Homeخبرونهد پېښور عالي محکمې د پرېکړې هرکلی؛ د افغان هنرمندانو د ویزو...

د پېښور عالي محکمې د پرېکړې هرکلی؛ د افغان هنرمندانو د ویزو پر غوښتنلیکونو د پر وخت پرېکړې غوښتنه

خبریال: داودجبارخیل

هنري ټولنې د پېښور د عالي محکمې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د ۵مې نېټې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې پر اساس یې اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د افغان هنرمندانو او نورو غوښتونکو د پاتې ویزو او د ویزو د تمدید غوښتنلیکونو په اړه د قانون له مخې، غوره ده چې د ۶۰ ورځو په موده کې، پرېکړه وکړي.

د هنري ټولنې په وینا، افغان سندرغاړي، موسیقي‌پوهان او نور هنرمندان د سیمې د کلتوري میراث مهمه برخه جوړوي. دغو هنرمندانو د خپل ژوند ډېره برخه د هنر او کلتور د ودې لپاره وقف کړې ده. د هغوی قانوني او بشري ستونزې باید په جديت، خواخوږۍ او د عدالت له غوښتنو سره سمې حل شي.

ټولنه له اړوندو چارواکو، په ځانګړي ډول د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت او د کډوالۍ او پاسپورټونو له عمومي ریاست څخه غوښتنه کوي چې د محترمې محکمې د لارښوونو پر وخت عملي کېدل یقیني کړي او د اړوندو غوښتونکو پر غوښتنلیکونو شفافه، عادلانه او د قانون له مخې پرېکړه وکړي. غوښتونکو ته باید د خپل دریځ د وړاندې کولو او د اورېدنې مناسب فرصت هم ورکړل شي.

هنري ټولنه څرګندوي چې په یاده قضايي پرېکړه کې ټولو غوښتونکو ته په اتومات ډول د ویزې ورکولو حکم نه دی شوی؛ بلکې اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د قانون له مخې د غوښتنلیکونو په اړه پرېکړه وکړي.

«موږ د پاکستان له حکومت، اړوندو ادارو او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د افغان هنرمندانو د ستونزو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او هغوی ته فرصت ورکړي چې د قانوني کړنلارې له مخې خپلې چارې تنظیم کړي، څو وکولی شي خپلو هنري فعالیتونه دوام ورکړي.»

هنري ټولنه غوښتنه کوي چې د افغان هنرمندانو د ویزو او استوګنې اړوندې چارې د قانون، عدالت او انساني کرامت له اصولو سره سمې حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...