپلو امکاناتو تمرکز کوي، په خپل ځان پورې تړلو ځانګړتیاوو ته په درنه سترګه ګوري، خو له انسانیت سره بیا د خپلې ملتیا درناوی کوي.

د شهرت او کرکټر په اړه …

شهرت هغه څه دی چې نور خلک یې زمونږ په اړه فکر کوي، خو کرکټر هغه څه دی چې مونږ یې د خپل ځان په اړه پوهیږو چې څوک یو .

شهرت انځور دی ، کرکټر رښتیا دی .

شهرت یو پوښ او غلاف دی ، کرکټر حقیقت دی .

شهرت د نورو له خوا زیانمن او ویجاړېدای شي، کرکټر یوازې خپله د شخص له خوا ویجاړېدای شي.

شهرت یو انعام او جایزه ده ، خو کرکټر یوه بریا ده .

شهرت د نورو له خوا ستاینې راماتوي، کرکټر د نورو باور او اعتماد د ځان پر لور راماتوي.

شهرت ظاهر دی، کرکټر باطن دی .

شهرت تصویر دی ، کرکټر اصل یا جوهر دی.

شهرت ښايي جعل شي، کرکټر ثابت او د رښتینو ارزښتونو منعکس کوونکی دی.

شهرت ښايي اغراق وي، کرکټر ستاسو د توازون او انډول بانک دی.

شهرت ښايي ستاسې د قوت د ټکو منعکس کوونکی وي، کرکټر کې د قوت د ټکو سمه کارونه تر سترګو کیږي.

شهرت ښايي په یوه عمل تر سره کولو سره تر لاسه شي، کرکټر د ډېرو کړنو په  ترسره کولو سره جوړیږي.

شهرت ډېره وده نه کوي، کرکټر د بلوط ونې په څېر وده کوي.

شهرت ښايي په مغزو  او ښکلا جوړ شي، کرکټر په ارزښتونو او لید جوړیږي.

شهرت د ښیښي يه څېر ماتېدونکی دی، کرکټر د یوه تهداب او بنسټ په څېر کلک دی .

شهرت هغه څه دی، چې ښايي تاسې په میراث وړی وي، کرکټر هغه څه دی، چې ستاسې نسل  یې له تاسو په میراث وړي.

شهرت د هغه څه له امله جوړیدلی شي، چې نور یې ستاسې لپاره ترسره کوي، کرکټر د هغه څه له امله جوړیږي، چې تاسې یې ترسره کوئ .

پای .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب