چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونه‏د بشرحقونو نړیوال بنسټ: پر ملکیانو برید د پاکستاني پوځ ښکاره جنګي...

‏د بشرحقونو نړیوال بنسټ: پر ملکیانو برید د پاکستاني پوځ ښکاره جنګي جرم دی

تاند (شنبه د تلې ـ میزان ۲۶مه) د بشر حقونو نړیوال بنسټ پر پکتیکا د پاکستاني پوځي رژیم لخوا د کرکټ پر لوبغاړو برید په کلکو ټکو غندلی دی.

یاد بنسټ دا برید د ملکي وګړو پر وړاندې څرګند جنګي جرم او د نړیوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه بنسټ له نورو نړیوالو ادارو غوښتي چې، د پېښې او د افغان ملکي وګړو پر ضد د دوامدار تاوتریخوالي په تړاو بېړنۍ څېړنه وکړي او د دې عمل مسوولین د قانون منګولو ته وسپاري.

دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې تېر ماسښتن ناوخته پاکستان هوایي الوتکو پکتیکا کې پر ملکي کورونو هوایي بریدونه وکړل او پکې د کرکټ کورني لوبغاړي ووژل.

افغان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې له پاکستان سره راتلونکی شل اوره لوبلړۍ لغوه کړه.

بل لورته په یوه بل خبر کې بیا ‏د هندوستان «هندو» ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې، افغان ځواکونو په وروستیو نښتو کې پاکستاني پوځ ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی چې اسلام‌اباد یې لالهانده کړی دی.

راپور زیاتوي، افغان ځواکونو د سرحدي پوستو پر ضد دقیق او چټک بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې د پاکستان یو شمېر مهم پوځي تاسیسات زیانمن شوي او د هغوی دفاعي سیستم ګډوډ شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، دا بریدونه د افغانستان د ملي قوت څرګندونه کوي او ثابته کړې یې ده چې یو نوی ټوکېدلی خو باعزته ځواک هم کولای شي اټومي ځواک لرونکی هېواد حیران او بې‌وسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...