Homeسپورتد افغانستان او نیوزیلنډ د ټېسټ لوبې ۳مه ورځ هم ضایع شوه

د افغانستان او نیوزیلنډ د ټېسټ لوبې ۳مه ورځ هم ضایع شوه

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۱مه) افغان کرکټ بورډ وایي، د افغانستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یواځېنۍ ټېسټ لوبې درېیمه ورځ هم د تېرې شپې او اوسمهال د شدید ورښت له امله نه ترسره کېږي.
کرکټ بورډ زیاتوي لوبڅاران به سبا سهار ۸ بجې د لوبغالي له ارزونې وروسته د لوبې د پیل په اړه پرېکړه کوي.
نن درېیمه ورځ ده چې دا لوبه د باران له امله ځنډېږي.
د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ یواځینۍ ټیسټ لوبه د هند په ګریټرنویډا لوبغالي کې ترسره کېږي.
د لوبې ځنډېده په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کرکټ پوهانو غبرګونونه راپارولي.
دوی پر کرکټ بورډ نیوکه کوي او وایي له اوږده انتظار وروسته افغانستان د ټیسټ لوبې فرصت ترلاسه کړی خو د دوی په وینا د کرکټ بورډ د بې پروا چلند له امله دا لوبه هم په ضایع کېدو ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...