هاغه تللې خوږې ورځې
ها وختونه ، تېر وختونه
چې ایمان ولاپه زړو کې
نه شپیلۍ کې دټوپکو
هلکان وو، په ترپکو
جینکۍ وې په چکچکو
رڼې ورځې خوږې شپې وې
چې نکریزو کې لارنګ و
دشپانه رباب ترڅنګ و
چې ناوونو کې رمې وې
او نغریو کې لمبې وې
ښه وختونه ، هاغه ورځې
چې به پلار بزغلي راوړل
چمچه مست به شنیلي راوړل
دکور شاته به نارې شوې
بنجاره به بنګړي راوړل
هاغه شپې په ستوریو ښکلې
چې دیوان به ټول بندي وو
د انا خوږو کیسو کې
ښاپیرۍ به ګرځېدلې
زموږ دښار خړو کوڅوکې
هاغه ورځې ، تللې ورځې
چې مُلا به هم مین و
دچړیانو به مېلې وې
په شړشمو غوړې څڼې
درنجو به یې وسمې وې
هاغه مستې ، خوږې ورځې
چې جګړه و ه ، خودسترګو
غلابه وشوه دمچکو
چې به پټ دیدن ته ولاړو
کرکړې به شوې دچرګو
څه وختونه ، تېروختونه
شورماشور دزاړه ښارو
چې ودان دسات منار و
نه لونګۍ وې سیاسي شوې
نه په ږیرو دچا کارو
ها روښانه دخدای ورځې
چې پرخوله و، دعشق توری
چې لاهسک و زموږستوری
چې هوښیار سړی وزیر و
چې پاچاودخدای سیوری
هاغه تللې ښکلې ورځې
چې دمور دلاس ډوډۍ وه
ورنه ډکه به شکرۍ وه
دچارماغو به لمن شوه
دممیزو به خولۍ وه
هاغه ورځې مې ارمان دي
هغه شپې مې رایادیږي
مورکۍ بیا دې زنګون کیږده
ستا کیسې مې رایادیږي
۱۳۹۲ زوکالیزه
——————
عبدالغفور لېوال
لمبه ، لمبه نڅا
داستانظر ته مې وجود پرلمبه ونڅاوه
دغیږې عطرو دې چې عود پرلمبه ونڅاوه
دلمبو ټس نه و،ستاحسن ته یې کړس وخندل
شکن دزلفودې چې دود پرلمبه ونڅاوه
ستابت شکنې ښکلا اور په ګلستان کړبدل
له ډیره شوقه یې نمرود پرلمبه ونڅاوه
رڼه خوله پراننګو، تاو دحیا پر خوږلن
دژوندچینې داور نمود پرلمبه ونڅاوه
چې سترګې واړومه تا او بیا هم تاوینمه
وجود دعشق مې ټول شهود پرلمبه ونڅاوه
سکڼی ماښام اوستا په سترګو کې تصویر دلمبو
عجیب سکوت ، عجیب سرود پرلمبه ونڅاوه
داسې باده راکړه چې اور ورسره ونوشمه
زما دتندې شور جمودپرلمبه ونڅاوه
۱۰ حمل ۱۳۹۳
ليوال صاحب! مسي خزان