جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد اباسین (غورځنګونه) ډاكټر ځلاند

د اباسین (غورځنګونه) ډاكټر ځلاند

(غورځنګونه) د اباسین یوسفزی لومړی شعري ټولګه ده، چې په کال ۱۹۹۴ کې په لومړی ځل په کوزه پښتونخوا کې چاپ شوه، د اباسین غورځنګونه دومره مقبولیت یې ترلاسه کړ چې دا دى اوس د نهم ځل لپاره له چاپه را ووته.

ښايې په نننيو شاعرانو كې اباسين يوازنى شاعر وي چې شعري ټولګه يې نهه واره چاپ ته رسېږي، له دې معلومولى شو چې د هغه شاعري په ټولنه كې څومره مينه وال لري.

 اباسین یوسفزى زه يوازى د شاعرۍ له مخې پېژنم او په دې وروستيو كې يې د شمشاد ټلوېزون له لارې د حجرې پروګرام چې د پښتو له پېړيو پېړو را روان دود دى وينم. په دغه پروګرام كې چې لوستونكى تر پوره اغېز لاندې راولي د اباسين صيب استعداد نور هم سيوا كېږي، په نادر ډول موږ خپلو پخوانيو كيسو ته ستنوي، په درنګ ساعت كې ماضي زموږ په وړاندې په ژوندۍ بڼه كېږدي، دا وخت چې د پښتو په لرو بر وطن كې اور بل دى، داسې پروګرامونه، كله كله د لېدونكي په سترګو كې اوښكي ټوكوي، ځكه زموږ حجرې د مينې، حجرې وي، خو اوس مو هره ورځ په دغو حجرو كې د ناځوانه جنګ له لاسه فاتحه خوانۍ كېږي. خو زما موخه د اباسين صيب كتاب د اباسين غورځنګونه دي كله چې مې غورځنګونه ولوستل، ډېر نوي توكي مې په كې وليدل، او ماته يې په ټولنه كې د مقبوليت لوى راز دا هم په ګوته شو چې اباسين صيب په خپله شاعري كې چې هره موضوع را اخستې نو، په پوره برلاسي ډول يې شاعرانه كلمات ورته پيدا كړي دي، او هر بيت يې دومره شاعرانه وي، چې لوستونكى اړباسي چې بيا بيا يې مطالعه كړي. زه يې له څو ځلې بيا بيا كتو وروسته دغو څو كرښو ته اړايستلى يم.

د اباسین له غورځنګونو په ښکاره معلومېږي چې د فطرت د ښکلا په غیږ کې را لوى شوى، د فطرت له هرې ښکلا سره ښه په باریکۍ اړیکې لري او لکه د اباسین په شان له هرې ښکلا سره د راکړې ورکړيې نږدي اړیکه ساتي، د پښتنو وطن او ژبه خداى داسې شاعرانه پيدا كړي دي، كه څوك لږ هم د شعر خوا ته تمايل ولري، شهكار كولى شي، خو كه په شعر كې د اباسين غوندي وړتيا ولري نو هغه سيمه چې په كې زېږېدلى او له ماشومتوبه يې د فطرت په نظارو روږدى كړى وي، هغه خو به په دې لاره كې بلا كوي:

د ملاکنډ شانې مې سر درته اوچت دی کنه

مینه مې کړې خو والله که مې سجدې کړې دي

او یا دا:

یو ځل چې څوک د ملاکنډ د سینې پۍ وروي

مریض د حسن شي بیا بې له سواته نه جوړېږي

اباسین ښکلا پرست دى، دا ځكه د ده سيمه د ښكلا هغه سيمه ده چې په لرغونو تاريخونو كې يې دومره يادونه شوې چې ان تاريخونه په ستړي شوي دي،دا ځكه چې دلته وخت ثابته كړې چې تل هغه سيمې په تاريخ كې ژوندى پاتې شوې دي چې يا خداى پاك طبيعي ښكلا وركړې او يا د بلخ غوندي ورېښمو تاريخي لارې وې، خو اباسين د هرې ښکلا هغه که په مادي توګه یا فطري توګه ټوکېدلې ده، زبردسته شاعرانه كړې ده:

زه ګل چین نه یم یارانو خو څه چل دي

چې سپرلي شي نو ګوتې مې تخنیږي

یا داچې:

یو اننګي بل دې سرخي د شونډو

لکه اورونه چې اورونه سیزي

اباسین د ترکیبونو په انتخاب او جوړښت کې له ډېر پام کار اخیستي هغه زاړه ترکیبونه نوي کړي او نوي ترکیبونه يې په ډېره ځېركتيا سره جوړ کړي دي:

زړه مې رپي ځواني مرګی غوندې وخت دى

د ارمان شونډه مې شنه ده، خداى دې خیر کړي

یا داچې:

د بېلتون غرمه چې سره شي د یادونو واورې پاڅې

د دیدن شېبې پرې وکړه په زخمونو مې سوکړه شوه

او یا:

دا دې نم د تورو سترګو نه را څاڅي

که غزال د اوبو غاړې ته بندي دی

اباسین د معني او بدیع ډېرو صنعتونو ته هغه کې نوي تشبیه ګانې دي، استعارې دي او که بدیعي صنعتونه دي په نوي ډول وړاندي کړيدي:

په والله چې به خدایان شي که دا ښکلي چا خبر کړه

په نظر د زمانې کې د دوى دومره مرتبه شوه

یا لکه دا:

خدایه اباسین د میو راولي چې وڅښو

نه شو ګرځېدلى هر ماښام په میخانه کې

اباسین د اباسین کلمه یا لفظ په داسي توګه د هر غزل په مقطع کې راوړي چې په هر بیت کې ځانته معني او د یو نوي سمبول په توګه استعمال کړي ده:

ستا محبت مې په سینه کې غورځنګونه وهي

دې اباسین ته به تر څو پورې بندونه تړم

خو بل ځاي:

فطرت د اباسین په برخه کړي غورځنګونه

چې درومي په مستۍ نو خلق وایې چې مغرور دی

خو دلته بیا:

خپل وطن دې تږی پرېښوده اباسینه

چرته ځي په شاړو باندي زما نا اوري

اباسین د غزل له نوښت او د غزل د نویوالي سره له هر بل شاعر ډېر کوښښ کړى او داسي ښکاري چې پښتو د نوي عصر د مخکښو غزل پنځونوکو په سرلارو كې شمېرل كېږي، هغه د غزل نو یوالي نه یواځي د معني او بدیعي صنعتونو په ځاى استعمال له مخي کوي، بلکې نوي مضمونونه او نویوالي په کې راولي، هغه د سولیدلو او کلشيې قافیو او ردیفونو له استعمال څخه ډډه کوي، نوې مضامین په نوي بڼه په غزل کې وړاندي کوي:

زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي

ما له افسوس د خپلي مینې په انجام راځي

تر پایه

او یا د غزل:

بې لتانه خو جهان خالي خالي دی

ژوند مې څه دی خو یو خوب د لیوني دی

تر پایه ….

د اباسین شاعري د پښتنو ټول فکري، جذباتي، خیالي او احساساتي ستونزي هغه که په کوزه پښتونخواه کې دي او که په بره پښتونخوا کې ټولو ته پداسي توګه اشاره کوي لکه دى چې د پښتنو په ټولو سیمو کې اوسېدلى او پاتي شوي وي، د نن ورځي د پښتون هره ستونزه یې خپله ګڼلي او هغه ته يې د شعر په ژبه روح ور بښلي :

اباسین پکښې غورځنګ وهي ژوندی دی

که زما وطن په مړو باندې حساب دی

یا لکه:

ربه ستا د دې کرم شکر ګوزار یم

زما سوچ له دې افغان رنګونه ورکړه

بل ځاي وايې:

د رب د پاره پښتنو ځانونه وپيژنئ

ستاسو د پاره خو به ځان له پیغمبر نه راځي

د اباسین د غزل یوه ډېره ښکاره او باریزه نکته هغه د شرنګېدلو کلمو او لفظونو انتخاب دي، چې د اباسین څپي د ډېرو سندر غاړو په خوږو غږونو زمزمه شوي او هر چا تر غوږه رسېدلې دي. دا لاندي غزل به هر چا اورېدلى وي او هر چا چې يو ځلي اورېدلى وي ، نو ضرور به يې بار بار اوریدلي وي:

اوس چې کوم طرفته ځي زړه به دې لوېږي

زما یاد به درته لارو کې ټوکېږي

په دې هيله چې زموږ د غه ګران اباسین خپل غورځنګونه همداسې څپڅانده ولري، خو بې له شكه په پښتو كې به داسې شاعران د پښتو غزل اسمانڅكو ته ورسوي او زه خپل لاسونه د اباسين لپاره په دعا لپه كووم، چې الله دې د ده شاعرانه رياضتونه نور هم په غوځنګونو لري.

په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب