سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+په هنري ادبي اثر کې د شکل او محتوا تر مینځ اړیکه

په هنري ادبي اثر کې د شکل او محتوا تر مینځ اړیکه

 حمیدالله عمرخېل

په هنري ادبي اثر کې د فورم او ښکلا تر څنګ مضمون او محتوا هم ملګري دي او یو له بل سره لازم ملزوم دي. هنري اثر باید د عصر حقایق هم منعکس کړي او احساسات هم راوپاروي.

دوست شینواری (۲۰۱۴) کې د پلیخانوف نظر راخیستي چې هنر او ادب باید داسې څه ترسیم کړي، چې ټولنیز انسان ورسره علاقه ولري او نارامه وي یې هم(م.۴۹).

هغه فورم چې خپل مضمون ونشي سپړلی، خپل هنري ارزښت له لاسه ورکوي، په مضمون کې د موضوع سربېره د ژوند درک په باب د لیکوال فهم، فکر د هغو د تشریح او د هغه نړۍ لید هم شامل وي.

په واقعیت کې یوازې د لیکوال تخیل او تفکر د ده له خوا وړاندې شوې نظریه او د بدیعي اثر هدف موږ ته د مضمون او فورم د سمون خبره کوي. په یوه ټاکلي، بدیعي تخییلي قالب کې د لیکوال ذهني نړۍ او ورته عکس العمل او تاثرت وړاندې کول د اثر مضمون جوړوي.

Frow (۲۰۰۵م) امریکایي لیکوال د ادبي اثارو ډلبندي کې د اثارو بیروني جوړښت یعني شکل او داخلي جوړښت او محتوا د اثر لپاره لازم او ملزوم ګڼي (م. ۱۰).

په یو فورم کې چې یو مضمون وړاندې شوي وي او د دې مضمون بل مساوي فورم ته انتقال مناسب نه دي. مثال که په ټولنه کې یوه نېمګړتیا چې په ناول یا رومان کې وړاندې شوي وي، لنډه کیسه کې ځایول مناسب نه ښکاري.

شینواری(۲۰۱۴) د روسي نامتو نقاد بیلینسکي له قوله لیکي: “ کله چې فورم کوم مضمون افاده کوي، هغه د مضمون سره داسې ټینګه رابطه لري، چې ورته بېلول یې د مضمون له مینځه وړلو مفهوم لري او بالعکس د مضمون بېلول یې د فورم له مینځه وړلو معنا لري”(م.۹۰).

مضمون له موضوع سره فرق لري. مضمون له موضوع نه پیدا کېږي. مضمون د ټول داستان په معنا یعني فکر یا د افکارو ټولګه چې د لیکوال اساسي موضوع ته تحکیم ورکوي.  مضمون یا محتوا  په هنري اثر کې اصلي یا مسلط فکر دی، چې د داستان پېښې، وضعیتونه او موقعیتونه سره پیوندوي. د هر اثر مضمون او محتوا د لیکوال فکري او ادراکي لوری ښيي. مضمون له پیغام سره هم مترادف نه دی. پیغام مشخص اخلاقي عنصر دی چې آموزنده مثبت اړخ لري او مضمون ممکن دا ډول وي یا نه وي.

میر صادقي( دویم، ۱۳۹۴) د ګورګي له قوله لیکي، چې: “مضمون هغه فکر دی، چې د مؤلف له تجربې څخه اخیستل کېږي، فکر چې خپله ژوند پکې رانغاړل شوی دی، فکر بې له مضمونه او مضمون بې له اصلي فکره نشي تصور کېدای “( م. ۱۷۴).

فکر، مضمون او ارزښت ورکول د یوه هنري اثر محتوا جوړوي. بې مضمونه داستان ښه داستان نه شي کېدای.

مضمون فو فکر باید دومره صریح نه وي چې لوستونکی اسانه پیغام واخلي او که خوښ شو ښه داستان یې وبولي او که خوښ نشو؛ نو رد یې کړي. لوستونکي باید فکر او مضمون خپله پیدا کړي او فکر وکړي.موضوع بیا هغه پدېدې او پېښې چې داستان را خلقوي او مضمون یا محتوا تصویروي.

د میر صادقي(دویم،۱۳۹۴) له قوله” په هر اثر کې اصلي او مسلط فکر چې د ټول داستان یا ادبي چوکاټ معنا وړاندې کړي یا د افکارو ټولګه چې موضوع په لیکنه کې تحکیم کړي.) محتوا بلل کېږي”( م.۱۷۴)

شکل او محتوا یو له بله ډیالکتیکي اړیکې لري. په هنري تخلیق کې شکل ځانګړی رول او د مضمون په پرمختیا او پراختیا کې ښکارنده( فعاله) ونډه لري. شکل او مضمون دواړه په یوه اثر کې منطقي وحدت او یوالی لري. پخپله هنري اثر مضمون او موضوع ایجادوونکې، مفکوره یا ایډیا په هنري څېره کې نورو ته ښيي

مضمون د شخصیت او موضوع، صحنو او عناصر ترمنځ هماهنګي رامنځته کوي او د لیکوال فکري او ادراکي اړخ راپه ګوته کوي؛ نو ځکه یې مضمون د ټولې کیسې معنا بللې ده یعني فکر او افکارو ټولګه چې د لیکوال مطلوبه موضوع تحکیموي او داستان یو هنري وحدت خواته بیایي. درونمایه یا مضمون باید له یوې جملې کمه او دوه دریو زیاته نه وي.

موضوع د هغو پدیدو او پېښو ټولګه چې داستان رامنځ ته کوي او د هغه منځپانګه او مضمون انځوروي، موضوع هغه کړنلاره ده چې خلاقیت پکې کولای شي خپله منځپانګه ښکاره کړي.

موضوع له منځپانګې سره توپیر لري؛ منځپنګه له موضوع څخه تر لاسه کیږي او د موضوع په اړه تفسیر او لیدلوری دی، لکه موضوع ګل دی او تفسیر یې دا دی چې ښکلی دی خو طبیعي خاصیت له مخې ژر مړاوی کیږي او له منځه ځي.

په ادبیاتو کې ځینو مکتبونه دي، چې ځینو د اثر فورم او ځینو بیا محتوا ته ارزښت ورکوي:

انتقادي ریالستي اثر د تضادونو او سوسیالیستي اثر د دیموکراتیکي خپلواکۍ جامعې د لا پرمختګ هېنداره ده. انتقادي ریالیزم  په ټولنه کې بې عدالتیو او ظلم او هغو سره پر مبارزه او سوسیالیستيریالیزم بیا د یوې خپلواکې ټولنې جوړل او د هغې پرمختګ غواړي.

رومانتیزم کې ژوند داسې ترسیمیږي لکه څنګه چې باید وي او څرنګه یې چې دوی غواړي.

سمبولیزم کې د مستقیم واقعیت پر ځای لوستونکی بې اساسه خیالونو ته او د ژوند په باب له مهمو پوښتنو په ځای نورو خواوو ته چې واقعیت پکې دومره تیاره، ورک او پیچلی وي، چې مفهوم له معما لږ نه وي.

فورمالیزم کې د اثر یوازې ظاهري ښکلا ته پام کېږي، د هغه سوژه، ترتیب، کلمو او الفاظو نوی ترکیب او نورو ته ارزښت ورکل کېږي.

فورمولستان هنري بدیعي اثر له رښتیاني مضمون بیخي بېل ګڼي.

فورملیزم یعني پرته له دې چې د هغه اثر نقش یا محتوا ته ډېر اهمیت ورکړئ، د اثر د ارایې شکل ته باید توجه وشي( غضنفر، ۱۳۹۹، م. ۴۱۲)

د فورملیزم بڼه د شلمې پیړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې پیدا شوه. په شلمه پیړۍ په افغانستان کې فورملیزم وغندل شو، هغه ځکه چې فورملیزم محتوا ته اهمیت نه ورکوي. په افغانستان کې ادب رسالتمند و، یوازې د خوند لپاره نه و. مثال که دلته یوه کمزورې کیسه کې د غریب دفاع شوې، موږ یې ښه ځکه ګڼو چې محتوا یې ښه ده، په داسې حال کې چې یوازې محتوا کیسه یا اثر نه هنري کوي.

د فورملستانو یو ډېر لوی کار دا و، چې د یوه اثر هنریت او ادبیت یې تایید کړ؛ خو موږ زیات پر محتوا تایید وکړ؛ نو د ادبي او غیر ادبي یا هنري او غیر هنري توپیر ختم شو. ( غضنفر، ۱۳۹۹، م. ۴۲۰)

په هنري ادبي اثر کې د فورم او ښکلا تر څنګ مضمون او محتوا هم ملګري دي او یو له بل سره لازم ملزوم دي.  هنري نثر باید د عصر حقایق هم منعکس کړي او احساسات هم راوپاروي.

دوست شینواری(۲۰۱۴) کې د پلیخانوف نظر راخیستي چې هنر او ادب باید داسې څه ترسیم کړي، چې ټولنیز انسان ورسره علاقه ولري او نارامه وي یې هم(م.۴۹).

فورمالستانو د ادبي اثر له محتوا بیخي انکار کړی و او فورم ته یې ارزښت ورکاوه، دوی د هنر اجتماعي رسالت خو پرېږده، چې د هنر محتوا یې هم نه منله. سوسیالستانو بیا د ادبیاتو د شکل او محتوا بحث مطرح کړ.

که کيسه د فورم له پلوه جوړه نه وي، دقيق واقعيت به وي؛ خو ادبي کيسه نه ده۔ په دې توګه، د کيسې او ادب منځپانګه د جوړښت(فورم) برخه ده.

اجمل ښکلی، چې د ډاکتر ناصر عباس نیر له ( لسانیات اور تنقید) اثر څخه یې د کیسې تیوري یوه برخه ژباړلې، له قوله لیکي، چې:

“منځپانګه د ادبي فورم(جوړښت) يو نقش دی، چې نه له فورم څخه بېلېږي او نه له فورم څخه بهر متصور کېدای شي”

مطلب دا چې که څه دی، فورم دی،  د ادب ټول ټوکونه(اجزا) او توکي د فورم له امله او د فورم له مخې رامنځته شوي۔ موضوع هم له جوړښت(فورم) څخه بهر نه ده۔ د دې يوه معنا دا ده، چې فورم پر موضوع برلاسی دی۔ فورم د همدې غلبې له امله موضوع ته داسې يوه بڼه ورکوي، چې بيا يې تعريف د همدې فورم له مخې کېږي.

ځینې نور پوهان چې د فورم یا ژانر مخالف دي وایي، چې ژانر د ادبیاتو نقض او غرض دی؛ خو امریکایي لیکوال ډوف  Duff ( ۲۰۰۰م) کې بیا ژانر د اوس لپاره یو مډرنه لاسته راوړنه ګڼي او وایي وای چې دا یوازې په ادبیاتو کې نه بلکې په  نقاشۍ، موسیقۍ او  سینما، تعلیم و تربیه، سیاسي علوم،  تاریخي مطالعاتو، مذهبي، مطالعات زنان او نور تطبیقي او فرهنګي مطالعاتو کې د توجه وړ ده( م. ۱۶)

په افغانستان کې هنري اثر او ادب رسالمند و، هم نوي فورمونه راغلي؛ خو ترڅنګ ورسره محتوا ته هم پام کړی دی. زموږ معاصر نثري ادب دی که شعر دی، اجتماعي رسالت لري، په هنری اثر کې دا مهمه ده، چې که ښکلې موضوع وي یا بدرنګه؛ خو چې باید په هنري او ښکلاییزه ډول وړاندې شي.

هنري نثر یا اثر په ټولنه کې اصلاح راوستی شي، مثال په امریکا د تورپوستو د غلامۍ بد حالت یوې امریکایۍ لیکوالې پېچراستوا Harriet Beecher Stowe په یوه ناول کې انځور کړ او همدا ناول د تورپوستو د غلامۍ په له مینځه وړلو کې یوه انګیزه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب