Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملاحسن اخوند د ټاپي پروژه افتتاح کوي

ملاحسن اخوند د ټاپي پروژه افتتاح کوي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه) د طالبانو ريیس الوزرا ملا حسن اخوند نن (چهارشنبه) هرات ته لاړ چې د ټاپی پروژې په پرانستونکو مراسمو کې برخه واخلي. طالبانو ویلي چې په دې سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تیلو او ګازو، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې پر نورو پروژو کار پیل شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ نن  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملاحسن اخوند به هرات او بیا د ترکمنستان په جنوب لویدیځ کې د ماري ښار سلیم چشمې سیمې ته سفر وکړ.

له ملا حسن اخوند سره په دې سفر کې د نوموړي اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر هم ملګری دی.

د ترکمنستان د ګازو نللیکه، چې ټاپي نومېږي، له افغانستان څخه پاکستان او هند ته رسیږي، او یوه لویو سیمه ییزه پروژه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...