جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان نن له سرېلانکا سره د والیبال لوبه کوي

افغانستان نن له سرېلانکا سره د والیبال لوبه کوي

تاند ( چهارشنبه د تلې – میزان ۳۰مه) د افغانستان د والیبال ملي لوبډله نن د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د والیبال زون سیالیو په چوکاټ کې خپلې لومړنۍ لوبه له سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ګډون د نهو هېوادونو ترمنځ د مرکزي اسیا د والیبال زون سیالۍ به نن(چهارشنبه، د تلې ۳۰مه) د بنګله دېش په پلازمینه ډاکه کې پیل شي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د سیالۍ لومړۍ لوبه به د ترکمنستان او نیپال ترمنځ، دویمه لوبه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ او دریمه لوبه د بنګله دېش او مالدیف د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان او سریلانکا دغه لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وړاندې په ۱۱:۳۰باید وویل شي بجو پیل شوې ده.

د یادولو ده چې د مرکزي اسیا د والیبال زون سیالۍ به نن چهارشنبه د اکټوبر ۲۲مه پیل او د همدې میاشتې په ۲۸مه پای ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...