دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ژبو د مړينې مانا / اجمل ښکلى

د ژبو د مړينې مانا / اجمل ښکلى

وړمه ورځ پښتو څانګه کې استاد ضياء الاسلام شيراني د ژبو د مړينې پر ټولنيزو لاملونو مفصل کنفرانس ورکړ. د نوموړي کنفرانس پر دې بنسټ ولاړ و، چې ژبه هم د بلې هرې پديدې غوندې له منځه ځي؛ خو ځينو استادانو دا دريځ درلوده، چې ژبې نه مري، مثلا اوېستا موږ اوس نه وايو؛ خو بيا هم چې د اوېستا متن لولو، له لرغوني پېر سره مو نښلوي. د دې استاد اشاره د ژبې د ارتباط نقش ته وه. په دې حساب ژبه که مازې د ليکني متن په بڼه هم پاتې وي، د اړيکې دنده ترسروي او مړه ورته نشو ويلاى.

خو په نړۍ کې يوازې مهمې مذهبي او علمي ژبې په ليکنۍ ژبه خوندې شوې، داسې نورې په زرګونو ژبې دي، چې که څه هم اغېزې يې په لوڼو يا وروستيو ژبو کې پاتې دي؛ خو پخپله يې نوم هم نه دى پاتې.

د استاد شيراني کنفرانس او د مخالف استاد دريځ د ژبو د مړينې په اړه دوه مخالف نظرونه راښيي. يو هغه دى، چې د ژبو مړينه حتمي پېښه بولي او بله هغه چې بېخي يې ردوي. دې دواړو نظرونو ترمنځ توپير د مړينې پر مفهوم دى.

که مړينه د بېخي محوه کېدو په مانا واخلو، ځينې ژبې چې په ليکنۍ بڼه خوندې دي، لا ژوندۍ دي يا به داسې ووايو، چې بالقوه يې د راژوندي کېدو امکان شته، عبري په مذهبي متونو کې ژوندۍ وه، اسراييلي ماشوم به چې پر خپل دين او ديني روايتونو ځان پوهاوه، د عبري زده کړه ورته اړينه وه. کله چې د اسراييلو دولت جوړ شو، عبري يې بېرته د وينا او ملت ژبه کړه. دا ممکن ده، چې په دې ډول اوېستايي، سانسکريت او لاتين ژبې هم د وينا او ټولنيز تعامل ژبه کړو.

که مړينه د تحول په مانا واخلو، زړه فارسي، چې لا يې ګرامري او وييزې نښې په معاصره فارسي کې پاتې دي، مړه ژبه ده. که اوس يو کس په زړه فارسي خبرې وکړي، اوسنى فارسيوان به پرې په اسانه پوه نشي. کله چې په ژبپوهنه کې د ژبې د مړينې خبره کېږي، يو اړخ يې تحول دى.

خو د ژبو په مړينه کې اساسي مفهوم له وينا يا خبرو د ژبې پرېوتل دي. ژبه د وينا پر وړاندې انتزاعي سيستم دى. ژبه په وينا کې رابرسېره (عيني) کېږي، زده کېږي او وده کوي. د لنګکر (۲۰۰۸: ۴۱۷) په اند، وينا د رغښت، کارونې او زده کړې له پيوستونه جوړېږي. چې خبرې کوو، د ژبې له نظامه استفاده کوو؛ خو په وينا کې د دې نظام ځينې ګرامري اصول د مهال او قرينې له غوښتنو سره سم نورو بېلګو ته هم پراخوو، د زړو کلمو ماناوې پراخوو، د تاړو او د کلمو له ترکيبه نوې کلمه جوړوو او داسې ژبه وده کوي. دا وده په ليکنۍ او ګړنۍ وينا کې رامنځته کېږي او دا ښيي، چې يوه ژبه ژوندۍ ده. هر څيز چې د بدلون(ودې يا نزول) په حالت کې وي، ژوندى يې بولو. دا ډول ژبې د يوه ساکښ مثلا ژوندي انسان غوندې دي. ژوندى انسان هم وده کوي، ځوانېږي، پخېږي، زړېږي، ويښته يې لويېږي، تور وي بيا سپين شي؛ نو دې ډول انسان ته موږ ژوندى وايو؛ خو پر تخنه پروت جسد ته د ژوندي خطاب نه کوو.

په دې ډول اوېستا ځکه مړه ژبه ده، چې له وينا پرېوتې. يعنې له ټولنيز تعامل او ودې پرېوتې. اوېستا د هغه فرعون موميايي شوي جسد ته ته ورته ده، چې د مصر په لرغونتون کې پروت دى. د موميايي شوي فرعون جسد مو له لرغوني مصر سره اړيکه جوړوي. دا راته وايي، چې لرغونو مصريانو د اخرت په اړه څه فکر کاوه، د فرعون په اړه يې باور څه و، له کومو وسايلو او ولې يې استفاده کوله او …؛ خو بيا هم موميايي شوي جسد ته ژوندى نشو ويلاى، ځکه نه خبرې کولاى شي، نه يې سترګې کار کوي، نه غوږ او نه يې بدن وده کوي….

په دې ډول ژبه يو ژوندى سيستم دى، چې تر هغه ورته ژوندۍ ويلاى شو، چې په وينا کې وکارېږي او ټولنيز تعامل ولري. مړې ژبې د ناچله سيکو غوندې دي، چې اوس له ټولنيز تعامله لوېدلي دي.

ژبه که مازې وسيله ګڼو، بيا يې په مرګ کې يې چندان تاوان راته نه ښکاري، دا قلم نه سهي، هغه قلم سهي. دا به هم هېر کړو، چې موږ له خپلې ژبې سره عاطفي اړيکه هم لرو، چې مرګ مو پرې نه لورېږي او دا خبره به هم هېره کړو، چې ژبه د بشر تر ټولو مهم کمال دى يا د يونسکو په وينا، يو فرهنګي ميوزيم دى؛ نو ځکه يې ساتل اړين دي. تر دې ټولو مهمه دا ده، چې ژبه د فکر او هويت مساله ده.

ساپير او ورف په شلمه پېړۍ کې د امريکا د بومي اوسېدونکو پر ژبو څېړنه وکړه او دا نظريه يې وړاندې کړه، چې ژبه د تفکر بنسټ دى. يعنې که ژبه نه وي، هېڅ نشته. دا ژبه ده، چې موږ پرې نړۍ درک کوو. دا که څه هم يو افراطي نظر ګڼل کېږي؛ خو که يو سهار راپاڅېږو، پښتو له مو حافظه پاکه شوې وي او پر ځاى يې په بلوڅي خبرې کوو. په داسې حالت کې ځان ته پښتون ويلاى شو؟ پښتون تش ټايټل نه دى، د هويت خبره ده. له پښتو ژبې سره دې د دې ژبې اړوند ارزښتونه، سياسي او قومي ګټې له لاسه ووتلې، په پښتني ټولنه کې پر يوه محکوم او د کمترۍ په احساس اخته کس بدل شوې.

دا د يوه فرد بېلګه وه، که د قوم پوړ ته يې راپورته کړو، لوى تاوان پکې وينو. له يوه قوم نه چې ژبه واخلې، لکه له هغه نه چې د فکر او حافظې وړتيا واخلې. په اوسنۍ نړۍ کې استعماري دولتونه له دې حربې استفاده کوي. له پښتون نه که پښتو واخلې، له خپل پخواني فرهنګ سره دې پرې کړ. د دې مانا دا ده، چې حافظه يې ختمه شوه. تاسو فکر وکړئ، يو سړى د هسټريا په ناروغه اخته دى، چې حافظه يې کار نه کوي. داسې سړي ته په اسانه دوښمن ځان ورور کولاى او ورور ورته دوښمن کولاى شي، ځکه دى خپل پردى نه پېژني. د بل تاريخ ورته خپل او خپل ورته پردى ښکاري.

د ژبې له لاسه ورکولو يو تاوان يوه قوم ته دا دى، چې هغه حافظه بايلي او په دې سره د ښو او بدو او خپل او پردي توپير نشي کولاى او په اسانه د دوښمن په لومه کې پرېوځي. انسانان پرېکړې په حافظه کې د خپلو تجربو او مشاهدو له مخې کوي. څرنګه چې يو فرد حافظه لري، يو قوم هم حافظه لري او د قوم حافظه د هغه د ژبې او فرهنګ تاريخ دى. که له يوه فرد سره کوم کس بد کړي وي، په راتلونکې کې د همدې تجربې پر بنست ورسره چلن کوي. له يوه قوم سره چې بل قوم ښه يا بد کړي وي، د همدې قومي تجربې پر بنسټ ورسره چلن کوي.

د ژبې د لاسه ورکولو بل زيان سياسي دى. د يوه قوم ژبه چې د سياست او علم ژبه نه وي، په ماډرنه مانا مړژواندې ژبه ده. يعنې يوه ژبه په بشپړه مانا هله ژوندۍ ده، چې د ماډرنې زمانې له غوښتنو سره برابره وي. د مړ ژواندې ژبې ويونکي په سياسي ډګر کې له ماتې سره مخېږي. په سياست کې ګټه د برلاسې ژبې ويونکي کوي، ځکه چې هغه د قوم په توګه پر سياسي ډګر ورګډ وي. د سياسي ډګرونو لکه پارلمان، حکومت، قضا او رسنيو ژبه وي او داسې په دې ډول ژبو کې کاروبار ډېر وي، خلک يې د سياسي تعامل لپاره زده کوي.

د ژبې له لاسه وتو بل تاوان اقتصادي او علمي دى. برلاسې ژبه د ملي اقتصاد او علم ژبه وي، کار پکې پيدا کېږي. علمي پانګه پکې ډېره وي او خلک يې د علم لپاره هم زده کوي.

د ژبې له لاسه وتو بل تاوان رواني دى. د برلاسې ژبې ويونکي د برترۍ او د محکومې ژبې هغه د کمترۍ په احساس اخته وي. د کمترۍ په احساس اخته قوم د خپلو سياسي او … نورو حقونو په ترلاسي کې بې زړه وي او افراد يې تل له يو ډول رواني ناروغۍ رنځېږې.

ژبه يو په يو نه مري، ورو ورو مري؛ ځکه د يوه قوم په توګه پرې ډېر خلک خبرې کوي. د مرګ په دې دومره موده کې يې ويونکي له يوه اوږده رنځه تېرېږي او دا رنځ د سرطان غوندې له شديدو دردونو سره مل وي. يوه ژبه بايد دا له درده ډکه ناروغي تېره کړي بيا ومري او چې ومري، قوم هم ورسره ومري؛ خو قومي شناخت يې يو په يو نه ختمېږي، يو څه وخت وي؛ خو دا بيا د برلاسي قوم او ژبې ځپلى وي او له سياسي پلوه په ناوړه حالت کوي. په پښتني چاپېريال کې پراچي هغه ژبه ده، چې پښتو خوړلې. تاسو يې د ويونکو په اړه د پښتنو نظر وينئ، چې څومره له تبعيض ډک دى. همداسې د فارسي او اردو په چاپېريال کې د پښتنو ژوند يې هم يوه بېلګه ده.

نو تر څو چې يو قوم د يوه بل هويت يا برلاسې ټولنې برخه کېږي او د هغوى ژبه زده کوي، سونه يا زرونه کلونه پرې تېر وي. کوم ساده قوم به دا وغواړي، چې له دومره کړاوونو سره مخ شي. تر دې دا اسانه ده، چې په لومړي دريځ (سټيج) کې د سرطان درملنه وکړ، خپله ژبه ژوندۍ وساتو او وياړمن ژوند ورسره وکړو.

 د ژبې د مرګ برعکس د يوه قوم يا ويونکو په مړينه هم ژبه مري؛ خو دا لامل يې په اوسنۍ نړۍ کې کم پېښېږي. د دې برعکس د ژبې د مړينې لاملونه سياسي؛ علمي؛ اقتصادي يا نور ټولنيز وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب