چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Home+د پښتو کره کتنې نوي تمایلات

د پښتو کره کتنې نوي تمایلات

لیکوال: فیض الوهاب فیض

ژباړن: حمایت الله ښاد

ادب د ژوند کره‌کتنه ده یا ادب یوه ټولنیزه کړنه ده. د ادبي کره‌کتنې په دې دواړو جملو کې د ادب او کره‌کتنې نوي تمایلات اغږل شوي دي. د دې موخه دا نه ده چې ادب  تر دې وړاندې له ژوند او ټولنې سره هیڅ اړیکه نه لرله، تر هغې چې کره‌کتنه د ادب پېژندنې، تشریح، توضیح او د هغه د نرخ او ارزښت ټاکلو دنده په ځای کوي، نو په دې کار سره د هر دور بدلېدونکي حالات او د کره‌کتنې د نوو غوښتنو له مخې بېلابېلې لارې، طریقې او ذریعې خپلوي.

د ژوند له اوړېدونکو حالاتو سره سره د ادب په منځپانګه کې هم بدلون رامنځ ته کېږي او ورسره د کره‌کتنې په پيمانو او د نظر په زاویو کې هم تغییرات راځي. دا به ډېره بې ګټې نه وي چې ووایو د کره کتنې په مزاج کې تبدیلي او د عصر له غوښتنو سره همغږي نسبتاً ډېره نغښتې ده. په دې ډول د لرغوني ادب په نوي او بدلېدونکو حالاتو کې نوی تعبیر د کره کتنې د بدلون منلو له امله شونی دی.

په مادي حالاتو کې سکون او پایښت ناشونی دی، د دې حالاتو له بدلېدو سره د انسان په ذهني نړۍ کې هم بدلون راځي او په ټولیز ډول دا بدلون او اوښتون د پرمختګ پر لور وي. له همدې امله د ادب یوازې یو تعریف یا د کره کتنې یوه ټاکلې پیمانه او طریقه د هر ډول حالاتو لپاره بسنه نه کوي،  په هر دور کې د ادب نوي نوي تعریفونه او د کره کتنې نوې نوې طریقې او نظریې ډګر ته راځي.

د حالاتو له بدلېدو سره پخواني ارزښتونه یا بدلېږي یا یوه نوې معنا خپلوي. ادبي ژبه یا د ادب یوه موضوع که په یوې زمانې کې حقیقي وه، نو په بله زمانه یا راتلونکي وخت کې سیمبولیکه ګرځي، دا د ادب ځانګړتیا ده چې تر حقیقت له امکاناتو سره ډېره اړیکه لري. که څه هم یوه داسې ډله هم شته چې هغوی یو ځانګړی فکر او نظریه د هرې زمانې او هر ډول حالاتو لپاره کافي او لازمي ګڼي، خو له بشري تاریخ څخه زبات شوې ده چې همدا عینیت پالنه وروسته د کلمو داسې غوټه ګرځېدلې ده چې څومره یې د سپړلو (خلاصولو) هڅه کېږي، هماغومره لا سختېږي او په دې اساس جمالیاتي بحثونه په ژبه کې خورا په زړه پورې بوختیا او مشغولتیا ده، خو د عملي ژوند له ښکلا او ښایست او بوختیاوو سره هیڅ اړیکه نه لري. د ژوند د ښکلا معیار په انساني کړنې پورې اړه لري او هغه شی چې د کړنې وړ نه وي مشکوکه ښکلا لري.

په کره‌کتنې کې دا دواړه یعنې عیني او مثالي یا حقیقي او مادي نظریې څنګ په څنګ روانې دي. د کره کتنې په عیني نظریو کې بحث زیاتره په شکلي او لفظي تجربو پورې محدود وي، ځکه موضوعات له یوې مخې اړول نه غواړي او دویمه نظریه چې په حقیقت پالنې ولاړه ده، د ادبي جمالیاتو د شکل او منځپانګې په همغږۍ پورې تړلې ده.

تاریخ همدا وايي: انسان چې له کوم ځای څخه خپل ژوند پیل کړی، نن دغه ځای په مادي، ذهني او هر لحاظ دومره وړاندې او لوړ دی چې که چېرې نن زموږ د لومړۍ پېړۍ نيکونه ژوندي شوي وای، نو ښايي هغوی به زموږ له خپلوۍ انکار کړی وای. دا ځکه چې انسان په بل انسان کې خپل معنویت، افادیت، ضرورت او اهمیت یوازې د بدني جوړښت د یو شانوالي پر بنسټ درک کولای نه شي.

ادیب او کره کتونکی دواړه خپله تنده د ژوند په چینه ماتوي، توپیر یوازې دا دی چې د ادیب عمل سیده یعنې مستقیم وي او کره کتونکی له ژوند څخه خپل مواد په ناسیده ډول ترلاسه کوي. د ادب موضوع ژوند ده او د کره کتنې موضوع ادب ده. د ادب دنده اغېزمنول دي او د کره کتنې کار پوهول او سپړل دي. په دې ډول د کره کتونکي کار دوه چنده ستونزمن دی، ځکه چې د ژوند له مستقیمې تجربې او مشاهدې سره سره باید په ادب تاریخ هم پوه او برلاسی وي. شاعر او ادیب یوازې په حال کې ژوند تېروي، ځکه چې تخلیقي تجربې له وارداتو سره اړیکه لري او واردات د حال شی دی؛ خو کره کتونکی باید په ادب او له دې سره سره د ژبې او ټولنې په تېرو هم پوه او ترې خبر وي. د روایت له ټولې لړۍ څخه باخبره وي او د هر شاعر او ادیب له انفرادي ځانګړتیاوو سره سره د هر دور په ټولنیزو ځانګړتیاوو او لارو چارو پوهه ولري.  که داسې نه وي، نو د ادب په پېژندنې، سپړنې او ارزښت ټاکنې کې به یې د ښوېدنې شونتیا زیاته وي او کره کتونکی د خپلې ناپوهۍ او ناخبرۍ له امله له دغه ستر ګړنګه غورځېدای هم شي.

په پښتو کره کتنه کې د نوو تمایلاتو د موندلو لپاره اړینه ده چې د  پښتنې ټولنې، د پښتنو تاریخ او د پښتو ژبې او ادب تاریخ ته ژوره کتنه وکړو او وګورو چې پښتون قوم او پښتو ژبه او ادب په نوي عصر کې د قدم ايښودلو څومره او کوم پړاوونه وهلي دي او له کومو پړاوونو څخه تېر شوي دي، په څه ډول تغییراتو ککړ شوي دي او اوس د پرمختګ په کوم پړاو کې دي؟

یو مهال یعنې په پنځلسمه زېږدیزه پېړۍ کې لوېدیځوال د غفلت له خوبه په راویښېدو وو. چاپ خونې رامنځ ته شوې، نوې نوې نړۍ او نوې نوې لارې پیدا کېدې او علوم او فنون راژوندي کېدل. دغه مهال زیاترو پښتنو قبایلو کوچیانی او کډه په سر ژوند تېراوه. په قبایلو جګړو کې ښکېل وو،  له بهرنیو تاړکونو سره لاس و ګرېوان وو او انفرادي او ډله ییزو هجرتونو ته اړ وو. د دوی تمدن او د ارزښتونو نظام په دغسې حالاتو کې ساه اخیسته، پر خپل وطن د دوی تمدن تر اوسه پوخوالي ته نه و رسېدلای، شاعري په نالیکلې او فوکلوري رنګ لړلې وه، له خپل ټاټوبي د باندې یې سیاست کاوه او اقتصادي پانګه یې له همدې بهرني سیاست سره تړلې وه. دوی د خپل هېواد د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله له بهرنیو تاړاکونو څخه د خپل ژوند د پایښت په جګړه کې د علمي، فکري او هنري لاسته راوړنو لپاره هېڅ وخت او ارام  نه دی موندلای. اوس هم که وکتل شي د پښتونخوا زیاتې برخې په همدې حال دي، ټول ژوند یې په مقاومت کې تېر شو، د بهرنیو ټاراکونو او ښکېلاکګرو ځواکونو پر وړاندې د پر لپسې سرښندنو له امله پښتون په سیاسي، اجتماعي، تهذیبي، تمدني، اقتصادي او رواني ډول د لرغونتوب په رنګ لړل شوی دی، دغسې ننني ډېر پښتانه په اجتماعي، فکري او سیاسي لحاظ له څوارلس سوه کالو څخه د مخکې ژوند په هیله دي او هڅه کوي چې د تاریخ څرخ په شا وګرځوي.

په پښتني ټولنه کې جدیدیت او نوی والی هغه مهال پیل شو چې انګرېزانو د پښتونخوا په ځينو برخو واکمني جوړه کړه، دوی د اړیکو نوي سیسټمونه دود کړل او نوې ادارې یې جوړې کړې. په ۱۹۱۳ز. کال په پېښور کې د اسلامیه کالج په جوړېدو سره نوو لوېدیځو علومو ته د راتګ دروازه پرانیستل شوه. له دې دمخه دلته د علي ګړ تحریک منظمې اغېزې هم پیل شوې وې. په ۱۹۱۹ز. کې د خلافت تحریک په لړ کې افغانستان او منځنۍ اسیا ته هجرت پیل شو، له هجرت څخه په راستنېدو د باچاخان او د هغه د ملګرو په هڅو «انجمن اصلاح افاغنه» رامنځ ته شوه، د پښتون مجله یې راوویسته او په ۱۹۳۰ز. کې د خدايي خدمتګار تحریک راولاړ شو. د کاکاجي صنوبر حسین مومند مترقي او متشدد خیالاتو او له انګرېزانو څخه د آزادۍ اخیستلو په لړ کې رامنځ ته شوو ټولو پېښو او ټکرونو پښتو شاعري او ادب دواړه په یوې نوې لار روان کړل. دغو حالاتو په شعر و ادب کې د نوي عصر روح پو کړ، ولسي مشاعرې دود شوې، پر سټېج ډرامې نندارې ته وړاندې شوې او په نوې بڼه د لنډو کیسو دودېدل هغه څه وو چې پښتو ادب ورسره بیخي نوی شو. له نوي تنقیدي شعور پرته دا ټول ادب د هغه عصر د حالاتو ترجمان ګڼل ناممکن و، نوی تنقیدي شعور دا و چې ادب یوازې د ولس او قوم د سمونې ذریعه نه ده، بلکې د دوی په ذهني بیدارۍ او ترقۍ کې هم مهمه ونډه لري.

په ۱۹۳۶ز. کال په هندوستان کې د «انجمن ترقي پسند مصنفین» له رامنځ ته کېدو څخه په ادب کې له ولسي آزادۍ ورهاخوا د ښکېلاکي ځواکونو پر وړاندې د طبقاتي هڅو عنصر هم شامل شو او پښتون چې په فطري ډول د طبقاتي نظام خلاف او آزادۍ خوښی دی، نو له همدې نوي فکر څخه هم د پښتو ادب له لارې په پښتنې ټولنه کې یوه نوې رڼا خپره شوه.

د پورته پسمنظر له روښنايۍ څخه که د روان عصر پورې په پښتو کره کتنې کې د نوو تمایلاتو  څرګندونه کوو، نو  له لاندې ټکو څخه یو ګډ نوملړ ترتیبولای شو:

له ادب څخه د یوې وسیلې په توګه د ټولنې د سمونې او ذهني هېښونې لپاره کار اخیستل.

ادب ته د مقاومت یوه نوې ژبه ورکول.

په ادب کې په خپلو موخو باندې ټينګار او ادب د دې ځانګړو موخو لپاره کارول.

په ادبي کره‌کتنه کې له نورو علومو ګټه اخیستل.

له نړیوال ادب او نړیوالو خوځښتونو څخه پوهه لرل، ترې اغېزمنېدل او ذهني لوړوالي ته وده ورکول.

د نوو نوو تجربو ترلاسه کول او په پلي کولو کې یې همکاري کول.

په طبقاتي کړکېچ کې له ادب څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل او د لوېدلې طبقې د حالاتو او خیالاتو ترجماني کول.

له نوو نوو موضوعاتو سره سره نوي نوي دریځونه او ژانرونه خپلول.

د دودیزو تنقیدي نظریاتو په اړه له آرونو سره سم کتابونه لیکل.

د ادبي ټولنو په اډانې کې د علمي او کره کتنیزو غونډو دودول.

د لوېدیځو تنقیدي مقالو او کتابونو ژباړل.

په ختیځ تصوف کې د لوېدیځې رومانوي فلسفې پیوندول.

د پښتون قومیت او قومي وحدت تصور څرګندول.

پر لرغوني ادب باندې په نوې ساینسي بڼه څېړنه کول.

د پښتنو د ژبې، ادب او تاریخ نوو اړخونو ته تنقیدي کتنه کول.

د ادب د اجتماعي اسلوب پر ځای انفرادي اسلوب غوره کول او منل.

پښتو فوکلور ته په پراخه کچه کار کول.

د نوې ژبپوهنې په رڼا کې د پښتو پر ژبنیو تشکیلاتو باندې کار کول.

نوي علوم پښتو ته راړول.

د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په اړه غونډې، سیمینارونه او کنفرانسونه جوړول.

پښتو ادب ته له دینې اړخه کتنه کول،  په دې لړ کې د قراني تنقید اصطلاح راوړم، چې د قرانکریم د متحرکو اصولو او قوانینو له مخې د نور علومو او فنونو سره سره د ادب په اړه هم نظر وړاندې کوي.

د افغانستان د ثور انقلاب، د انقلاب پر وړاندې مبارزه، د افغانستان کورنۍ جګړې، د طالبانو د نفوذ اغېز، د دوی پر وړاندې د نړیوال ښکېلاک د ترهګرۍ په نوم جګړه، پر پښتنه ځمکه ناامني، ناارامي او د امنیت نشتوالی هغه موضوعات دي چې هم یې په پلوۍ او هم په ناپلوۍ ادب پنځېدلی دی او د ادب په اړه یوه تنقیدي رویه هم رامنځ ته کوي.

پورتني ټول ټکي د پښتو ادب او کره کتنې د نوي عصر چاپېریال رامنځ ته کوي. په پښتو کې تر وسې وسې دا ټول ټکي په یو نه یو ډول د نوو تمایلاتو استازي او غمازي کوي. البته دا هم ده چې ځینې تمایلات ډېر غالب دي او له ځینو څخه په لنډیز کار اخیستل شوی دی. کله داسې شوي دي چې له پنځونې وروسته یا هم مخکې یې د تنقیدي شعور په حیث کار ورکړی دی. په دې تمایلاتو کې ځینې زاړه شوي دي، ځکه د جدید دور څو کاله یا دوه کاله ایله کېږي. شلمه پېړۍ په پراخه کچه د پښتو نوي ادب د پېړۍ په نوم اوڅارتیا لري، نو په دې ډول یاد شوي ټول تمایلات په یوې نه یوې حوالې سره نوي دي.

په دې لیکنه کې مې د پښتو کره کتونکو پر ځای یوازې د تمایلاتو په یادولو بسنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب