نورمحمد سعید –
هغه چې نن سبا خواله رسنۍ استعمالوي او ځان خبریال نه بولي، ګومان کوم اشتباه کوي. د دا نژدې وختونو خبره ده، چې له پېښو وروسته به مو د اړوندو ادارو ویندویانو ته ټیلیفون کاوه، خو زما خپله تجربه دا ده، چې اوس کومه پېښه وشي، تقریباً ټول خلک د معلوماتو لپاره لومړی فېسبوک، ټویټر، یو ټیوب، واټس اپ او… پسې لټوي.
ډېرې معتبرې او مشهورې رسنیزې ادارې د پېښې د سیمې له اوسېدونکو د تازه معلوماتو غوښتنه کوي، چې د همدې رسنیو له لارې شریکېږي. دا هم نوې خبره نه ده، چې د ملټي میډیا زمانه ده او خبریالان مجبور دي ځان داسې عیار کړي، چې یو رپوټ یې په غږیزو، لیکلو او تصویري رسنیو کې په یوه ځای او وخت خپور شي. دا بحث یوه خوا، بل لور ته ډېره مهمه دا ده، چې دغو رسنیو کې د معلوماتو شریکولو لپاره لږ یا ډېر لیکل کېږي او دا لیکل باید له معیار سره سم او واضح وي، چې مخاطب ته له جنجاله پرته معلومات ورسوي. کله چې د لیکلو خبره کوو، د تورو تر څنګ ځینې نښې نښانې هم باید وپېژنو، چې د لیک پر مهال راسره مرسته کوي. دې لړ کې یو څو نښې تکرارو، چې د تل لپاره مو ذهن کې کښېنې او د لیک پر مهال مو خدای مه کړه، په زحمت راټول کړي معلومات ګونګ پاتې نه شي. باید ووایم، چې ما دغه نښې د مرحوم استاد ګل پاچا الفت له (ټکي او لیک نښې) نومې لیکنې زده کړې:
باید ووایم، چې ما دغه نښې د مرحوم استاد ګل پاچا الفت له (ټکي او لیک نښې) نومې لیکنې زده کړې:
(،) دا نښته د هغو کلماتو تر منځ لیکل کېږي، چې یوه پر بلې عطف وي لکه: زما په باغ کې مڼې، شفتالو، ناک، زردالو شته. ځینې دوستان د دوو کلیمو تر منځ د (او) له تړاوه مخکې دغه نښه لیکي، چې دا سم نه دی، ځکه (او) پخپله همدغه تړاو راولي.
(؛) دا نښه له فاصلې نه زیاته وقفه راولي او د داسې جملو په اخر کې راځي: زه له چا سره بد نه کوم؛ بدې مې نه ده خوښه؛ نیکې مې خوښه ده. دا نښه وقفه (دروونې) بولي.
(.) دا نښه د یوې بشپړې جملې پای کې ږدو. دې سره ښیو، چې خبره مو پای ته رسېدلې ده.
( : ) دا نښه د هغې کلمې یا جملې پای کې لیکو، چې غواړو خبره یو څه نوره تشریح کړو. یا د بل چا د خولې خبره کوو. مثلاً وایو: زړه مې غواړي: ډېر کتابونه ولرم؛ ښه ډېر دوستان ولرم او د ښه نامه څښتن شم.
(-) دا نښه څو ځایه او په دې ډول استعمالیږي. لومړی: د معترضه جملو د ښودلو لپاره لکه: هغه ورځ – خدای دې بیا نه راولي- پر ما څومره وغمېده، چې ته رانه خوابدی شوې.
دویم: د دوو کسانو تر منځ د ډایلوګ لپاره د دغې نښې له کاروولو وروسته اړ نه یو چې له هرې خبرې سره د دواړو نومونه بیا بیا ولیکو لکه:
احمد وویل: محموده چېرې ځې؟
– محمود، کابل ته ځم
– څه کوې؟
– د کالیو لپاره ټوکران رانیسم
(؟) دا د سوالیه نښې معانا لري، چې د پوښتنې پای کې یې لیکو.
(!) دا نښه د وینا، حیرانۍ، ستاینې او افسوس لپاره لیکو
( ) د دغه ډول دوه لیندیزو جملو تر منځ توضیح یا معترضه جمله لیکو، چې حذول یې هم جملې ته زیان نه رسوي.
[ ] دا نښه هلته کارېږي چې د یوې معترضه جملې منځ کې بله یوه راشي مثلاً
] خدای ( جل جلاله) مې دې غاړه نه نیسي] دا سړی ډېر بد سړی دی.
(…) څنګ پر څنګ د څو ټکیو لیکل دا معانا لري، چې لیکوال غواړي خبره غوڅه کړي او نه غواړي څو نورې پاتې کلیمې ولیکي.
لندن