سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهجلالي هغه ۳ ټکي روښانه کړل، چې تېر ځل يې هم ط...

جلالي هغه ۳ ټکي روښانه کړل، چې تېر ځل يې هم ط وپرځول او بيا يې هم پرځولای شي

تاند:( جمعه، د قوس پینځمه)‏‏ د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير ډاکټر علي احمد جلالي په يوه تازه مرکه کې د طالبانو درې هغه ټکي روښانه کړل، چې په وينا يې تېر ځل هم د دوی د پرځيدو سبب شوي وو او بيا يې هم پرځولای شي.

ډاکټر جلالي وويل: له اسلام څخه افراطي روایت، د افغانستان قومونو سره تبعيضي چلند او افغانستان ته د پاکستاني، عرب او نورو جنګياليو راوستل يې تېر ځل هم د واکمنۍ د نسکوریدو سبب شو.

د ده په وينا، که دا ډله اوس افغانانو او نړيوالو سره تعامل ونه کړي او د ټول شموله حکومت په ګډون يې نورې غوښتنې ونه مني، بيا به یې هم واکمني نسکوره شي.

ډاکټر جلالي په ورته وخت کې د طالبانو پر ضد د مقاومت جريانونو ته په اشارې وايي، چې دا هڅې پایله نه لري او ښه لاره دا ده، چې افغانان سره جرګه او طالبانو سره په ګډ حکومت سلا شي.

د امريکا په دفاع پوهنتون کې دغه استاد دغه راز وايي، چې له هېواده د ولسمشر غني وتل ښه کار نه و او غوره دا وه، چې په هېواد کې پاتې او طالبانو سره يې په ګډ حکومت سلا شوې وای.

نوموړی پر طالبانو نيوکه لري، چې د افغانستان د اشغال پای ته رسولو ادعا لري، خو عملآ يې افغانستان د پاکستاني اشغال لاس ته غورځولی او د حقاني شبکه یې د پاکستان د استخباراتو اجنډاوې په افغانستان کې مخې ته وړي.

جلالي د طالبانو خپلمنځي اختلافات د دوی او افغانستان په خير نه ګڼي او ټينګار کوي، چې دوی بايد د لوېې جرګې یا ټاکنو له لارې خپلې واکمنۍ ته مشروعيت تر لاسه کړي.

هغه ممکنه نه ګڼي، چې له دې پرته به دوی نړيوال مشروعيت پيدا کړای شي.

د ده په خبره چين، روسيه او نور هېوادونه به هم د طالبانو واکمني د ملي مشروعيت او نړيوال ملاتړ پرته په رسميت ونه پيژني.

هغه داعش ډله‌ د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې ستره ننګونه ګڼي او وايي دوی طالبان يې په ځپلو کې پاتې راغلي او ښه ده، چې له دې او نورو ننګونو د ځان ژغورلو لپاره بدل شي او د واقعیتونو له درک کولو سره نور افغانستان د بحران او بشري ناورين خواته یونه سي.

4 COMMENTS

  1. دا درې واړه تورونه چې تښتېدلي جلالي او امریکایان یې لګولي، ټول وارد او منطقي نه دي. که څوک د طالبانو د حکومت سقوط ته خوشالېږي، نو مهرباني دې وکړي او یو ښه بدیل دې راوښیي او که بدیل یې د تېر رژیم غله او نور خاینان وي، دا خو چندان بدیل نه دی. د داسې بدلون پلویان ټول هغه هېواد پلورونکي دي چې یو ځل بیا په دې جګړه ځپلي هېواد کې د وینې تويېدل او تباهي غواړي.

  2. If the choice is between two types of governmental authorities, one in par with 21century but some of them thief and the other take Afghanistan back to 13century, I would rather stick with the former. Because even thieves do not throw money away.

  3. دا تور انګریز اوس هم لا بی عقله او په خبره نه پوهیږی. دا کس او دده دولت باید نور اخطارونه پریږدی.
    ظالبانو نه تبعیض کړی وو او نه یی پردی خلک راوستلی وو. افراطی اسلام څه شی دی؟ مسلمان مسلمان وی، په خوله مسلمان او په زړه کافر نوی. کافران دا سی مسلمان افراطی بولی. نو تور انګریز ځکه دا خبره کوی. دی به په دهم بعقله وبولو چه ددوی نبوغ او قوت په شلو کلو کی کومی وړی ندی شړی کړی نو بیا همهغسی خیالونه وهل کامله بیعقلی ده.
    ?Islam or Materialism
    For a true Muslim the choice is clear.
    Afghanistan is the land of Muslims, Hindus, and Sikhs.

  4. د طالبانو کوکریان عبث د امریکائی علی احمد جلالی څخه شکایت کوی هغه د خلیلزاد په شان د سی آی اي مهم غړۍ دی هغه بی له سی آی اي اجازی د افغانستان باره کښی نظر نشی څرګندولۍ ، دده دا نظر طالبانو لپاره یو ګوش زد دی او تاکید لری چی پنجابی پاکستان ددوی صادق او وفادار غلام دی او د امریکا په افغانستان کښی د خپلو شومو مرامونو تعقیب لپاره باید ددوی طالبان غلامان د یاغیتوب څخه کار وانخلی بلکه خپل حدود وپیژنی او د امریکا نورو تښتیدلو غلامانو سره د همه شمول تر شعار لاندی حکومت جوړ کړی او دتښتیدلو سره د امریکا پلانی پروګرام عملی کیدو لپاره سره متحد شۍ او که دا عملی نکړۍ نو دتاسو حالت به د ۲۰۰۱ کال څخه هم سختره درته تمام شی نو بیا به پر تاسو د پنجابی پاکستان دروازی د تیښتی لپاره هم وتړل شی !!!

    دا د طالبانو کوکریان باید پوه شی چی د طالبانو پورتنی حلقی د خائين مداری کرزی او خائين قاتل عبدالله عبدالله د امریکا په هدایت کابل کښی ساتی او حتی د انتقادونو دروازی ئی هم ورته خلاصی کړی دی ، او دا تربیه شوی خیټور طالبان به د کرزی او عبدالله عبدالله جاسوسانو په هلو ځلو د همه شمول حکومت رامینځ ته کیدو امید لیده کیږی !!! افغانستان کښی هغه وخت امنیت او ارامی راتلای شی کله چی دا رنګا رنګ اجنبی غلامان له مینځه ولاړ شی او یو ملی مسلکی او ملت ته صادق شخصیتونه حکومت تر لاسه کړی او ددی لپاره کار روان دی او ددی غلامانو باداران به هم مجبور شی چی د افغان ملت سره د بین المللی شرائیطو لاندی اړیکی وساتی ، دا ورځ راتلوونکی دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب