جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د پښتو ژبي د ليکلو د نوي سيستم نظريە

د پښتو ژبي د ليکلو د نوي سيستم نظريە

د فضل رحمان لیکنه
دا سيستم لۀ لوستونکي سرە مرستە کوي چې پښتو ليکل سم ولولي.
ویل کیږي چې پښتو ژبه د اسلام له راتګ وړاندي په خروشتي او یوناني لیکدود لیکل کېده، کله چې پښتنو ته د اسلام زریني وړانګي راورسېدې نو د پښتو ژبي لیکدود هم په عربي رسم الخط واوښت، څنګه چې په پښتو کې داسي توري شته چې په عربي کې نشته نو د پښتو لپاره په عربي الفبا کې ځیني تغیرات وکړل شوه او ځیني نښي ور زیاتي کړل شوې لکه: ځ، ډ ړ او داسي نور. د وخت په تېرېدو سره دغه تغیرات نور هم زیات شول، تر دې چې یاګانې تر پینځو ډولونو ورسېدې خو د پښتو ژبي رسم الخط لا هم ستونزي لري، کوم توري چې نن سبا کارول کیږي د پښتو ژبې د ټولو غږونو استازولي نه شي کولی، له دې وجې ځیني خلک د دې ستونزې حل دا ګڼي چې پښتو ژبه دې په لاتیني رسم الخط ولیکل شي، ځکه چې لاتیني توري تلفظ ته نږدې دي، خو زه وایم چې که دا کار له عربي رسم الخط څخه اخیستل کېدلی شي نو بیا له عربي رسم الخط څخه ولې نه اخیستل کیږي، په داسې حال کې چې پښتانه له دې رسم الخط سره بلد دي او له لږ تغیر وروسته عربي رسم الخط د پښتو بشپړ فونیمیک لیکدود ګرځېدلی شي.
دلته به په دې اړه بحث وکړو چې څنګه د عربي رسم الخط څخه د پښتو ژبي له طبیعت سره سمه ګټه اخیستل کېدلی شي ، او هغه تغیرات به هم یاد کړو چې د پښتو د نوي رسم الخط لپاره په کار دي، چې په پایله کې یې ځیني زیاتوني او کموني هم راځي.
د پښتو ژبي بې غږه تورو کې کومه ستونزه نشته؛ ځکه چې د هر بې غږه توري لپاره ځانګړي بڼه شته لکه: ب، پ، ت، ټ، ث، ج، چ، ح، خ، څ، ځ، د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، س، ښ، ش، ص، ض، ط، ظ، ع، غ، ف، ق، ک، ګ، ل، م، ن، ڼ، و، ه، ء، ي.
پۀ يادو تورو کي (و، ي) هم بي غږه توري دي.
خو غږیز توري ستونزي لري؛ ځکه چې ځیني یې ځانګړې بڼه نه لري، ځیني یې که لري د کلمې په منځ کې نه کارول کیږي بلکه یواځې د کلمې په پای کې یې کارونه دود ده، او څه یې بیا په هر ځای کې کارول کیږي د پښتو ژبي اوه غږیز توري دي چې پۀ لاندي توګە بيانيږي.
۱- اوږد زور (الف): (ا ـــ ا ـــ ا = ā)
لوی زور چې په الف سره هم نومول کیږي، پښتو ته د عربي لیکدود له راتګ سره سم یې لیکنه دود شوې ده، دا توری کومه ستونزه نه لري، ځکه چې د کلمې په ټولو برخو سر، منځ او پای کې پۀ دې بڼه (ا) کارول کیږي. البته پخوا به دې بڼي (ا) د کلمې پۀ سر کې د ووړ زور يا زېر يا پېښ غږ درلود خو پۀ نوي لیکدود کې به د لوی زور (الف) غږ لري.
۲- ووړ زور (ها): (اَ ـــ َ ـــ ه = a)
ووړ زور چې دلته یې په منځني زور هم یادولی شو، اوسمهال د پښتو ژبې د کلمو پۀ سر کې د الف (ا) پۀ بڼه کارول کیږي، لکه: انګور، اړ (محتاج)، په پای کي د (ه) پۀ بڼه کارول کیږي او پۀ منځ کې کومه بڼه نه لري، لکه: شګه، چې له ګاف وروسته ووړ زور شته د (ه) پۀ بڼه لیکل شوی دی او لۀ شین وروسته هم شته خو د خاصې بڼې د نه لرلو پۀ سبب لیکل شوی نه دی پۀ نوي لیکدود کې به د کلمې پۀ سر کې د الف (اَ) پۀ شکل چې لۀ پاسه پرې زور وي لیکل کیږي، که چېرې د ها پۀ شکل ولیکل شي نو له اوسني سره به یې زیات واټن را منځ ته شي، ځکه انګؤر به هنګور لیکؤ، همدارنګه پۀ منځ کې به په ( َ) سره لیکل کیږي، او پۀ (اَ) او (ه) سره به نه ليکل کیږي ځکه چې که پۀ دغو بڼو سره ولیکل شي نو له اوسني لیکدود سره به یې تنافر زیات شي، ښه به دا وي چې لیکدود هم فونومیک شي له دې سره که چېرې نوی لیکدود پلی کیږي نو اوسنی لیکدود هم باید لږ تر لږه د پوهېدا وړ پاتي شي ، تر څو د اوس وخت علمي تاريخي او نور آثار لۀ منځە لاړ نە شي. لکه: قلم، کوتره پۀ نوی لیکدود کې به داسې لیکل کیږي قَلَم/قهلهم، کَوتَره/کهوتهره، له دې او نورو مثالونو څرګندیږي چې په منځ کې زبر ( ـَ) له (ه) څخه ډېر مناسب دی. او پۀ پای کې به زور د پخوا پۀ څېر د ها پۀ بڼه ليکل کیږي.
۳- زورکی (ۀ ـــ ə)
ډېر وړوکی زور یا زورکی چې پخوا د دې لپاره د لکۍ لرونکي “یا” د نښې په څېر ځانګړې نښه هم کارول کېده، دغه غږ لرونکی توری اوس هم د ډېرو لیکوالانو له خوا د ها پۀ بڼه چې لۀ پاسه وړه همزه ولري کارول کیږي خو یواځي د کلمې په پای کې لکه: زه، ته او ده ضميرونه داسي لیکي زۀ، تۀ، دۀ. او د کلمې په منځ کې یې نه کاروي، ستونزه به هلته ختمه شي چې د کلمې په منځ کې هم د کاروني وړ وبلل شي، خو پۀ منځ کې به دغه نښه (ـ۟) يعني لۀ پاسە يوە وړە دايرە کارول کیږي، لکه: ل۟ږ، ت۟رخۀ، ک۟لێ او داسي نور.
۴- لنډ زېر (لنډه یا): (اِ ـــ ؽ/ ِ ـــ ؽ = i)
لنډه یا چې دلته یې بل نوم لنډ زېر دی، اوسمهال د دې غږیز توري په ځای د بې غږه یا توری کارول کیږي، که چېرې د لنډ زېر (لنډې یا) لپاره ځانګړې نښه وټاکل شي ستونزه به ختمه شي، د لنډ زېر هم که درې بڼې دي، د کلمې پۀ سر کې باید دغه بڼه (اِ) ولري دا ځکه چې پۀ اوسني لیکدود کې د کلمې پۀ سر کې د لنډ زېر لپاره یواځې الف کارول کیږي موږ به یو زېر ور زیات کړو او مجموعه به د زېر بڼه وګرځول شي لکه اسلام به نوي لیکدود کې اِسلام لیکو، که چېرې زېر د کلمې پۀ منځ کې راشي نو یا به عربي کلمه وي او یا به بله کومه کلمه وي، که عربي کلمه وي، او پۀ عربي ژبه کې هم پۀ اصل کې زېر وي نو د زېر پۀ شکل به لیکل کیږي، لکه عالم به عالِم لیکل کیږي، او که پۀ عربي ژبه کې پۀ اصل کې زير نه وي بلکې یا وي او پښتو کې پۀ زېر سره تلفظ کیږي او یا له سره عربي کلمه نه وي نو بیا به په دې بڼه (ؽ) لیکل کیږي، لکه: کریم چې پۀ عربي کې له را نه وروسته یا راغلې ده، پۀ نوي لیکدود کې د دې لپاره چې پۀ یا دلالت وکړي کرِم به نه لیکل کیږي بلکې کرؽم به لیکل کیږي. د غیر عربي کلمو بېلګې دا دي تیر، ځير، مینه، شین سپین چې پۀ نوي لیکدود کې داسې لیکل کیږي: تؽر، ځؽر، مؽنه، شؽن، سپؽن. د ووړ زېر لپاره ځکه درې بڼې وټاکل شوې چې د عربي، فارسي اردو ژبو او د پښتو لۀ اوسني لیکدود سره یې واټن زیات نه شي او د دغو ټولو ژبو ویونکو ته د پوهېدو وړ وي.
۵- اوږد زېر (اوږده یا): (ې ـــ e)
اوږد زېر یا اوږده یا په پښتو کې د کلمې په ټولو ځایونو کې کارول کیږي کومه ستونزه نه لري. لکه: سېر، پېرل، پېیَل، کَودې.
یواځینۍ ستونزه پکې دا ده چې د کلمې پۀ سر کې پۀ همزې او اوږد زېر سره لیکل کیږي که چېرې یواځې اوږد زېر وکارول شي بسنه کوي لکه: اېغ باید ېغ ولیکل شي.
۶- لنډ پېښ (لنډ واو): (اُــۉ/ ُ ـــۉ ـــ u)
لنډ واو چې دلته د لنډ پېښ نوم ورکول شوی دی، که نوي لیکدود کې د لنډ واو لپاره کومه نښه تعین شي نو له اوږد واو او بې غږه واو سره به یې التباس ختم شي، د اوسني لیکدود پۀ نظر کې نیولو سره پۀ نوي لیکدود کې هم د لنډ پېښ درې بڼي دي، د کلمې پۀ سر کې به د الف پۀ بڼه چې لۀ پاسه ووړ پېښ ولري (اُ) لیکل کیږي، لکه: اُسامه، که عربي کلمې کې پېښ پۀ منځ کې وي نو پۀ پېښ سره به لیکل کیږي لکه: قُرآن، او که پۀ عربي کې پۀ اصل کې واو وي خو پښتو کې پۀ پېښ سره تلفظ کیږي، نو پۀ دې بڼي (ۉ) به لیکل کیږي لکه: مامۉر، مَسؤۉل چې پۀ عربي کې واو لري خو پۀ پښتو کې پۀ پېښ سره ویل کیږي، همدارنګه که غیر عربي کلمه کې وي هلته به هم پېښ پۀ دې بڼه (ۉ) لیکل کیږي لکه: لۉر ( د زوی خور)، سۉر (رنګ، تود) لۉمړَي (لومړی).
۷- اوږد پېښ (اوږد واو): (ۆـــ o)
اوږد واو چې دلته د اوږد پېښ نوم ورکړل شوی دی، په اوسني لیکدود کې ځانګړي نښه نه لري، که چېرې له پاسه د اوو عدد تە ورتە نښە ٚ ولري نو له بې غږه واو سره یې التباس ختمیږي، لکه: لۆر (د رېبلو آله)، تۆر (رنګ، تهمت)، د ځینو پښتو لیکوالانو لۀ خوا دغه واو ته نوري بڼي هم ورکړل شوي دي، لکه:
و: (چې لاندې سر په سر دوه ټکي ولري)، دغه واو په (نوې پښتو قاعده) کې د یاد کتاب محقق ډاکټر هدایت الله نعیم کارولی دی.
وْْ: واو چې لۀ پاسه سر پۀ سر دوه ټکي ولري.
یادونه:
په لاتیني لیکدود کې د همزې لپاره ځانګړې بڼه نشته دا ځکه چې په هغې ژبي کې همزه نشته، پښتو ژبه هم همزه نه لري، یواځې د کلمې په پیل کې راځي هغه هم په اصل کي همزه نه وي بلکه غږیز توری وي، په دې دلیل چې پښتو کې داسې ساري نشته چې همزه د کلمې په منځ کې یا پای کې راغلي وي، له همدې امله کله چې اور، انګور، اینګور، اوسپنه آشنا په لاتیني لیکدود لیکو د همزې لپاره یې ځانګړی شکل نه لیکل کیږي بلکه همدغه غږیز توري د همزې په ډول تلفظ کیږي لکه: or, angur, ingor, uspana āṣnā که غواړو چې له عربي رسم الخط نه ګټه واخلو نو موږ دوه اختیاره لرو یو دا چې کټ مټ د لاتیني لیکدود په څېر کار وکړو او همزه ونه لیکو خو غږیز توري د غږیز تورو سره د همزې په څېر تلفظ کړو نو تېرې بیلګې به داسې لیکو لکه: ۆر، اَنګۉر، اِنګۆر، اُبۀ، افرؽن. دوهم اختیار دا دی چې همزه د یو مستقل توري په توګه ځانګړې ولیکل شي او له هغې وروسته غږیز توری هم ولیکل شي نو یادي بیلګي به داسي لیکل کیږي: أۆر، أَنګۉر، أؽنګۆر، أۉسپَنه آشنا (دلته “آ” له دوو تورو جوړ دی یوه همزه ده او بل الف دی په اصل کې داسې وو”أاشنا” د عربي لیکدود له مخې کله چې همزې نه وروسته الف راشي نو همزه د الف پۀ شکل لیکل کیږي او له پاسه یې ولاړ زور لیکل کیږي ځیني خلک یې له پاسه مد لیکي) یا دې هم داسې ولیکل شي: ءۆر، ءَنګۉر، ءؽنګۆر، ءۉسپَنه ءاشنا. خو په دوهم اختیار غوره کولو کې غږیز توري په خپلواکو غږیزو تورو نومول ناسم بریښي ځکه چې پیل کې رانغلل په داسې حال کي چې غږیز خپلواک توري هر ځای راتلی شي. په دې دواړو اختیارونو کې باید یو غوره شي هغه چې د ژبې له طبیعت سره سمون ولري.
د لومړي اختیار ګټه دا ده چې کلمه لنډه لیکل کیږي، او همدارنګه که څوک غواړي چې پښتو کلمه یا متن په IPA ( نړیوال فونټیک الفبا) باندې واړوي په اسانۍ سره کولی شي او سافټویرونو سرە دا کار نور هم اسانه کيدلى شي.
خو همزه هم باید پۀ خپل ځای پاتي شي او یو مخ لۀ الفبا څخه لرې نه شي ځکه همزه هم د عربي ژبي د نورو تورو لکه ح ع، ف، ق، ص، ض، ط، ظ پۀ څېر د پښتو یو توری ګڼل کیږي. لکه: قراءت، مسأله، قرآن، مسؤول او داسي نورو کې همزه کارول کیږي.
همزه څو شکله لري (ء، أ، ئ، ؤ) پۀ نوي لیکدود کې که وروسته ترې الف وي نو داسي لیکل کیږي (ا) پۀ سر یې مد نه ليکل کیږي.
خج
د خج لپاره هم ځانګړي نښه کېښودل په کار دي. ځکه په ځینو کلمو کې که خج د کلمې په لومړي توري راشي یوه معنی لري که په وروستي توري راشي بله معنی لري دغه نښه ( ٘) مو د اړتیا لۀ مخې د خجنښې پۀ توګه کارولي ده.
لکه:
سَ٘ره sára: که خج په لومړي توري راشي بیا د هغو موادو لپاره نوم دی چې د کښت د ودې لپاره کارول کیږي.
سَره٘ sará: که دوهم توري را باندي راشي نو بیا حرف ده، چې د معیت معنی ورکوي.
پَ٘ټه páṭa: مؤنث اسم صفت دی، د نه ښکارېدونکې معنی یې ده.
پَټه٘ paṭá: اسم دی، پيړە رسۍ.
مَړه٘ maṛá: اسم صفت دی د وږي ضد دی.
مَ٘ړه máṛa: د پیښوریانو او ځینو نورو پښتنو تکیه کلام ده.
خَ٘ته kháta: جامه، کمیس.
خَته٘ khata: فعل دی، لکه: ښځه خته.
شَ٘له ṣála: اسم صفت دی د شَل مؤنث دی.
شَله٘ ṣalá څوک چې پۀ یوه خبرە ډېر ټينګار کوي ، سره غوښه.
که چېرې د خج د نه لیکلو پۀ سبب د کلمې معنی بدله نه شي، خو د ډېرو کلمو پۀ سم لوستلو کې ستونزه پیدا کيږي.
زیاتونې
پۀ نوي لیکدود کې لاندې توري اضافه شوي دي
ۆ، ۉ ێ.
کمونې
که ښځینه یا، کړواله یا او بې ټکو یا لۀ منځه لاړې شي ښه به وي، تر څو د یاګانو شمېر راکښته شي. نو پۀ همدې توګه به پۀ پښتو کې لاندې یاګاني دود وي.
بې غږه یا لپاره: ي
لنډ زېر لپاره: ؽ
اوږد زېر لپارە: ې
پۀ عربي کلمو کې چې پۀ الف سره تلفظ کیږي او لۀ وروستي توري سره نه نښلي: ى. لکه پۀ موسى او عيسى کې.
نوی لیکدود له اوسني سره یې کومې رېښې لري؟
نوي لیکدود له اوسني سره یې ډېر مشترکات لري.
۱- په نوي لیکدود کې بې غږه توري ټول پخواني توري دي یو هم نه دی بدل شوی.
غږیز توري هم ډېری پخواني دي.
۲- الف یا لوی زور، په منځ او پای کې د پخوا په څېر دی.
۳- ووړ زور پای کې د پخوا په څېر دی.
۴- زورکی په پای کې د پخوا په څېر دی.
۵- اوږده یا د پخوا په څېر ده.
لۀ دې سره که چا پښتو لوست زده وي پۀ ډېرې اسانۍ سره پۀ نوي لیکدود پوهېدلی شي.
بدلونونه او توپیرونه
یواځې هغه ځایونه چې په نوي رسم الخط کې بدل شوي دي، دا دي.
۱- (ا) پخوا یې د a غږ درلود نوي لیکدود کې د ā غږ لري.
۲- (اَ) پخوا نه لیکل کېده خو نوي لیکدود کې د a غږ لري، همدارنګه نوي لیکدود کې د کلمې منځ کې یواځې زبر ـَ زیات شوی چې د a غږ لري.
یادونه: داسې هم کېدی شوه چې (ه) په پیل او منځ کې وکارول شي لکه څنګه چې پۀ پای کې کارول کیږي، خو له دې امله چې نوی لیکدود له اوسني لیکدود سره ډېر پردی نه شي په پیل کې او منځ کې یې شکل بدل شو
لکه: اَفغانؽستان له هفغانؽستان څخه افغانستان ته ډېر نږدې ده، او ځمَکه له ځمهکه څخه ځمکه ته ډېر نږدې ده.
۳- (اِ) اوسني لیکدود کې نشته خو نوي لیکدود کې د کلمې په سر کې راځئ. لکه: اِسلام چې پخوا اسلام لیکل کيدۀ، او د کلمې په منځ او پای کې یې په ځای دغه بڼي ( ِ) او (ؽ) زیاتي شوي دي، لکه عِلم او هؽله چې پخوا علم او هیله لیکل کېده.
د کلمې په سر کې لنډه یا د (اِ) په شکل لیکل کیږي، او منځ کې پۀ دې شکل ( ِ) لیکل کیږي پۀ دې شرط که عربي کلمه وي او پۀ عربي کې هم زېر ولري، که عربي کې زېر نه لري بلکه یا وي خو پښتو کې زېر ویل کیږي یا عجمي کلمه وي نو پۀ دې شکل (ؽ) به لیکل کیږي، دا د دې لپاره چې له پخواني لیکدود سره یې واټن زیات نه شي.
۴- (ۉ) دا واو د لنډ واو لپاره ټاکل شوی د لنډ واو لپاره مخکې بې غږه واو کاريدۀ. د دې لپاره چې د نوي او پخواني لیکدود تر منځ ډېر واټن رانشي یواځې یې په سر یوه نښه زیاته شوه. لکه لۉر (د زوي خور) چې مخکې لور لیکل کېده. که چېرې پۀ عربي کلمې کې ضمه وي، نو پښتو کې به هم پۀ ضمې سره لیکل کیږي. که دا توری د کلمې پۀ سر کې راشي نو اُ به لیکل کیږي لکه: اسامه به اُسامه لیکل کیږي.
۵- (ۆ) دا واو پخواني لیکدود کې نه کاريدۀ.
لۀ لاتیني لیکدود سره د نوي ليکدود توپیر
نوی لیکدود لۀ لاتیني لیکدود سره څو توپیرونه لري، په لاتیني لیکدود کې هر غږیز توری د کلمې په هره برخه کې یو ثابت او نه بدلېدونکی شکل لري خو په نوی لیکدود کې د دې لپاره چې له اوسني لیکدود سره یې تنافر او لرې والی لږ وي د ځینو غږیزو تورو شکلونه د کلمې په پیل، منځ او پای کې بدلیږي، خو د ټولو دنده یوه وي.
پۀ کلمه کې د غږیزو تورو د بڼو بدليدل که لۀ یوه اړخه ستونزه جوړوي، خو لۀ بله اړخه ګټور هم دی، د غږیزو تورو د شکلونو بدلېدل مو لۀ پخواني لیکدود سره نه پردي کوي، کلمه راته پۀ خپل اصل باندې ساتي، دغه ګټي لاتیني لیکدود نه لري.
۱- ووړ زور په لاتیني لیکدود کې ثابت توری (a) لري خو نوي ليکدود کې په پیل کې (اَ) لیکل کیږي، منځ کې (ـَ) یواځې فتحه یعنې زور لیکل کیږي او پای کې (ە) لیکل کیږي.
۲- ووړ زېر په لاتیني لیکدود کې په (i) سره ښودل کيږي که د کلمې په هره برخه کې وي، خو نوي لیکدود کې د کلمې په پیل کې په (اِ) سره او منځ او پای کې په( ـِ )او (ێ) سره ښودل کیږي.
۳- لنډ پېښ پۀ لاتیني لیکدود کې پۀ (u) سره ښودل کیږي، پۀ نوي لیکدود کې د کلمې پۀ سر کې پۀ (اُ) سره او منځ او پای کې پۀ( ُ ) او (ۉ) سره ښودل کیږي.
نوی لیکدود او پینځه ګوني یاګانې
ی: دغه یا د الف د غږ لپاره کارول کیږي لکه پۀ موسی او عیسی او داسې نورو کې.
ۍ: دغه یا دې لۀ منځه لاړي شي یا دې هم د پخوا پۀ څېر د ښځینه نومونو پۀ پای کې لیکل کیږي. لکه: سپوږمۍ
ئ: دغه یا دې لۀ منځه لاړي شي یا دې هم د پخوا پۀ څېر د کړوالي يا پۀ توګە کارول کیږي.
ي: دغه یا به یواځې د بې غږه یا لپاره کارول کیږي. لکه: يَو
ې: دغه یا هم ثابته پاتي کېږي. لکه: شپې.
څرګنده یا او څرګند واو
څرګنده یا: چې وړاندي ترې زېر وي لکه: اِيشؽ. (جوش کوي)
څرګند واو:دچې وړاندي ترې پېښ وي لکه: ټاپؤ.
څنګه نوی لیکدود پۀ IPA ( نړیوالې غږیزې الفبا) واړوو؟
تاسې که د مایکروسافټ ورډ د لیکلو پروګرام لرئ یا بل پروګرام لرئ چې د find and replace اختیار یا افشن ولري؛ کولی شئ چې پۀ نوي لیکدود لیکل شوې لیکنه یا کتاب پۀ اسانۍ سره په IPA واړوئ.
۱- زور لرونکی الف په a بدل کړئ. زېرلرونکی پۀ i او پېښ لرونکی پۀ u بدل کړئ.
۲- زورونه په a بدل کړئ، زېرونه پۀ i او پېښونه پۀ u بدل کړئ.
۳- هر حرف په متبادل لاتیني حرف واړوئ. چې په دې کې زوري ها هم ده چې په a بدلیږي.
۴- کیڼ لیکلوری وټاکئ.
۵- لکۍ لرونکې او کړواله یا پۀ اصل کې دوه توري دي که لیکلې مو وي نو پۀ əy بدله کړئ.
۶- که نیمه فاصله مو کارولي وي په دې نښي ‘ یې بدله کړئ.
۷- خجنښه هم بدله کړئ.
۸- که د کلمې پۀ سر کې مو د (ا) پۀ ځای (آ) کارولی وي لکه: افرێن مو آفرین لیکلی وي نو آ پۀ ā بدل کړئ.
۹- له شد سره یو توري پۀ ډبل تورو واړوئ، لکه مُحمَّد کې مّ پۀ mm واړوئ، خو دا کار باید لومړی وکړئ.
۱۰- که موسى، عيسى او ورته نومونو کې مو دغه یا (ى) کارولې وي نو پۀ ā یې واړوئ.
د نوي ليکدود ګټې چې لاتیني لیکدود یې نه لري
د نوي لیکدود یوه ګټه دا ده چې پښتانه او د عربي، فارسي، اردو او نورو ژبو ویونکي چې عربي رسم الخط کاروي پۀ اسانۍ سره پرې پوهېدلی شي، او هغوی به د پردیتوب هیڅ احساس نه کوي او موږ هم پۀ داسي جغرافيە کې پراتە يو چې عربي رسم الخط پکې کارول کيږي، بله ګټه یې دا ده چې پۀ پښتو ګرامر کې دوه ډوله دالونه کارول کیږي چې د اضافت او حکم دالونه دي پۀ نوي لیکدود کې یې توپیر کېدی شي دا ځکه چې د اضافت دال داسې دە لکه د کلمې پۀ منځ کې چې وي نو پۀ نوي لیکدود کې يې له پاسه زور لیکل کیږي، او د حکم دال پای کې وي نو وروسته ترې زوري ها لیکل کیږي لکه: دا دَ اَحمد کِتابچه ده. خو پۀ لاتیني لیکدود کې دواړه دالونه یو ډول لیکل کیږي لکه: dā da ahmad kitabcha da. نو ډېر ځله به پۀ لاتیني لیکدود کې لوستونکی شکمن کیږي چې دا کوم دال ده.
بله ګټه یې دا ده چې نوي لیکدود کې د عربي ژبي ټولي کلمې پۀ خپل اصل ساتل کیږي، او دا ترې جوتیږي چې پۀ عربي ژبه کې پېښ او زېر ده که واو او یا ده، چې د معنی له اړخه دا کار ډېر مهم دی، لکه: سالِم، چې دا ترې څرګندیږي چې لام پۀ عربي کې هم زېر لري، او کرێم چې دا ترې جوتیږي چې را پۀ عربي کې زېر نه لري بلکې لۀ را نه وروسته یا ده، خو پۀ لاتیني کې دواړه کلمې داسې لیکل کیږي: sālim, karim چې دا نه ترې څرګندیږي چې لام او را نه وروسته پۀ اصل کې زېر دی او که یا ده.
لە دې سرە پۀ نوي ليکدود کې لوستونکى پۀ اساني سرە د عربي او پښتو کلمو توپير هم کولى شي.

4 COMMENTS

  1. په دې ډول چې تاسې تشریح کړی دی،‌ دا نه یوازې ګټه لري بلکې نوره ګډوډي هم منځته راوړي. کله چې دومره قواعد پر یو وخت معرفي شي نو دا خلک نشي منلی او نه یې هم د عملي کولو لپاره چمتو دي،‌ بلکې ما ته یې تر عملي ډګره ډېر واټن ښکاري. دا اوس ډېری کوښښ کوي چې خپلو لهجو ته زور ورکړي او له قصده ناسمه لیکنه کوي.‌ هره ورځ په وچ زور نور په شا ټپوي چې نور هم دې درز او بېلوالي ته کار وکړي.‌ له بده مرغه، په دې نوي وړاندیز کې ستونزې شته.

  2. پښتو یوازې په لاتینی او روسي حروفونو له لږو اضافاتو سره لیکل کیدی شي،په عربي کې یې لتون بیځایه دی

  3. سلامونه ،
    ښاغلی ورور فضل رحمان خان ته په درنښت:
    -ستاسو د لیکنې سرليک دی (د پښتو ژبي د ليکلو د نوي سيستم نظريە) مانا د لیکلو!
    مګر په پیل کې مو دا جمله لیکلې؛((دا سيستم لۀ لوستونکي سرە مرستە کوي چې پښتو ليکل سم ولولي.!!)) .؟!
    زما په آند ، لیکل او لوستل بېلې کړنې دي ؛
    — د ورور زیارمل صاحب په تایید ، مونږ باید کوښښ وکړو چې پشتو ته لا آسانه الفبې پې تې ثې … پیدا کړو ،یعنې د ژبپوهانو کار دی! خو مونږ ټول پښتانه ورسره لیوالتیا او مينه لرو . زما په نظر ، مد، الف، زور، زیر، پیښ ، واو وونه او یا ګانې +- ء ، ادن. … لکه انګلیسي +عربي آسانه کړو !!!.
    ما د آتاترک دژبې انقلاب ( له عثماني # عربي څخه لاتین ته ) په استانبول کښې زده کړی و ، ترکانو به ویل چې د نالوستۍ (بې سوادۍ ) په له منځه وړلو کې ېې ډیره مرسته کړې ده ؛ همدارنګه د منځنۍ آسیا جمهوریتونو پر روسي رسم الخط!!!!!!
    له توجه مو مڼنه/ بروکسل ۰۷/ډیسمبر ۲۰۲۰= ۲۲ ربیع الآخر ۱۴۴۲..

  4. فضل رحمان ورور په زړه پورې لیکنه کړېده . زده کول او عملي کول به یې ډېر سخت کار وي . زور او زیر ، پېش او شد به دومره ډېر وکارول شي چې مونږ به له سترګو خلاص کړي . د کمپیوتر کیبورد به هم د هغوی ظرفیت ونه لري .
    که پدې برخه کې د افغانستان د علومو اکادمي یو نوښت وکړی . لومړی د پښتو څانګې یو څونفره مستعد ځوانان د نړۍ د نورو ژبو زده کولو ته وګماري خصوصا هغوی چې عربي الفبا کاروي او یا د ترکیې ، ترکمنستان ، آذربایجان په شان هېوادونو ته چې د لاتین ژبې الفبا کاروي . دوی به زده کړي چې په راتلونکي کې کوم ډول الفبا د پښتو الفبې د اصلاح او یا د کوم بل ابتکار لپاره معقول وړاندیزونه لري .
    ستاسو په مثال کې چې دا ده احمد کتابچه ده ، کوم محلي تلفظ معلومیږي . باید وویل شي چې دا دې احمد کتابچه ده .
    له بلې خوا د مړه مثال هم ډېر غیر معقول او یو ډول غلیظه کنځل دي .
    البته مثبت ټکی هم پکې شته چې کېدای شي ژبپوهان له هغوی نه ګټه واخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب