دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد فن سمندر، د سمندرفن/ عنایت الله خان دیدار

د فن سمندر، د سمندرفن/ عنایت الله خان دیدار

له ځانه چورلي ناخبرلکه مرید د رحمان
د چا تلاش کوي چې نه کوي دمه سمندر
(طاېرځلاند)

په کوریو لېوني اودغږچینه کې د خاکي بنده ذهن اوحواس بوخت دي.
خدای خبر، چې وفا سمندربه مونږله څه رایادوي !!؟

دی به زموږ د لاشعورپه تیارو او د وجود په لرې ویرانواوکنډوالو کې د کوم ماضي په یاد کې ساندې او سندرې وايي؟ دی ذره په دریاب کې ورکول غواړي اوکه دریاب په ذره کې محسوسول غواړي؟ دا د کومې ورکې تلاش دی چې خاموشه سمندریې په کوکارو راوستی دی؟دا د کوم محرومیت جبران دی چې له هرڅه سره سره یې د خاورو او خټو انور په نشت مین کړی دی، دا کوم کړنګ دی چې طرف یې نه په سرونو، نه په عناصرو اونه په شپږوخواوو مالوم دی؟دا کوم جنون دی ، چې په سترګویې د لېونتوب پړدې غوړېدلي دي؟دا څه دي چې د سمندرپه خودسریې بې خوده کړی دی او رازونه یې پرې ویلي دي؟ د دې مجنون سرپه کومو شکووککړدی چې د سارا ټولې تیږې یې اړولي دي ؟دا کوم اضطراب دی چې کله یې ځان ته په سجده کړي اوکله جانان له ؟ دا د کومومیومستي ده ،چې د خپل وجود ویدو بیابانونوته یې بې وجوده اوبې زبانه بېولی دی؟ دا کومه لمحه فراموشي ده،چې د ټکوسمندریې دلاشعورپه تیاروکې د خپل ذات په تلاش ستومانه کړی دی؟دا کومه مجبوري ده،چې ناممکنات د ممکناتوسره تړي؟
د دې ټولوخبروجواب یودی اوهغه:

زموږ تل کې څپانده بژژژژس د سمندر د څپو غږ دی.

انوروفا سمندر

(د غږچینه ۱۵م مخ)
بل ځای وايي:
دا جسم زما کور دی.

زه په دې کورکې د خدای لیدلو او اورېدلو ته راووتم.
زه په دې کورکې د کلام او رڼا په ډک جام پېښ شوم.

اوس زه وتی یم.

بدن ته ګورم او وایم؛ ژوند عجیبه باد او باران و چې پردې جسم تېر شو.
ارواح یوازې له خدای سره اوسي؛ او ددې هرڅه کور یو دی.
دوجودونود دې لوبې بل لوبغاړی رحمان بابافرمايي:

مخ دیارمې هسې نقش دی په زړه کې
نه پوهېږم چې رحمان یم که جانان یم ؟

مونږد عشق په کوم مقام ولاړیو؟داکوم حداوسرحددی، چې بنیادم خپل وجود پوپنا کړي اوهرڅه د خپل جانان دذات حصه ګڼي؟

  حمزه باباویلي و:

داته چې ښکارې کله نه ښکارې
کله مې زړه کله لېمه ښکارې
چې تاته وګورمه زه ښکارم
چې ځان ته وګورمه ته ښکارې

غني خان وايي:

دارنګ زمادسترګونه دی رنګ دی دجانان
داشرنګ زماسینه کې دپښوشرنګ دی دجانان
منصورخوپخواډوب شوداتش نوردی دجانان
دانه دی منصورنه دی داسروردی دجانان

من که درذات اوشدم فانی
کی به صفات می بینم

د روم مولاناجلاالدین محمدفرمايي:

صدهزاران حشردیدی ای عنود
تاکنون هرلحظه ازبدو وجود
ازجمادی بی خبرسویی نما
وزنماسویی حیات و ابتلا
باز سوی عقل وتغیرات خویش
بازسوی خارج این پنج وشش
تالب بحراین نشان پایماست
پس نشان پا درون بحرلاست
منصورته منسوب شعردی:
بینی وبینک انی الیازعنی
فارفع بلطفک انی من البین

(زمااوستاپه منځ کې(زه)دی اوجنګیږي ـ په خپل کرم دې دا (زه)له منځه وباسه)

دیونانیانودشرابواوسرور خدای ګوټي (وایونیسیس) عبادت کوونکیوبه شراب وڅښل د کېف اومستۍ په حالت کې به یې نڅاګانې اومستۍ کولې، هغوي عقیده لرله چې د وجد او حال په حالت کې دیوتا په هغوي کې دننه حلول کوي. د دې ډلې یوبل کس د فیثاغورث شاګرد ارفیوس و،هغه وویل ،چې ژوند خفګان اودنیا د روح زندان دی. تردې وروسته ناېدیس د(یوه وجود)نظریه وړاندې کړه.هغه وویل: وجود هماغه یولوی حقیقت دی،چې پرټولو کاېناتو محیط دی.

زماپه خیال دټولونه بنیادي خبره داده،چې سمندرصېب خپل ځان،جهان اوجانان ورک کړی دی .دی له لاشعورنه له لاشعورسره خبرې کوي.دی لکه دفلاطینوس له روح اولاشعورسره کارلري.وجودبیخي په نظرنه ورځي.فرفوریوس دفلاطینوس په اړه لیکي:

«هغه به په دې خبره شرمېده ،چې دومره پاک روح ولې په خاورین جسم کې بندي دی؟یوه ورځ یو ملګری له یوه انځورګرسره ورغی،چې تصویریې وکاږي، فلاطینوس هغه منع کړو،ویې ویل:ته چې دکوم څيزتصویرکاږل غواړې(یانې ظاهري جسم)هغه زمادذات حقیرترینه حصه ده.»

سمندرخپل ټکي په ابهام محکوم کړي دي،ملګري وايي،چې مونږدسمندرپه سکون اوحرکت نه پوهېږو،دی له مونږنه ډېرهاخواروان دی اوله ځانه سره غږیږي.
یوه ټپه رایادیږي :

خلک چې څه وايي ریښتیادي
زماپه سپینه لمن تورولګېدنه

فطرت به لاپه ځان کې راغونډوي،خوانتشارهم څوک دی .په دې موقعه اوددې خبرې دتورې ،سپینې په اړه زه مکتوبات شلرته ورځم .شلرته دهغه یوملګری لیکي:

  «پرمادفني تخلیق چینه وچه شوې ده»

شلرد هغه په ځواب کې لیکي:

«ددې وجه داده چې ستافکرستاپروجدان حاوي شوی دی ،اوکله چې په زړه اوذهن باندې هجوم راوړي او دهغوخیالاتوپه سختۍ سره جاېزه واخیستلی شي،نودتخلیق عمل ته لازماًزیان رسیږي اوتفکریې ترهغې جاېزه نه شي اخیستی،څوپورې چې هغه له نوروخیالاتوسره مربوط نه کړي.کره کتونکي دې کېفیت ته د تخلیق کارجنوني حالت وايي، مګرپه اصل کې همدادتخلیق اصلي رنګ دی.»

د سمندرصېب په هکله زماهم دارایه ده ،زه دامنم،چې دده ټکي په ځینوځایونوکې بې امتزاجه دي اومنظم تسلسل ورنه ورک دی،خو د فراېډداخبره هم هېرول نه دي :

«دارټ عظیم شاهکاردیوه خوب په څېروي،ځکه چې دا دواړه لاشعوري عملونه دي ،خوپه دې کې فرق دادی،چې خوب یومخ لاشعوري وي اوپه نظم کې د شعور دخل اوتصرف اړین وي»

دسمندرفن دنفس انساني له ژورو اودلاشعورله نامالومې دنیاسره تعلق لري. ارسطو ویلي و،چې هرفنکارپه مالیخولیااخته وي. اوفراېډوايي،چې هرفنکارپه نارسیسیزم اخته وي،په یوه لېوني اوفنکارکې هېڅ توپیرنشته دی اوکه دی،نوهغه دا دی،چې لېونی په خپلوتخیلاتوکې ورک پاتې کیږي اوفنکاردريښتیاوونړۍ له واپس راځي.دتخلیق په کارکې فنکارکوم مستقل شخصیت نه لري،هغه د لاشعود ړندو قوتونوپه لاس ورځي اودیوې وسیلي په توګه ورڅخه کاراخلي» نوځکه خوژنګ وايي،چې ګوېټې فاوسټ نه وتخلیق کړی بلکې فاوسټ ګوېټې خلق کړو.

د شک بلاخوړلی سمندر دکانټ په شان په ميټافزیک باندې فکرکوي،فرمايي:
«تر هغه چې یوې مور زېږولم، زه چېرې وم؟

تر هغه چې یوه پلار نومولم، په څه نومېدلم؟

تر هغې چې د کلي، قوم، دود، تاریخ واسکټونه او خولۍ یې را اغوستلې؛

پر سر را ایښوولې

زه څه وم، څوک وم؟؟؟»
(غږاورڼازماوزرې ۲ مخ)

غني خان ویلي و:

دازه څه له ولې جوړشوم؟
خبرنه یم نه پوهېږم
حقیقت مې نشته بادیم
مستول کوم مستېږم
په خنداکې مې ژړاده
په خفه سترګوخندېږم

وفا د شک په کوم حد او سرحدولاړ دی، چې هاخواګوري او داخواحقیره ګڼي اویاپه نظرنه ورځي؟ اویالکه دی ،چې ددې لوبې لوبغاړی نه وي!! د ده د سترګوڅنګه نظردی،چې محسوس نه محسوسوي اودنامحسوسوڅیزونوپه شداومدخبرې کوي؟ ده، جوړې د خپل فن اوفکردنیا ،هااااغې تیارې ته پرېښې ده، کومې چې زموږ د اجدادو، زموږ د راروان پېراو زموږشریکه ده؟ کرل ګوستویونګ جوړې ده ته ویلي دي: «هرهغه څوک چې په هنرکې دیوې ازادې ارادې خاوند دی اویوهدف لري هغه سړی هنرمند نه دی ، بلکې هغه څوک هنرمند دی، څوک چې هنرته اجازت ورکوي چې دده په وسیله خپل مرام ته ورسیږي.»نوځکه خوسمندرپه ابدي اصولو روان دی،په کومو چې لا د دې دهر ډېرې سترګې ناخبره غړیږي.
د غږ د چینې نه اوازراځي:

«زه هغه مینه، هغه چوپ خوند، هغه نا شمېرلي هوسونه نه وینم. څه شی نه دي پاتې.

هغه د خاطرو ښار له ما وتی.

زه د ځمکې او آسمان، سیند او توفان، اور او خاورې یوه سره دوړه وینم،
چې دلته په دغه پروت بدن کې را غونډه شوې او زما نوم ورباندې سیوری جوړکړی.
پښې او لاسونه، سترګې او غوږونه، خوله او پکې ویده غاښونه ګورم؛
خو زه نه یم. دا بدن خالي دی، تش دى.

كالبوت زما نښې نلري. د مینې او اګاهۍ ګوربت له دې بدن څخه الوتی.»

سمندرله ځانه کډه کړې ده اودامجنون په داسې سارا اباددی،چې هلته دچادپښویونیم ،نیم وران شوی خاپ پاته دی اونوره په نشت محکومه ده .دی په دې ساراکې دشهرت لپاره دټکوسوداګري نه کوي.په ټکوثناکوي،وجودلوبوي اود ممکن او ناممکن په سودا مشغول دی،که ځان یې وموندو،نوددنیاکورته به ډېرې ګټې راوړي اوبیابه ددې وخت دې سېفو له سېف الله خان وایو. سمندردفرایډاوژونک دلاشعوري لټون ملګری دی.اوس خوساراده ټکي دي اوجذبې دي.سمندرپه همدغه تشه سارامین دی ،دی سمندردی ،خوسارایې هماغه شان ساتلې ده ،لکه څنګه چې وي:
دهندوستان د(زن)دفلسفې په یوه حکایت کې راځي: «دباغ خاوندراغی ،مالي ته یې وویل ،سباته باغ ښکلی کړه څوک ورته راځي.سباشو.دباغ خاوندراغی مالي باغ له پاڼوپاک کړی و،خاوندیې ولید،ونې ته وروخوت پاڼې يې څنډوهلې مالي ته یې وویل: باغ اوس ښکلی شو. »

سمندرهمدغه څه وايي.دغږدچینې نه اواز راځي:

راځئ يوځل هسې ځان تجربه كړو چې هېڅوك را پكې تكرار نشي.
راځۍ نه تکرار شو او نه د زاړه او تللي متن تکرار واوسوو.
خو څنګه؟ «ای دهوش اوعقل درڼابله مشاله!»
فرمايي:

«په هېڅ راز له الهي رحمت څخه بې برخې نه یاستۍ؛
مګر دا چې هغې مینې او محبت ته څټ کړئ چې ستاسو لپاره ډالۍ شوې؛
د مینې اقلیم چېرې نه دی؛ یوازې په ځان کې سفر وکړﺉ؛
تاسو هر یو خپل وړوکی کیهان یاست.»

مینه شته؛ خو چې مینه­ګر شو؛ خو چې ومنو خدای موږ هېڅ مهال په ځنځیرونو نه یو تړلي؛

خدای شته؛ مینه شته؛ ټول لوست همدا دی.»
بل ځای وايي:

زمانه د مړو، تللو، ډبره شویو غږونو هدیره ده.
زمانه نشته؛ زمانه اوس ده او اوس غږ دی.
زما زمانه همدا غږ دی. زه اوسنی یم؛ اوسنی غږ!
یوه بزګرکارکاوه؛

د هغه د لاس پرتڼاکو او د وچولي پرخولو وریځې، غنم، جوار او شنې شوتلې را وټوکېدلې
او دې ټولو خدای یاداوه او دومره غږونه له چوپه خوله بزګره راوتل؛
خو هغه ټولو بیسواده ګاڼه!»

… او اقلیدس ته دیوه امیر زوی کېناست ،اقلیدس څه ورزده کړل ،هغه وویل :
«ددې مسئلې دیادولوګټه ؟»

اقلیدس خپل غلام راوغوښتو،ورته ویې ویل:
«دې امیرزاده ته ددې مسئلې دزده کړې په بدل کې یوه اشرفۍ ورکړه اورخصت یې کړه.»

… اوسکندراعظم وویل څه شی وغواړه .دیو(جانس)وویل: «یوخواته شه اولمرپرېده،چې پرماراپرېوځي»
سکندروویل: «که زه سکندرنه وای نوله ځانه مې دیوجانس جوړولو»
که سمندر،سمندرنه شي،نوڅوک شي ؟په چاکې ځان ورک کړي ،ځان له چانه نقل کړي ،دچاله سترګونه خپلې سترګې راوژباړي ؟مونږله سکندراعظم نه دیوجانس جوړول غواړواوکه له دیوجانس نه سکندر؟زه به ووایم :
هې اوربهي دنیا مین سخنوربهت اچهې
کهتې هې که غالب کا هې اندازبیان اور

…اومونږسترګې غړوو اوګورو :
کل في فلک یسبحون.
او ګورو:
سبح لله مافی السموات ومافی الارض وهو العزیزالحکیم.
اوهمداسې به ګورو….:
مالکم لاترجون لله وقارا.
غږچینه وايي:
«خدای شته؛ مینه شته؛ ټول لوست همدا دی.»
بیشکه !
لا ریبه فیه.
د سمندرپه حق کې:
یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!یا!
یاهووووووووووووووووووووووووووووووووووووو!!

(سبحانک لاعلم الناالاماعلمتنا انک انت العلیم الحکیم)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب