پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ټرمپ او کاملاهریس مناظره پر یو بل په نیوکو پای ته...

د ټرمپ او کاملاهریس مناظره پر یو بل په نیوکو پای ته ورسېده

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۱مه) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د دوه نوماندانو د ډیموکراټ ګوند نومانده کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ترمنځ  مناظره نن “سه شنبه” ترسره شوه.

دوی دواړه د پنسلوانیا ایالت د اساسي قانون ملي مرکز کې د ۹۰ دقیقو لپاره د اې بي سي تلویزیون د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ۤپه دې مناظره کې د خبرو پرمهال ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکا پر وتلو نیوکه وکړه او زياته يې کړه چې له امریکا سره د طالبانو هغه تړون چې مایک پمپیو کړی وو هرڅه پکې روښانه راغلي خو وایي د بایډن ادارې عملي نشو کړای.

هغه وایي د ولسمشر بایډن ادارې هغه څه ونه کړل چې بايد ترسره کړي يې وی.

په ورته مهال د ديموکرات ګوند نوماندې کاملاهریس له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبايډن له پرېکړې يو ځل بيا ملاتړ وکړ او زياته يې کړه چې په دې اړه د نوموړي له پرېکړې سره دا همغږې وه.

هریس د خپلو خبرو په دوام پر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې په تړاو نيوکه وکړه او زیاته یې کړه ، چې له طالبانو سره یې د سولې په خبرو کې افغان حکومت له پامه وغورځاوه او مخامخ یې د طالبانو په نامه له ترهګرې ډلې سره خبرې اترې وکړې.

هریس وایي د همدې مذاکراتو پايله کې طالبان وتوانېدل چې پنځه زره ترهګر له زندانه ازاد کړي.

تر دې وړاندې ټرمپ له جوبایډن سره هم مناظرې ته حاضر شوی وو چې هغه مهال یې پر یو بل سختې نیوکې وکړې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له ۲۰ کلن ځنډ وروسته امریکايي پوځیان په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل او له دې وړاندې د همدې مياشتې پر ۱۵ نېټې جمهوريت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب