پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودذوقونه بدلېږي/ لیکوال: اسد الله غضنفر

ذوقونه بدلېږي/ لیکوال: اسد الله غضنفر

زه چې مهاجر كېدلم په هغه وخت كې د ادرس كلمه يوازې د پتې په معنا وه مګر وروسته يې په وطن كې د لوستو كسانو په ژبه كې نورې معناوې هم پيدا كړې . اوس اورو چې مثلا ، پلاني د كرزي له ادرسه وويل ، يا ، پلاني د كرزي په ادرس دا خبره وكړه. زه په تېرو څو كلونو كې ورو ورو له ګڼو هغو كلمو سره عادت شوم چې ما تر مهاجركېدو دمخه نه وې اورېدلې . البته ، د ادرس د نوي استعمال په شمول ځينې دغه كلمې مې تر اوسه لا ذهن و ذوق نه دي منلي .

   يو شمېر كسان د منلو او نه منلو بحث له سموالي او نا سموالي سره غوټه كوي خو حقيقت دا دى چې له زړۀ او ذوق سره هم تعلق لري. په نويو مودونو پسې معمولا زلمي ډېر ګرځي. د ډېر عمر تر كسانو د كم عمر كسان په ژبه او ادب كې تغيير په اسانه مني . يوه ورځ يوه مشر استاد راته وويل چې د ( روغتيايي ) كلمه يې په غوږونو بده لګېږي. ما چې فكر وكړ ، علت يې دا و چې د روغتيا كلمه يې په ځوانۍ كې اورېدلې او منلې وه مګر ( روغتيايي ) وروسته عامه شوې وه او دۀ ته يې اوس منل سخته وو.

   دغه راز، په يوه كلچر كې چې تغييرات راځي ، په تغييراتو باندې ممكن هغه څوك ډېر شكونه څرګند كړي او عيبونه پكې ومومي چې د نوموړي كلچر په باره كې زياته مطالعه او تجربه لري . زياته پوهه بنيادم احتياط ته وربولي او ګامونه ورټكني كوي.

   په ديارلس سوه شپېتمو كلونو كې په افغانستان كې ليكنۍ پښتو ډېر نوي لغتونه خپل كړل. په دغه بهير باندې د ادب هغو استادانو ډېره نيوكه وكړه چې په شپېتمو كلونو كې په وطن كې نه اوسېدل. پوهاند ډاكتر تږى په پښتو نثر او ژبپوهنه كې د لوى نوم څښتن دى . دۀ چې د پاخۀ عمر كلونه په امريكا كې تېر كړل ، د دغو نويو لغتونو منلو ته هيڅكله تيار نه شو. د سرچينو اوبه ممكن په اوله كې هرې خوا ته وبهېږي خو ورورسته بيا خپل بستر مومي او د سين غېږه په اسانه نه پرېږدي.

   دا يوازې د عمر كموالى او د تجربى زياتوالى نه دى چې د ذوق په جوړېدا او په منلي حالت كې د تغييراتو په راوستا باندې اثر غورځوي ، دلته نور عوامل هم شته . البته، اكثره عوامل د خپلې زمانې زېږنده وي .

كله چې زمانه بدلېږي ذوقونه هم بدلېږي او موږ چې د تېرو خلكو ذوقونو ته ګورو نو ممكن فكر وكړو چې زموږ د زمانې منلى ذوق تر نورو بهتره دى خو دغسې فكر له خودخواهي او خوشبيني خالي نه دى . موږ اوس د پخوانۍ شاعري په ګڼو صنعتونو او تمايلاتو كې ښكلا نه وينو مګر كه پخواني په بد ذوقۍ تورنوو ، دا به بې انصافي وي. زموږ د وخت شاعران دغسې الفبايي تشبهاتو ته چې علي خان راوړي دي، مايل نه ښكاري :

   دا محراب دى كه لينده ده ، يا خو دال يا سر د جيم دى

   يا د وړكي اختر مياشت ده يا ابروى د دلربا دا

   دا الف دى كه شمشاد دى ، يا خو نخل د مراد دى

   يا دا قد يا ګلدسته ده ، يا خو سروه ده بالا دا

دا دې خوله كه سرچشمه ده د حيات ، كه ښكلى ميم دى

يا دبلى دى د ياقوتو يا طوطي دى شكر خا دا

په پخوانو شاعرانو كې به داسې كس كم وي چې د ليك او الفبا شكل د معشوق حسن نه وي ورياد كړى . د علي خان په څېر د دوه درې سوه كاله پخوا يو بل لوى شاعر محمدي صاحب زاده وايي :

پيچ و خم د باريك خط د يار په مخ دى

كه په كرښه باندې وينم زير و زور پروت

په تېرو وختونو كې زموږ په كلچر كې رسامي ته په ښه سترګه نه كتل كېدل او د رسامۍ د هنر محكوميت د سترګو تنده پيدا كوله . د الفبا د توريو په ښكلا پورې زړۀ تړل د دې تندې د ماتېدو يوه لاره وه. اوس چې دنيا له انځورونو ډكه ده ، د سترګو خوږولو ته ډېرې لارې پرانيستې دي . اوس د الفبا د توريو په حسن كې دومره زور نه دى پاتې چې د ميم سر دې د حيات د چينې سيالي وكړي. د معاصرې زمانې تحولاتو په هغه بل خط كې هم چې د زلمكو په مخ راټوكېږي، پخوانى اغېز نه دى پرې ايښى . د اوس وخت هيڅ شاعر د پخوانو په اندازه په كاغذ ليكل شوي خط يا په مخ راغلي خط ته نه دى ځير شوى . په اجتماعي نظام كې بدلون د ذوقونو د بدلانۀ تر ګردو لوى عامل دى .

   هر نوى مود په اوله كې د خندا ښكاري خو ورو ورو سترګې ورسره عادت شي او د خندا منبع د ښكلا منبع شي. موږ ممكن په واقعا بد رنګو شيانو هم عادت شو او بدرنګي پكې ونه وينو . زه كه څه هم د ادرس د كلمې په نوي استعمال كې بدرنګي وينم مګر د يوه شي بيا بيا ليدل او اورېدل د عادت سبب كېږي . دا ممكنه ده چې د ادرس له نوي استعمال سره عادت شم او دا هم ممكنه ده چې تر اخره ورسره مخالفت وكړم ځكه معمولا دا زموږ دلايل نه وي چې زموږ خوښه جوړوي بلكې دا زموږ خوښه وي چې دلايل ورته جوړوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب