سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبد سکندر خان خټک د زامنو په اړه يوه توضيح

د سکندر خان خټک د زامنو په اړه يوه توضيح

استاد معصوم هوتک

د سږکال (١٣٩١ش) په حمل مياشت کي په کندهار کي وم چي زما څېړنيز کتاب (پښتو متون سمېدل غواړي) له چاپه راووت او زما لاس ته هم په همدغه وخت کي راورسېد. د دغه کتاب په ٢٩٥ مخ کي د سکندر خان خټک پر شمايلنامه او پندنامه باندي د بحث په ترڅ کي د هغه د دوو زامنو (انورخان او منورخان) د نومونو په باب هم خبري سوي دي او د منورخان د نامه پر سموالي باندي شکمنتيا ښوول سوې ده. د دغي برخي د ليکني پر وخت زما سره يوازي د کابل چاپ شمايلنامه او پندنامه پرته وه. د سکندرخان خټک دېوان راسره موجود نه وو. د شمايلنامې او پندنامې په ١٢ مخ او ٣٣ مخ کي د دغه دېوان په حواله د دېوان د شاعر سکندرخان خټک له کلام څخه دوې څلوريځي رانقل سوي وې، هورې د شاعر د دوو نيمه خوا زامنو نومونه (انور او منګل) ليکل سوي ول.

انور چي ياد کړم ژاړم په کوکي

منګل مي داغ کښېښود د زړه په څوکي

اجل شاهين وو، په سکندر راغى

د زړه ئې وويستې د فراق نوکي

    او بله څلوريځه:

انور منګل لاړل په ښه ځواني

زما ئې خاوري کړه زندګاني

سکندره مخ کړه په ويراني

ژاړه اوس تښته په وداني

    په شمايلنامه او پندنامه کي لومړۍ څلوريځه د سکندرخان خټک د دېوان د سريزي د ١٤ مخ په حواله او دوهمه د ٢٩٩ مخ په حواله راوړل سوې وه.

   د دغو دوو څلوريځو له مخي ما د (منور) په نوم د سکندرخان د زوى په باب شکل ښوولى وو ځکه په څلوريځو کي د هغه نوم (منګل) بلل سوى دئ.

     اوس چي مي په کندهار کي د علامه رشاد په کتابتون کي د سکندرخان خټک دېوان وکوت، هورې مي ولوستل چي ارواښاد کامل صاحب د سريزي په ١٤ مخ کي د منورخان له نامه سره کښلي دي: “چه د منګل په نامه ئې هم يادوى”. دغه وضاحت د شمايلنامې او پندنامې په سريزه کي نه دئ راغلى او څرنګه چي زما سره د سکندر خان خټک دېوان موجود نه وو او پخوا مي هم کتلى نه وو، نو د منور نوم راته مشکوک ښکاره سو. که د شمايلنامې او پندنامې د سريزي ښاغلي ليکونکي د مرحوم کامل صاحب دغه پورته توضيحي جمله راوړې واى، يا ئې د سکندرخان له کلام څخه په هغه مرثيه استناد کړى واي چي د دېوان په (٣٥٠مخ) کي راغلې ده او هورې ئې د (انور او منور) نومونه راوړي دي، نو زما د شک ښوولو له پاره به هيڅ ځاى پاته نه واى.

  نتيجه دا چي د سکندرخان خټک په زامنو کي د (انورخان او منورخان) په نومونو دوه تنه سته او منور خان ئې د (منګل) په نامه هم ياد کړى دئ. په دې باب زما شک اوس ليري سوى دئ او د (پښتو متون سمېدل غواړي) د لومړي ټوک په بل چاپ کي بايد د شک دغه څرګندوونکې جمله را نه وړل سي.

محمدمعصوم هوتک

کندهار – ١٢/ ثور/ ١٣٩١ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب