جمعه, مارچ 29, 2024
Home+بېرته ستنېدل | عبدالوکیل سوله مل 

بېرته ستنېدل | عبدالوکیل سوله مل 

دا څو کلونه کېږي چې په لندن کې اوسېږم، لندن خورا ښکلی او تاریخي ښار دی. که له دغه ښاره یو وخت نږدې ټوله نړۍ اداره کېدله نو اوس هم له خپله زوره او شهرته نه دی لویدلی

دا چې دا خبره به څومره حقيقت ته نږدې وي، خو ما له ډېرو کسانو اورېدلي، چی آن د امریکا بهرنۍ پالیسي هم له همدې تاریخي ښاره په ګډه اداره کېږي. دا به د کوڅې او بازار خبره وي، خو ډېری وختونه د کوڅې او بازار خبرې هم حقیت ته نږدې وي

له هغې ورځې چې دلته ټکسي چلوم، له ګڼوعادي کسانو نیولې تر نامتو سندر غاړو، سیاستوالو، سوداګرو، اکتورانواو نورو سره مخ شوی یم. دوی مې په خپله ټکسي کې وړي را وړي او ښه د خوند بنډارونه مې ورسره کړي دي.

پخوا به مو ټولې خبرې په ورځنیو چارو راټولې وې خو اوس مو ټولو خبرو او بنډارونو ته سیاست لاره میندلې ده. زما ګڼې سپرلۍ چې پوه شي، افغان او د افغانستان یم، د افغانستان، د هغه د تاریخ، جغرافیې، فولکلور او کلتور په باب له ما حیرانونکې پوښتنې کوي:

 ـ له روسیي یرغل سره د آمریکا د پوځ موجودیت څنګه پرتله کوئ؟ 

 ـ حامد کرزی په افغانانو کې څومره محبوب دی؟ 

ـ امریکا او ناټو به تر کومه په افغانستان کې پاتې شي؟ 

ـ د تاریاکو کر به کله ودرېږي؟ 

د ښځو حقونه، جنګسالاران، طالبان، ګاونډیان او زموږ په کورنیو چارو کې د دوی لاسوهنې هم زموږ د بنډارونو او خبرو غوړې موضوع ګانې جوړوي. دوی تل د هغو کتابونو فهرست او محتوا هم له ماسره شریکوي چې په افغانستان کښل شوي وي. زه نه یوازې د دوی له بنډارونو او خبرو خوند اخلم، زده کړه هم ترې کوم.

دلته مې ډېری داسې کسان هم ولیدل چې زموږ په هېواد کې د خپلو عسکرو له موجودیته نا راضي ول او داسې هم چې د خپلو سرتیرو موجودیت یې زموږ او د نړۍ د ثبات په ګټه بللی دی

زموږ تر منځ ځينې وخت جدي بحث او د نظر اختلاف پیښیږي، خو هیڅکله په شخړه او لانجه پای ته نه رسېږي.

زه د موسیقۍ خورا شوقي او لېوال یم. په خپلو وطني سندرو نه یوازې پام اوړي او روح پرې تغذیه کېږي، انسان له خپلې ماضي او په پردي وطن کې له خپل هېواد سره هم تړي. له دې کبله مې تل د موټر ټایپ او یا راډیو چالان پرېږدم او سندرې اورم.

وطني ټنګ ټکور مې ډېر خوښېږي، خو د سپرلیو خیال هم ساتم. د موټر په جابه کې مې په انګریزي سي ډي برسیره د فرانسوي، ایټالیوي، اسپانوي او هندي سي ډيانو کمی هم نشته. تل چې کله مې موټر ته بهرنی را پورته شي، د دوی د خوښې سي ډي ور اچوم

خو څو ورځې دمخه په ما څه عجیبه ټوکه شوې وه، یوازې مې خپلې وطنۍ سندرې اورېدلې او د سپرلۍ طبعه مې هېڅ په پام کې نه نیوه، پر هغه ماښام چې مې څنګه سپرلۍ را پورته او موټر ته حرکت ورکړ نو سم دستي مې د استاد اولمیر دا سندره ولګوله

دا مو د بابا وطن

دا مو د دادا وطن

پر موږ باندې ډېر ګران دی

دا افغانستان دی

دا سندره ډېره اورم، ځکه چې پلار مې هم ډېره اورېدله، دا سندره مې هم پلار رایادوي او هم مې هېواد ته له ځانه سره بیايي.

 سندره به لا نیمايي ته نه وه رسیدلې چې په موټر کې ناسته سپرلۍ (جورج) په سیټ کې ښکته پورته وغورځېد، ترخه موسکا یې وکړه ـ  په فکر کې لاړ، لکه زما په څېر چې دې سندرې خوند ورکړی وي، غوږونه یې نور هم څک ونیول، ته وا د موتسارت کومه نغمه ور په زړه شوې ده، له څوکۍ راپورته شو، لږ را مخکې شو، په یوه ساه یې څو پوښتنې وکړې

  څه نړیواله ډیسکو دې په لاره اچولې؟ دا کومه ژبه ده؟ لږ څه بلدي راته ښکاري

پرته له دې چې زما ځواب او غبرګون ته منتظر پاتې شي، له ځانه سره یې په هیښتیا وویل

ـ پښتو

ما چې دده ټول حرکات پخپله هنداره کې په شد او مد څارل، د تصدیق سر وښوراوه

             ـ هو، پښتو

ددې لپاره چې په هر څه یې پوره سر ور خلاص کړم، ځان مې دستي ور وپېژاند

زه افغان او پښتون یم. ـ

جورج د جنایي افسر په څېر په ځیر لاندې باندې را وکتل، اوس نو خدای ورکړه، په پوښتنو سر شو

د افغانستان له کومې برخې؟ ـ

ما وخندل، لکه د افغانستان سره چې دده بلدتیا ننګوم او یا ذهني آزموینه ترې اخلم، په ټوکه مې وپوښت

که افغانستان دې په رښتیا هم لیدلی وي، زما په اړه فکر وکړه؟ ـ

د جورج تندی وغوړېد، نور هم ښه راته ځیر شو، لاس یې پورته ونیو

که لږ ماته وګورې، درته  وایم چې د افغانستان له کوم ځای یې؟ ـ

ما لومړی خپلې ښيښې ته وکتل، بیا مې جورج ته مخ ورواړاوه . 

جورج نور هم را دمخه شو، په سره مخ کې یې شنې سترګې سپینې وځلېدې، تا به ویل انځور مې کاږي نور هم راته ځیر شو

ـ اها، زما په اند د هلمند یې. ـ

هک پک شوم، خوله مې وازه پاتې شوه، مخ مې بې واکه څنګ ته کوږ شو، ومې ستایه

ـ ښه څېره پېژندونکی خو یې! ـ

  ـ نه! نه یواځې له څېرې مې وپېژندې بلکې د یو طالب خیال مې هم در باندې وکړځکه په هلمند کې اکثریت طالبان دي

داخبره نه وه سم د ټوپک ډز و، له غوسې سور را واوښتم، لکه اور چې واخلم، بلا پوښتنې مې په سر کې راوټوکېدې:

ما کوم داسې حرکت کړی دی، چې جورج دې پر ما د طالب ګومان وکړي؟

که یې ویلي وای چې د طالب په څېر کالي مې پر تن دي، هم به مې منلي وای، ځکه دا څو کلونه دي چې ډېری وختونه پخپلو ملي کالیو کې ګرځم، توره پګړۍ نه په سروم خو پکول مې تل پر سر وي، ږیره مې هم پوره اوږده ده، په ټکسي کې مې د هندارې ترڅنګ لویې تسبې هم راځوړندې دي، شاته  د بانټ له پاسه مې لویه مصله هم ایښې ده. لکه شخړې ته چې پلمه لټوم، په خشکه مې وویل

نو څه که طالب واوسم، ولې؟ ـ د طالبانو حرکات څه ډول دي؟ 

خو جورج زما د خشکې هېڅ پروا ونه کړه

 ـ یا افراط دی یا تفریط. په هېواد کې دې خوښي او موسیقي حرامه ده اما دلته یې ښه په ډاډه زړه او لوړ غږ اورې. اوپه دې هم نه پوهېږې چې زه څوک یم

جټکه مې وخوړه، په فکر کې لاړم، په هنداره کې یې بیا څېرې ته ځير شوم، مخ مې ور واړاوه

ـ ولې طالب زړه نه لري، طالب هم زړه لري. نن ورځ زما لپاره د خوشحالۍ ورځ ده باید چې خوښ واوسم

جابه مې پرانیسته، موبایل مې راوکیښ، ده ته مې ورکړ، څو په موبایل کې هغه عکسونه وګوري چې په ازاده فضا او د دښتې په څېر یوه سیمه کې زماد واده مراسم ښايي، بیا مې وننګاوه

ـ که رښتیا هم افغانستان پېژندونکی یې، له دې عکسونو باید وپوهېږې چې دا د افغانستان کوم ځای دی. همدا نن یې رالېږلي. او زه هم د همدې ځای یم.

جورج په ډېره بیړه او ځیرکۍ عکسونه ولیدل،  سمدلاسه یې څېره واوښته، تندی یې ګونځې شو، سترګې یې بقې راووتې، له ځانه سره ګډ شو

اوه زما خدایه ـ هلمند ۰ سنګین . فک اف. فک اف ـ

پخپل ځای کې نور هم ښکته او پورته شو، په ناراحتۍ یې مخ ته دواړه لاسونه ونېول: نه، نه، نه..

– FUCK OF 

ته وا لاس یې را واچاوه او یا يې وکنځلم، له غوسې سور را واوښتم، بې واکه مې په بریک پښې ټینګې شوې، موټر ځای پر ځای ودرېد، دواړه لکه موټر ته چې په غېږ ورشو، په موټر کې لاړو او راغلو، لاس مې پورته کړ، ته وا څپېړې ته ځان جوړوم، ومې ګواښه:

ـ که نور دې له خولې داسې څه واورم، په دې لویه لار دې له موټره ښکته کوم. پوه شوې!

چیغه مې کړه :

ـ دا ټکسي زما هېواد دی

جورج لکه هېڅ یې چې نه وي اورېدلي، زما په ګواښ غوږونه کاڼه واچول

ـ ته خو رښتیا هم طالب یې، سړیه! ـ

زه نور هم غوسې ونیوم

ـ طالب کېدل کوم جرم نه دی، اما زما په سیمه او وطن پورې دا ډول خبرې کول ښایي لوی جرم وي! ـ

جورج لږ موسکی شو، سر یې زما خوا ته رانږدې کړ، پخپلو پرله پسې پوښتنو یې د ځان په باب زما اټکل او احساس بیا وننګول:

ـ ته پوهېږې، زه څوک یم، او همدا اوس چېرته روان یم؟ دا لعنتي عکس چې تا راوښود، هغه ځای دی، چېرته چې ما خپل ورور د طالبانو په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړ او اوس هم باید ورشم همدې سیمې ته ، سنګین ته. 

اخ مې کړل، سر ته مې په ښي لاس ټک ورکړ، غاښونه مې وچیچل

ـ اوس ورځې چې خپل غچ واخلې؟ ـ

ـ د څه شي غچ؟ 

لکه د خپل هېواد تاریخ چې پرانیزم او د نولسمې او شلمې پېړۍ د کورنیو او بهرنیو جګړو پاڼې چې یو په بل پسې اړوم را اړوم او یا په کومه وتلې نړیواله ورځپاڼه کې په دې اړه تازه خبر لولم، ومې ویل

ـ وایي، انګلستان غواړي د امریکا په ملاتړ په دې لښکرو د افغانانو له اوسني نسل د خپلو دريو تاریخي ماتو غچ واخلي، که څنګه؟ 

جورج غلی شي، زنې ته لاس ونیسي، په فکر کې لاړ شي خو له لږ سکوت وروسته په ورین تندي ځواب راکړي:

ـ دا ما پورې اړه نلري. د ا ددولتونو کار دی چې تاریخ څنګه بیا تکراروي 

زه یو عادي مامور او معذور سرتېری یم، دې رخصتۍ کې راغلی یم، څو خپل واده کې ګډون وکړم

 له خپل ښي جېب څخه سور ګل را واخلي، سترګو ته یې ونیسي، په کیڼ جېب کې یې کېږدي

ـ زه باید همدې سنګین ته بېرته خپل ماموریت ته ور وګرځم، او هماغه ځای چې تا راوښود، زموږ څو عسکر ستاسو د خلکو امنیت او سوکالۍ په خاطر همدې ځای کې مړه شوي

 دخپلې پظلون پایځه راپورته کړي، په پښه د ټپ ځای راوښايي:

ـ دا په سنګین کې د یو ماین له کبله ټپي شوې.

