تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې ایران او روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر کمولو او له تروریستي ګواښونو سره د مبارزې په اړه ګډ نظر لري.
عراقچي ویلي: «موږ د افغانستان په اړه، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په مسایلو کې هم هوکړه لرو.»
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې شوې او د دواو خواوو ترمنځ د تګ راتګ او تجارت لارې هم تړل شوې دي.
په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوریف د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د دوامدار بندښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
خوریف په اسلاماباد کې یوې غونډې ته وویل، چې روسیه په افغانستان کې د پاکستان د پوځي اقداماتو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې او همدارنګه له افغانستانه پاکستان ته د وسلهوالو د اوښتو د راپورونو په اړه اندېښمنه ده. نوموړي په ځانګړې ډول د خیبر پښتونخوا امنیت ته اشاره وکړه.
هغه زیاته کړه: «د دې ستونزې هواری یوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.»
ایران او روسیه د افغانستان له اوسني حکومت سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو په ورته وخت کې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه هم څو ځله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو حکومت بیا هغه ادعاوې رد کړې دي، چې ګواکې د افغانستان په خاوره کې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. دغه حکومت ویلي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
خو له پاکستانه پرته روسیې، منځنۍ اسیا، ایران او چین تراوسه له افغانستانه خپلو هیوادونو ته د کوم ترهګر د اوښتو شکایت نه دی کړی.
ځینې افغان شنونکي وايي، پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو مقاومتونو په وړاندې په جګړه کې د پاتې راتلو له کبله پر افغانستان تورونه پورې کوي.