Home+​نا امني، بيړنى حالت او معدني زېرمې: له ډیورنډ کرښې څخه هاخوا...

​نا امني، بيړنى حالت او معدني زېرمې: له ډیورنډ کرښې څخه هاخوا رامنځته کيدونکې ننګونې

​لیکوال: عبدالوحیدوحید

​د پاکستان امنیتي دوکتورین له افغانستان څخه وروسته په خيبرپښتونخوا کې هم له ژورو ننگونو او ګواښونو سره مخ دی. د پاکستان د امنیتي ځواکونو له څو لسیزو پوځي عملیاتو سره سره لا هم په دغه هېواد کې د وسلوالو ډلو شتون او نا امني، د تلپاتې ثبات په رامنځته کولو کې د تاکتیکي بریاوو محدودیتونه او د امنیتي ځواکونو بېوسې په ډاګه کوي. اوس د يوه فرمان له مخي د ولس لخوا ټاکل شوي ایالتي حکومت ځنډول او د ګورنر راج (د والي واکمني) لګولو په اړه د اسلام‌اباد پرېکړه دغو اوږدمهالو امنیتي ننګونو ته نوی رنګ او نيرنګ ور زیاتوي. د ترهګري د رېښو ختمولو په هکله د د اوږدمهاله حل رامنځته کولو پر ځای، په پښتونخواه کې د مرکز واک پياوړى کول به يقيناً د ځايي ولسونو نارضايتونه او شکایتونه لا پسې ژور کړي، په ځانګړې ډول د لوړ ارزښت درلودونکو معدني زېرمو په برخه کې تازه رامنځته شوى صورت حال به ایالتي خپلواکي نوره هم کمزورې کړي.

​د سیمې تاریخي تجربې څرګندوي چې یوازې د نظامي ځواک په کارولو او له پورته څخه ښکته مديريتي کنټرول باندي تکیه کول، د ملکي وګړو زيانونو او ځورونې زیاتوي، ولسي باور له منځه وړي او په سيمه کې لا دمخه شته واټنونه نور هم ژوروي. تلپاتی ثبات د بېړني حالت د نافذولو له فرمانونو یا هم د جنګي عملیاتو له چټکتيا څخه ورهاخوا نورو بنسټیزو ګامونو پورته کولو ته اړتیا لري. امنیتي اړتياوې پوره کول اعتدالي فکر ته د ودې ورکولو او د ټولنیز-اقتصادي محرومیتونو د له منځه وړلو په موخه د اغيزمنو ګامونو پورته کولو ته اړتيا لرى. کله چې قانوني بهير له خنډونو سره مخ کيږي او فوق‌العاده ګامونه پورته کول د ټاکل شوو بنسټونو ځای ونیسي، نو چارواکي باید په عامه امنیت کې د پام وړ او ملموس پرمختګ رامنځ ته کول ثابت او د ولسي ټاکنو له مخي رامنځته شوى ملکي حکومت د بېرته فعالولو لپاره روښانه او باوري لاره باوري کړي.

​د پاکستان په حکومتولي، د کانونو په استخراج او پراختیا او له بهرنیو اړخونو سره د شراکتونو له امله رامنځته شوي بدلونونه  کولای شي په افغانستان باندې هم مهمې سیمه‌ییزې اغېزې ولري.  په وچه کې د ایسار هېواد په توګه، افغانستان سیمه‌ییزو ټرانزیټي لارو او متنوعو سوداګریزو دهلېزونو ته په باوري لاسرسي پورې تړلی دی. د اوږدمهاله او شفاف مديريت د افغانستان معدني شتمنۍ هم د اوږدمهاله او شفاف مديريت په درلودلو د پرمختګونو لپاره خورا لوړ ظرفیت لري. له همدې امله، کابل باید دغه سیمه‌ییز بدلونونه په پوره ځیرکتیا سره وڅېړي، په پانګونو او زیربناوو کې خپلې ملي ګټې له وړاندې څخه تنظيم او قانوني شکل ورکړي، خپل اقتصادي شراکتونه پراخ او متنوع کړي، د سیمه‌ییزې سوداګري او اتصال په ډګر کې د افغانستان د رول د پیاوړتیا تر څنګ خپله ستراتیژیکه خپلواکي هم وساتي.

​په پاکستان کې رامنځته شوې بدلونونه کولاى شي سیمه‌ییز ثبات ته له نوي سره بڼه ورکړي. بنأً افغانستان اړ دى چې له دودیزو جیوپولیټیکي اټکلونو څخه ورهاخوا  له درېیو بنسټیزو عواملو سره د مخامخ  هېواد په توګه وڅيړي چې په پښتونخوا کې سياسي مانورونه څنګه د طبیعي زېرمو په تړاو پرېکړو کې د خلکو د حقونو د څنډې ته کولو لپاره کارول کېږي. د پښتونخوا عيني او تراخه واقعیتونه، او دا چې په تاریخي ډول کابل د ډیورنډ کرښه یو مشروع سرحد نه، بلکې د بريتانوي ښکېلاک لخوا د افغان وطن ناروا وېش ګڼي.

​له پورته ياد شوي پېچلي سیمه‌ییز چاپیریال څخه د وتلو لپاره، کابل باید د خپلو طبیعي زېرمو په تړاو له مسلکي، مدبرانه او هوښیارانه مدیریت څخه پیل او روښانه ستراتیژیک لومړیتوبونه تعقیب کړي. افغانستان اړتیا لري چې د خپلو را ايستل کيدونکو معدني زيرمو لپاره شفاف، باوري او څرګند قانوني چوکاټونه رامنځته کړي. د مسئولانه بهرنۍ پانګونې راجلبول او په ورته وخت کې د فساد او لوټ مخنیوی، د رائلټي (حق الامتیاز) لپاره د شفافو جوړښتونو، پياوړى چاپیریالي څار او په کور دننه د پروسس کولو په برخه کې د الزاميت غوښتنه کوي، ترڅو د خامو معدني توکو په صادراتو باندي د اوږدمهاله تکيې پر ځای،  خپلواک ملي او تولیدي ظرفیت رامنځته شي.

​له دې سره په هممهاله توګه، افغانستان باید د ځمکنيو واقعیتونو پر بنسټ خپلو وړتیاوو او شرایطو ته په کتو، له پاکستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي، په سیمه کې د اوږدمهاله نیابتي تګلارو له کاپي او تکرار څخه ډډه وکړي، په يوه دهليز باندې د متکي کيدو له امله د رامنځته کيدونکو زيانونو د مخنیوي په موخه د خپلو ټرانزیټي او سوداګریزو لارو تنوع ته چټکتیا ورکړي. له مرکزي اسیا سره د رېل پټلۍ او سړکونو له لارې د نښلولو پراختيا، د ایران د چابهار او بندر عباس بندرونو ته د لاسرسي پراخول، او د واخان دهلېز له لارې له چین سره په مستقیم ډول د زیربنایي نښلونو د اوږدمهاله عملي کېدو څېړل، د اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي ګامونه ګڼل کېږي. دغو بدیلو لارو ته باید له پاکستان سره د تاریخي سوداګرۍ د بشپړ بدیل په سترګه ونه کتل شي، بلکې دا هغه لازم او بشپړوونکي چینلونه دي چې افغانستان ته حیاتي ځواک او لوژستيکي انډوليزه وړتیا ور بښي.

​په پای کې، د کابل بهرنۍ تګلاره باید په عمل پاله (پراګماټیک) او څو اړخیزې تګلارې باندي ولاړه وي، چې له سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو، لکه امریکا، چین، روسیې، ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره تعامل یوازې او یوازې د خپلو ملي ګټو په رڼا کې تنظیم کړي. له ایډیالوژیکو بندیزونو او ښکېلتیاوو او یوازې پر یوه قدرت له انحصاري تکیې څخه ډډه کول دا تضمینوي چې افغانستان د زبرځواکونو ترمنځ د زياتېدونکو سیاليو په منځ کې خپل انډوليز انعطاف خوندي وساتي. د اداري سمون او ملي یووالي په پیاوړتیا، د سوداګریزو لارو په تنوع، او د خپلو طبیعي شتمنیو په مسئوولانه مدیریت سره، افغانستان کولای شي ځان د بهرنیو رقابتونو له انفعالي ډګر څخه وژغوري، د سیمه‌ییزې سوداګري او سوله ییز ګډ ژوند لپاره له انفعالي حالت څخه د یوه فعال اړین، خپلواک او حیاتي پله په توګه ثابت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...