زما تندی نور هم تریو شي، د خواخوږۍ هېڅ ډول احساس ونه ښایم:

ـ ماته ولې دا خبرې کوئ لکه ما چې تاسو هلمند او یا سنګین ته رابللي یاست!! 

بې واکه له ځانه سره وغوریږم:

نابللي میلمانه

دده غوسه راوپاروم ، تندي ېې تریوشي :

ـ ته ډېر پر توقع انسان یې، ما ته نابللی مېلمه وایې؟ ایا تاسو جنګ ځپلي طالبان زما د هېواد نابللي میلمانه نه یاست؟ تر هغه ځایه چې زه د شپې لخوا

په لندن کې پلی ګرځم، یا کوم ګیدړ وینم چې سرګردانه ګرځي او یا هم ټکسي وینم، هر یو همدا وایي، افغان یم، اما زه ستاسو په خاطر له خپلو ټولو

پیسو او وینې تېر یم، ته په ځای ددې چې له موږ مننه وکړې په لویه لار مې له موټر ښکته کوې؟ دا کار دې د بښلو نه دی

زه نور هم احساساتي شوم، لکه په زور چې ځانته جنګ په بیه اخلم

ـ که د بښلو وړ وای د بل غچ لپاره نه چمتو کېدې

ـ ناببره مې ټیلیفون ته زنګ راغی

هلو! ـ

او له (هلو) سره سمدستي له هغه لور غږ راغی:

سلام، کاکا جانه ـ خبرونه دې واورېدل؟ په سنګین کې امریکایانو د واده په مراسمو بمبار کړی. ـ

ټکان مې وخوړ، سودا راولوېده:

ـ دا څه وایې؟ خلک پکې ډېر مړه دي؟ ـ

له تلیفونه غږ راغی

ـ ټوله ورا د ناوې په ګډون څلوېښت ښځې او کوچنیان مړه دي.

بې واکه مې بریک ته پښې اړم شوې، جورج دومره وډاریده، لکه موټر چې په بم ور برابر شي، لکه لېونی چې شم چیغه مې کړه:

FUCK OFF ـ

ـ خدایه دا څه ورځې دي. زما د واده په ورځ. دا شکایت چاته وکړم؟ 

د پلار عکس راواخلم ، ښکل یې کړم، ژړا ته زور ورکړم. سر او تندی ووهم. د جورج اکرهم بدلون وکړي، رنګ ېې زیړ را واوړي، اندېښنه ور ولویږي، په ورو ووايي

ـ ولې خیریت خو به وي. ځانګړی پرواز لرم، په خپل وخت باید هوایي ډګر ته ځان ورسوم، کوم مشکل پیدا شو؟

زه هېڅ ونه وایم، بېرته موټر ږیر ته واچوم، پداسې حال کې چې موټر چلوم او اوښکې مې بهېږي، له اوږده ځنډه وروسته ځواب ورکړم

ـ ستاسو پوځونو نن زما په واده کې له هوا بمبار کړی. زما د مور، ناوې او مېلمنو په ګډون یې څلویښت ښځې او کوچنیان په وینو لمبولي.

د جورج خوله وازه پاتې شي، په خواشینۍ په موبایل کې اخبار پرانیزي، چې په انګلیسي یې لیکلي وي:

د یو واده مراسم په تېروتنه کې بمبار شوي.

او له دې سره سترګې پرې راوباسم

اوس نو ته هم ځواب راکړه، چې موږ وژنئ او که موږ ژغورئ؟! ـ

د ورور غچ دې زما د مور، ښځې او ورونو په وژلو واخیست

جورج هم مړاوی شي، په سیټ کې نور هم شاته شي، وبیریږي، اندېښنه کې ډوب شي، راڼه را وګوري، دا بوږنونکی خبر یې ناببره د تګ پرېکړه واړوي،له اوږده ځنډ وروسته راته ووايي

ـ هیله کوم، بېرته ګرځم. ـ

زه هم هېڅ ونه وایم ، په خالي سړک او نیمه تیاره کې بېرته را وګرځم، نا ببره مې مخ ته لوی ګیدړ راشین شي ،بې واکه مې بریک ته پښه اړم شي خو ترهغې چې پوره بریک نیسم، دی خویه بلې غاړې ته دسترګوپه رپ کې واوړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب