Homeخبرونهپر طالبانو د بينېټ سخته نیوکه؛ وایي له ۹۰مې لسیزې سره کوم...

پر طالبانو د بينېټ سخته نیوکه؛ وایي له ۹۰مې لسیزې سره کوم بدلون نه لري

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۱مه) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بینېټ وایي، طالبانو د ۹۰مې لسيزې په پرتله هېڅ بدلون نه دی کړی.

بینېټ دا څرګندونې له ازادي رادیو سره په یوه ځانګړې مرکه کړي.

بینېټ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، طالبانو په وروستيو کې افغانستان ته د هغه پر تګ بنديز لګولی.

نوموړي د طالبانو په سختو محدوديتونو او فرمانونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانان او نړيواله ټولنه د طالبانو د سختو محدودیتونو او فرمانونو له امله ناهیلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې بینېټ وړمه ورځ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۷مې ناستې ته په خپل راپور کې هم وویلې چې طالبانو د جون له میاشتې را وروسته افغانستان کې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو له حقونو سرغړونه زیاته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...