چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeادبکره کتنهساکه پښتنه رخشانه څنگه د سکندر مېرمن شوه؟

ساکه پښتنه رخشانه څنگه د سکندر مېرمن شوه؟

پوهاند مجاور احمد زیار –

د دغه کتاب پر پښتۍ باندې د مکدوني سکندر د باختري مېرمنې رخشانې (Roxana) هغه انځور دی چې په اتن (يونان)کې يې د پژۍ (مجسمې)له مخې اخېستل شوی دی. له لومړي چاپ سره مو د ار واښاد پوهاند جاويد پراخځ دومره کښلي ول چې هغه د پامير د يوه اکسيارتس) نومي سرغنه

(قومي مشر) لور وه. دادی اوس په دې تړاو د گران ليکوال قادر خاطر هغه پښتو ژباړه راخلو چې اغلې انجم سلطان شهباز پر خپل وارله يوه انگريزي متنه اردو ته راړولې وه. په دې لړکې يې د رخشانې پلار (Oxyartes ) د باختر يو سردار ښوول شوی چې وخيارتس يا وښيارتس لوستل کېدای شي. د امو دواړې غاړې په باختر(باکتريانا) کې راتلې او له دې سره سوغديانا اوسوغد (سغد) د اوسني تاجيکستان يو ولايت دی. په دې ډول که رخشانه د سغد(سغديانا) دسردار لور راښوول شوی، کوم پاموړ توپير يا ورانپوهاوی نه رامنځته کوي. امو(آمو) هم د پوهاند حسن کاکړ پر اند له ساکه ټبرنوم (هومه ورگه <امو ورگه) تړاو لري. بلخوا، د استاد مور گنستيرن او دوست شينواري د نغوتو او څرگندونو له مخې پښتانه د (هومه ورگه) ساکو په زوزات کې راځي چې له پامير و باختره ترسيستان، غور، هېلمند وار غنداو، کسې غره او نورو سوېلي سيموته را خپاره شوي، نو رخشانه هم ساکه نومېرلای شو او له همدې گوټليده مو تر انځور لاندې د اوسنۍ((سلېما نخېلې سهاکې)) ټپه کښلې ده. يوناني روکسانه Roksana)) له لويديخه تر ختيځه يو ټولمنلی ښځينه نوم دی، پارسي انډول يې (رخشانه) دی او پښتو يې (روښانه) مانا يې هم (روشن) ده چې له اوېستا(raoxshna) سره سمون لري. يوناني تاريخپوهانو همدغه بڼه کټ مټ يوناني ليک ته اړولې، يا د ژبپوهنې په نومونه(ترانسلېترېشن transletration) کړې ده. هغوی له دغه پلوه د روميانو او په تېره د راروسته انگرېزانو پر خلاف، له پوره پامه (دقته) کار اخېست، لکه په (ساکستانه ) او د جهلم ډبرليک اړوند ويی (چشتنه) کې چې د اوسنۍ پښتو(څښتن) منځنۍ بڼه وه.

۱هرگوره، څو کاله وړاندې چې د بي بي سي څلورم چاينل کوم فيلم نندارې ته وړاندې کړی وو،

د کيسې د لا زيات راکښون لپاره يې پکې داهم زياته کړې وه چې رخشانې د باکتريانا د نيواک په غچ کې غوښتل، سکندر په خوب کې ووژني!

د راژباړلې کيسې کره او کېښکلې بڼه په لاندې ډول وړاندې کېږي:

دسوغدکوټ نيونه:

دا کلا ياکوټ د يوه گاگرين غره پر سر اباد وو او اوسېدونکي په دې باندې غاوره ول چې د نړۍ يو ځواک هم دې کلا ته ځان نه شي ورسولای.

سکندر لا وار له مخه ددغې کلا په اړه اورېدلي ول چې سردار پکې له خپل کورکهول او وگړو سره يو ځای ژوند کوي او دا پر داسې نېغ او هسک غره اباده ده چې رسېدل ورته اسان نه دي. خو سکندر په دښمنانو پسې راخېستې وه همداچې له پوځ سره د دغه کوټ خواته ورسېد. خلکو وار له مخه ورته مورچلې نيولې وې. خوراکتوکي ا و څښاکتوکي يې پوره زېرمه کړي ول او بلخوا د وارين موسم له پلوه د اوبو هم څه کمی نه وو. سکندر چې کوټ ته پورته وکتل، پوه شو چې ختل ورته رښتياهم دومره اسان نه دي.

سکندر دغو خلکو ته وويل چې: (( که تاسې را کښته شئ او ځانونه راوسپارئ، نو روغ رمټ به پاتې شئ او د جنګ تاوان به هم درته وبښل شي. باختريانو د سکندر وړانديز رد کړ، پرځای يې پر سکندر غږ کړ اوننګونې ته يې راوباله:

يه مکدوني سالاره، ته دلته د راختو وس نه لری، بيرته پر شا شه او يا داسې سرتيري راوله چې د مرغانو په څېر وزرې ولري او دغلته ځانونه راورسولای شي!

پر سکندر د هغو خلکو گواښ او ملنډه ښه ونه لگېدل، د کلا د نيولوپه تکل کې شو او پوځي

سلاکارانواو سرتېرو يې هم دې ننګونې ته غاړه کېښووه

الوتونکي سرتيري:

سکندر له پوځه داسې درې سوه سرتيري راچاڼ کړل چې هم زړور ول او هم په غره ختوکې مېړني او ازمېښتکاره. هغوی ته يې لارښوونه وکړه چې کلا ته د ختو لپاره د غر هماغه نېغه، ښويه ښالاکه پرښنه ياخناړه او ستونزمنه ډډه راونيسي او ورته دا هم ويل شوي ول چې د کلا سرته له رسېدو سره سم له سمونې له ځان سره اخېستي رپي (بيرغونه) و رپوي. نو هغوی هم ترخړ گهيځ ه هم لا له مخه په يوه سخت واورين توپان کې د رسيو او مېخونو په مټ پرکوټ باندې ختو.ته و پتېيله. له هغوی درو سوو سرتېرو دېرش تنه کښته راوپرځېدل او نور د لمر له څړيکې سره د غره سر ته ورسېدل.

سکندر له لاندې نه پرباختريانو غږ وکړ چې زما څانگور(وزرو وال) سرتيري مو وليدل چې څنگه دروختل . باختريانو چې له مخ اړولو سره پر مکدوني سرتېرو سترگې ولگېدې، هک پک شول، وار پار يې ختا شو او نور يې د کړې وړې چارې پر وړاندې امان امان غږونه پورته کړل. ځکه هغوی د غره څه ناڅه هماغه اسانه ډډه او لويه دروازه څارله او له هغې سختې ستوغې ډډې يې هېڅ باگه نه وه. سردار هم خپل خلک په کلا کې راغونډ کړل او ورته يې وويل چې اوس راته له سلامي کېدا او ځانسپارنې بله لاره چاره نه ده راپاتې!

سکندر د باختر سردار لور سره واده:

سکندر د کلا له ورختو رسېدو سره تر لويې دروازې ورتېر شو، و يې ليدل چې د باختري څو کيوالو پر څارخونو يې خپل رپي رپي او د دښمنانو هغه اخوا دېخوا پراته دي. لوی وره ته ودرېد اود خلکو پر ننداره بوخت شو چې پرلپسې له کلا راوځي او له درناوي سره يې له مخې تېرېږي. په د هغه ترذ کې يې ناببره پر يوه ښکلې ګلالۍ پېغله سترگې ولگېدې چې له يوه درناوي سره يې لکه غشی له مخې گړندۍ تېره شوه

مکدوني ټولواکمن پرې ورغږ کړ چې وه نجلۍ نوم دې څه دی؟

هغه پښه نيولې شوه، بيرته يې راوکتل او په ترهېدلي گړدود يې ورغبرگه يې کړه: روکسانه!

سکندر ور نژدې شو، لاس يې ونيو او ورښکل يې کړ، هغه ترې بې له کوم غبرگونه بيرته شاگرځ شوه او پر خپله مخه ولاړه، خو پر اوږو راځړېدلو اوږدو کوڅيو يې د مکدوني ټولواکمن زړه او ذهن له ځان سره يرغمل يوړل. .نوره نو سکندر ټينگه پتېيلې وه چې له رخشانې سره هرومرو واده وکړي.

دسوغد کلا په باختر کې د سکندر روستۍ   ولکه کړې سيمه وه او هم دلته يې له روښانې سره واده وکړ. ددې زېږکال ۳۴۵ مز اټکلېده او د واده پر وخت يې منگ اتلس کاله وو.تر واده نه پس روښانې له دوو څيزونو (مذهب او مېړه) سره ډېره مينه درلوده او له سکندر سره د هند په تگ کې ملگرې وه. پر دې واده ډېر جگپوړي خوښ نه ول ،خو د هغه موخه او مرام د باختريانو مرسته ملاتړ تر لاسه کول وه او په دې کار بريالی هم شو. په هر ډول، مېرمن و او مېړه يو پربل پوره گران ول، روښانه له سره دې چې يونانۍ نه وه، بيايې هم د سکندر له خوښ ناخوښه ځان پوره خبر کړی وو.

د سکندر تر مړينې روسته پر ۳۲۳ مز کال د روښانې پسمرگي زوی (څلورم سکندر) وزېږېد . دا

سې مهال چې هغه ستره واکمني نوره له ډېرو سياسي کړکېچونو سره مخامخ وه . نو له دې پلوه روښانې او زوی يې هم ډېرې ناخوالې وليدې. د سکندر مور اولمپياس له دې سره سره چې دغه نږور او نمسی پرې گران ول او پوره خيال يې ساته. خو پر ۳۱۶مز چې اولمپياس د پاچاهۍ په هڅه کې شوه ، ځانته د لارې پرانېستو لپاره يې پر ۳۱۰ مز. کال روښانه او زوی دواړه له لارې لرې کړل ؛ هرگوره د فردوسي شهنامه د روښانې يو لور هم يادوي.

——————————

په تاند کې د لیکوال څو نورې لیکنې:

باختري ژبه ، ګران او هڅاند لیکوال… ، اریک ژبه ، د ښکلی د ښکلې لیکنې…. ، له سوسوره تر چومسکي…. ، تاند ته د غبرګونونو غبرګون،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب