سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د جنید ادبي جایزه ولمانځله /...

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د جنید ادبي جایزه ولمانځله / راپور (۱۸) / خدیجه نسا

ځای: انلاین

وړاندې کوونکې: شفیقه خپلواک

راپور لیکونکې: خدیجه نسا

د ګډونوالو شمیر: ۳۰

نیټه: 24/9/2023

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر اوونیزه غونډه چې له نورو غونډو متفاوته وه د تل په څیر د کابل په وخت پینځه نیمې بجې پیل شوه. لومړۍ برخه یې د بهیر د دریو غړیو ملاله کلیواله، ځولۍ لمن او شیبې ګیهځ چې د سږ کال د جنید ادبي جایزې یې ګټلې دي، د دوی ستاینې او د دې جایزې اهمیت ته ځانګړې شوې وه. په دوهمه برخه کې د بهیر د تیرو میاشتو د فعالیتونو ارزونه وشوه او دا چې څنګه د بهیر فعالیتونه لا ښه کېدای شي. 

د غونډې په ترڅ  کې ځلا نور د مننې په پار د استاد شاعر جنید شریف یو شعر ولوست. همدارنګه ملالې کلیوالې او امنې فنا هم خپل شعرونه له بهیروالو سره شریک کړل. 

شفیقې خپلواک د غونډې په پیل کې د بهیر ګټونکو غړیو ته مبارکي ورکړه. له استاد جنید شریف نه یې مننه وکړه. د دې جایزې په معنوعي او مادي ارزښت یې تاکید وکړ. دې وویل؛ د افغانستان په اوسني حالت کې ادبي او فرهنګي برخې ډېرې کمې یادېږي او د ښاغلي ډاکټر جنید دا کار یې وستایه چې د وطن شاعران/ې هڅوي چې لیکل وکړي. 

ډاکټره شریفه شریف چې د جنید د جایزو د کاري ټیم غړې هم ده، لومړی یې د جایزې په اړه له بهیروالو سره معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې دوی په پلان کې لري چې د «خواږه شعرونه» ویبپاڼه په داسې یو مرکز بدل کړي چې هلته نه یوازې شعرونه بلکې د شعر او ادب په هکله مهمې مقالې خپرې شي. 

اغلې شریف د دې پروسې د شفافیت په اړه هم خبرې وکړې. دې وویل، د جایزو په کاري ټیم کې د افغانستان ډېر نامتو کره کتونکي او شاعران/ې  شامل دي او دوی چې کله پریکړه کوي د ګډونوالو نومونه ورسره نه وي یوازې شعرونه ورسره وي چې له ډېر دقت او غور وروسته انتخاب پکې کوي. د جایزو پروسه داسې جوړه شوې ده چې پریکړې پکې د شناخت په اساس نه بلکې د شعر د کیفیت په اساس وي. 

په پای کې یې دریو ګټونکو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې دوی دا جایزه یوازې د خپل استعداد او کار په زور ګټلې ده. 

هیلې پسرلی هم خپله خوښي او مبارکي له بهیروالو سره شریکه کړه او په دې وغږېده چې دا جایزې ولې مهمې دي. دې وویل، جایزې پرته له دې چې د شعر او ادب د ودې لپاره مهمې دي، شاعرانو او لیکوالو  ته روحي سکون هم ورکوي، ځکه دوی یو ډول تایید ترلاسه کوي چې کار او زحمت یې مهم دی. له ډېرو لیکوالو او شاعرانو سره مخصوصا د لیکوالي په پیل کې دا سوال وي چې دا څه چې پنځوو دا واقعا ادبیات دي؟ کوم ارزښت لري؟ کله چې تجربه کاره لیکوال/ې درته ووايي چې سمه روانه یې بیا نو  شاعره پر خپل کار او زحمت ډاډه شي. فکر کوم لیکوالان تل دې ډاډ ته اړتیا لري خو د لیکوالي په پیل کې دا ډاډ اب حیات وي. 

دې دا جایزه د ټول ادب او ژبې لپاره مهمه وګڼله ځکه چې نورو لیکوالو ته هم انګیزه ورکوي چې لیکل وکړي او خپل کار ته د اهمیت په سترګه ګوري.

 اغلې پسرلی د جایزو په معنوي ارزښت تاکید وکړ او ویې ویل، د دې ارزښت ساتل یوازې د هغو مسولیت نه دی چې جایزې ورکوي‌ یا یې ګټي بلکې د ټولې ټولنې مخصوصا د هغو چې د فرهنګ او ادب په برخه کې فعالیت کوي مسولیت دی چې دا جایزه یاده کړي او ویې ستايي تر څو په یو دومداره ارزښت بدل شي. په پای کې یې له استاد جنید نه مننه وکړه او ویې ویل، هرهغه څوک چې یو بل افغان هڅوي او د کار روحیه ورکوي همدغه اصلي وطن دوستي او خدمت دی او دا چې د استاد جنید له دې کار نه یې زده کړل چې که یو څوک له زړه وغواړي چې وطن ته کار وکړي جغرافيايي او زماني فاصلې خنډ کېدای نشي.  

نرګس سهاک ګټونکو ته له مبارکي وروسته له اغلې شریفې نه مننه وکړه چې د ښځو غږ او مثبت انځور رسوي. دې دا بریا د ټول بهیر بریا وګڼله، دا چې د وطن دې حالت کې ښځې راټولېږي او داسې فعالیتونه کوي نو د دې جایزو ګټل یې د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر لپاره مثبت فیډبک وباله.

 اغلې سهاک خوښي وښوده چې هنر او استعداد د وړتیا په اساس ستایل شوی دی نه د شناخت یا موقف په اساس او دا جایزه یې د تشویق منبع وګڼله. 

دې وویل دجایزو مادي اړخ یوې خوا ته خو دا د تشویق لومړۍ کیلي ده. ترڅو دوی لا ډېر لیکل وکړي او له نورو سره مرسته وکړي. په پای کې یې د بهیروالو استعدادونه وستایل او د دوی فعالیتونه یې اغیزمن وښودل. 

ګلالۍ مومند هم خپله خوښي له بهیروالو سره شریکه کړه. د دریو واړو ګټونکو شعرونه او استعدادونه یې وستایل. دې وویل دا بهیر اوس د کورنۍ غوندې دی نو د هرې یوې بریا د ټولو د خوښي خبر ده. اغلې مومند وویل چې د بهیر له برکت نه د جیند جایزو په اړه خبره شوه او دا د خوښي ځای بولي چې په دې حالتو کې یوڅوک شاعران د وړتیا په مټ تقدیروي نه د روابطو په مټ. دې زیاته کړه چې شاعران/ې باید تقدیر شي او ډاډ ورکړل شي او جایزه یې د دوی د فعالیتونو د زیاتېدو لپاره ډېره اغیزمنه وګڼله. 

ځلا نور د جایزو مبارکي ورکړه او نظر یې دا و چې دا شعرونه یوازې د دوی غږ نه بلکې د افغان ښځو غږ دی. دا چې د دوی غږ او احساس ته دومره قدر ورکړل شوی دی او جایزه یې ګټلې ده ده خوښي ځای دی. 

ملالي کلیواله چې د جنید د جایزې د لومړی مقام ګټونکې ده د دې بریا مبارکي یې د ګروپ ټولو غړو ته ورکړه او د دوی له هڅونې او ستاینو یې مننه وکړه. دې وویل چې د جایزې ګټلو ډېر مثبت تاثیر پرې کړی دی. دا یې خپلو مسوولیتونو ته متوجې کړې ده. خپل فعالیت به ډېر کړي د داسې ښځو غږ به شي چې غږ نه لري. دې وویل چې دې بریا دا پخپله شاعري میینه کړه.

ځولۍ لمن له استاد جنید مننه وکړه او د بهیر او ګډونوالو یې هم قدرانی وکړ. دې زیاته کړه چې د ګټلو وروسته حیرانه شوه ځکه خپل شعر یې وروستیو ورځو کې جایزې ته لېږلی و پر خپل کار یې دومره باور نه درلود او د جایزې له ګټلو وروسته یې زده کړل چې موږ باید پر خپل ځان او کار باور وکړو. 

ځولۍ لمن وویل، که بهیر نه وای ښايي هېڅ وخت یې جرات نه وای کړی چې خپل شعرونه جایزې ته نوماند کړي. د دې لپاره د جایزې معنوي هڅونه تر هر څه مهمه ده او غواړي چې د جایزې پیسې چې ۳۰۰ ډالره دي، د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ته ډالۍ کړي.

 اغلې لمن زیاته کړه، دا چې د بهیروالو هیله ده چې خپله مستقله ویبپاڼه ولري ممکن زما د جایزې پیسې د بهیر د ویبپاڼې په جوړولو ولګېږي. 

د غونډې دویمه برخه د بهیر د تیرو میاشتو د فعالیتونو ارزیابي ته ځانګړې شوې وه. دا پوښتنې هم پکې مطرح شوې؛ ولې ډېرې بهیروالې نه شي کولی چې په اوونیزو غونډو کې ګډون وکړي؟ د غونډو د موضوعاتو په هکله مو نظر څه دی؟ ستاسو په اند اوونیزې غونډې او د بهیر فعالیتونه باید څه ډول وي؟ کوم موضوعات ولري؟ په کوم وخت کې وي او له کومې لارې یې لاسه رسی درته اسانه دی؟ 

شفیقې خپلواک وویل چې د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر په پام کې لري چې خپله ویبپاڼه او یوه انلاین مجله ولري.

ډاکترې شریفې شریف د بهیر فعالیتونه وستایل او وړاندیز یې وکړ چې بهیر دې ځینې باتجربه او مطرح لیکوال/ې دعوت کړي چې خپلې تجربې او پوهه شریکه کړي. 

مینا نظري وویل، که د غونډو وخت لږ وروسته شي ممکن ډېرې بهیروالې ګډون وکړای شي ځکه یکشنبه کابل کې کاري ورځ ده او د ماښام لخوا په  کور کې ډېر  کار وي. په پای کې یې خپله خوشحالي څرګنده کړه چې له ټولو ستونزو او تحولاتو سره سره ښځینه لیکوالې ځلېږي او جایزې ګټي.

اغلې نظري زیاته کړه، له لویو تحولاتو وروسته هنر یا بیخي کم رنګه کېږي او یا هم شعاري بڼه خپلوي خو دا ویاړي چې د بهیر د شاعرانو شعر نه شعاري شوی او نه هم ضعیف شوی دی.  

د امنې عزیزي وړاندیز دا و چې اوونیزو بحثونه دې ډېر شي او په اوونیزو غونډو کې دې فولکلور ته ډېره پاملرنه وشي. 

ځلا نور وویل، که د اوونیزو غونډو پر ځای په میاشت کې دوه غونډې ولرو ممکن اکثره بهیروالې پکې ګډون وکړی شي. اغلې نور زیاته کړه، چې د افغانو ښځو یوه مستقله مجله زموږ د هرې یوې ارمان دی خو که امکانات برابر شي چې یوازې انلاین نه بلکې چاپي مجله هم ولرو ډېر به عالي وي. 

میمونې کامران وویل، د موسم له بدلون سره ښه به وي چې د بهیر وخت بدل شي ځکه په ژمي کې ورځې ډېرې لنډې وي خو که غونډه په هر وخت کې وي دا به خامخا ګډون پکې کوي. اغلې کامران وویل دا خپل مسولیت ګڼي چې په وخت غونډو کې حاضره شي، ځکه د وطن ډېرې نجونې هیله لري چې داسې غونډو او بحثونو کې ګډون وکړي خو فرصت یې نلري نو د هغوی په استازیتوب باید ګډون وکړي او د هغوی غږ ووسي. 

دې په ټولو بهیروالو غږ وکړ چې بهیر ته له زړه کار وکړي او خپل شتون ارزښتمن وګڼي.

د امنې فنا وړاندیز دا و چې د بهیر وخت بدل او لنډ شي. دې زیاته کړه چې یوه اوونیزه غونډه یوازې د شعر او بله د کره کتنې وي لا به ښه شي.

منزې غفورزۍ وویل، دا به ډېره سخته وي چې داسې وخت دې پیدا کړو چې د ټولو لپاره دې ډېر مناسب وي. دې اړینه وګڼله چې بهیروالې دې باید لږ فشاز وګالي او کوښښ دې وکړې چې غونډو کې ګډون وکړي. 

د اغلې غفورزۍ وړاندیز دا و چې ځینې اصول دې ولرو. مثلا، که یو چا درې ځلې سر په سر په غونډو کې ګډون ونکړ‌ پوښتنه باید ترې وکړو. 

اغلې خاطرې ارمان د خپل کمرنګ ګډون دلیل د هغې کوچنۍ لور او د کور  مسوولیتونه وبلل او زیاته یې کړه چې  که د غونډې وخت بدل شي د ډېرو لپاره به ښه شي. دې وویل چې د غونډې موضوعات عالي او دلچسپه دي. 

تقوا برهان شکوري په دې باور وه چې که د غونډې وخت بدل شي. فعال ګډون به ورته ممکنه او نسبتا اسانه وي. دې زیاته کړه چې د غونډو موضوعات خوندور دي او ډېر څه ترې زده کېدای شي. 

حورې سپېڅلې وویل چې د شخصي ستونزو او کاري بوختیا له کبله ډېرو غونډو کې ګډون نشي کوی خو د بهیر فعالیتونه تعقیبوي. 

معصومې غرنۍ د بهیر فعالیتونه ډېر ګټور وګڼل. دې وویل چې په ډېره مینه په ټولو غونډو کې ګډون کوي. ددې وړاندیز دا و چې د لنډو کیسو د سیمینارونو غوندې دې نور معلوماتي سیمینارونه هم جوړ شي. 

د حوا خپلواک نظر دا و چې د غونډې وخت دې بدل شي او پرته له اوونېزو غونډو د بهیر نور فعالیتونه دې هم ډېر شي ځکه ډېرې بهیروالې د انترنېټ د ستونزو له امله په غونډو کې ګډون نشي کولی. 

ګلالۍ مومند وویل چې د بهیر فعالیت تر اوسه عالي روان دی. په خواله رسنیو کې فعالیتونه ډېر منظم دي او په تاند ویبپاڼه کې هم د بهیر راپورونه او لیکنې منظمې خپرېږي. ګلالۍ مومند د خواله رسنیو پر اهمیت تاکید وکړ چې له لارې یې د بهیر کارونه ډېرو خلکو ته رسولی شو. د غونډی د وخت په اړه یې وړاندیز دا و چې په غونډه کې د زیات ګډون لپاره چې د هیوادمیشتو ملګرو لپاره کوم وخت مناسب وي، هماغه سره به بهر میشتې ملګرې ځان برابر کړي.

د ځولۍ لمن وړاندیز دا و چې د اوونیزو بحثونو لپاره دې د فولکلور په بېلابیلو  برخو باندې بحث وشي. د بهیر و ویبپاڼې او مجلې لپاره یې پر جدي کار او منظم پلان تاکید وکړ.

 هیلې پسرلی وویل، د بهیرونو د کامیابي لپاره دوام او تولید ډېر مهم وي. تر اوسه پورې د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر دا دواړه ځانګړنې لري او ډېر کامیابه روان دی. 

 اغلې پسرلی وویل، ډېره مهمه ده چې داسې یو ځای ولرو چې د بهیر ټول فعالیتونه پکې منظم خوندي شي. د بهیر د ویبپاڼې په کار کې زحمت او جدیت پکار دی. د لومړي ګام لپاره کولی شو له تاند ویبپاڼې وغواړو چې زموږ بهیر ته جلا او ځانګړې برخه جوړه کړي که مو ټول مواد په یوه ځای کې خوندي وي بیا به یې د بهیر سایټ ته انتقال هم اسانه وي.

دې د بهیر د فعالیتونو د لا ډېر نظم لپاره د ځینو اصولو جوړول هم اړین وبلل مثلا هر ادبي بحث دې دوه اوونۍ وخت ولري او په دوه اوونیو کې دې خپور شي. 

اغلې پسرلی دا هم وویل چې د نورو لیکوالو له تجربو استفاده به ډېره ګټوره وي. په پای کې یې وویل چې د ګروپ ټولو ګډونوالو د فعاله ساتلو لپاره دې پرته له شعر او کیسې نورو برخو ته  لکه ژباړه، کالم، مقالې یا خاطرې هم ډېره پاملرنه وشي او د اوونیزو غونډو برخه دې شي. 

د اوونیزو غونډو د وخت د بدلون موضوع د بهیر په ګروپ کې هم شریکه شوه او د اکثریت په خوښه فیصله دا وشوه چې راتلونکې غونډه به د کابل په وخت نهه بجې پیلېږي. دا فیصله هم وشوه چې د هغو شخصیتونو یو لیست دې جوړ شي  چې بهیر غواړي د وینا او لکچر لپاره یې دعوت کړي.   

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور (۱۷) / خدیجه نسا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب