سریزه
د ژبپوهنې د مطالعاتو په ترڅ کې راته جوته شوه چې د معاصرې ژبپوهنې بنسټ د فردیناد سوسور له لورې اېښودل شوی دی، سره له دې چې د معاصرې ژبپوهنې له بنسټ څخه نیمه پېړۍ وتلې ده، خو لا هم په پښتو کې د معاصرې ژبپوهنې او بنسټیزو هلو څلو په هکله د ګوتو په شمېر لیکل شوي دي. که څه هم معاصره ژبپوهنه خورا ډېر اوږد او هر اړخیز څېړنیز او تحلیلي بحث ته اړتیا لري، خو دلته مې یوازېې هغه اړخونو ته کتنه کړې چې د معاصرې ژبپوهنې بنسټګر فردیناد ډيسوسور ترې اغېزمن شوی دی.
څېړنیزه تګلاره: خو د دغې مقالې د لیکنې په ترڅ کې د کتابتونې څېړنې څخه ګټه پورته کړې ده، که څه هم د معلوماتو راټولولو لوړې ژورې درلودې، خو په ټوله کې د ژبپوهنې په ډګر کې د اتلسمې، نولسمې او شلمې پېړې د ژبوهنې له تحولاتو په ښه ډول اګاه کړم، او همدارنګه دا مقاله لوستونکو ته دا فرصت په لاس وکوي چې د سوسور او هغه اشخاص چې سوسور تر اغیزمن شوی و، ابتدايي معلومات تر لاسه کړي. که څه هم په پښتو کې دا ډول لیکنې خورا کمې دي، خو لیکوالو ته دا فرصت ورکوي څو په معاصره ژبپوهنه لا ډېر پښتو لیکل وکړي.
کلیدي کلیمې او عبارتونه: لانګ، پارول، مهالي او تاریخي مطالعات،
فردیناد ډي سوسور (ferdinand de Saussure) پېژندنه:
فردیناد ډي سوسور چې د معاصرې ژبپوهنې پلار ګڼل کېږي. نوموړي د ژبې او ژبپوهنې سیستماتیکو مطالعاتو په ترڅ کې د ژبپوهنې شلمې پېړۍ لاسته راوړنې ممکنې کړې.( Culler, Jonathan D ، ۷) نوموړی په (۱۸۷۵) په یوه علمپاله او سیاستواله کورنۍ کې زېږیدلی دی. په جینوا یو کلنو طبیعي زدهکړو وروسته په (۱۸۷۶) لایپزیک ته ولاړ، هلته یې تحصیلي څانګې بدله او تطبیقي ژبپوهنې برخه کې یې زدهکړې شروع کړې. په لایپزیک کې له دوه کلنو مطالعاتو او په برلین کې له دوه نیم کلنو زدهکړو وروسته په هندو اروپايي ژبو کې د خپلواک غږونو لومړنی سیستم یاداښت (the Mémoire sur le système primitif des voyelles dans les langues indo-européennes) اثر ولیکه. له هغه وروسته بېلابېلې متفرقه مقالې لري، خو مشخص اثار نه دي ترې راپاتې. نوموړی په ۱۹۱۳ کې ومړ. د سوسور له مرګ وروسته د نوموړي دوه تنه همکارانو شارلي او البرت سه شه یه د سوسور له یاداښتونو د عمومي ژبپوهنې کورس په ۱۹۱۶ کې بشپړ کړ.
لکه څنګه چې مو په پیل کې یادونه وکړه چې فردیناد ډي سوسور د معاصرې ژبپوهنې پلار ګڼل کېږي، نوموړي د غږپوهنې (Phonology)، رغښتوالې او نښپوهنې برخه خپل نظریات وړاندې کړي، چې د معاصرې ژبپوهنې څېړنیو او نظریاتو لپاره بنسټ بلل کېږي. (پیتر ا ام سورن، ۳۶-۳۲)
ویلیم ون هومبولټ (wilhelm von Humboldt):
ویلیم ون هومبولټ (1767-1835) د نولسمې پېړۍ له اغیزمنو ژپوهانو، سیاستوالو او استادانو څخه و، نوموړی د ژبوهنې، د ژبې فلسفې او د ښوونیزو اصطلاحاتو ریفرم له امله شهرت درلود، له همدې امله یې په برلین کې د هومبولټ پوهنتون د نوموړي په ویاړ نومولی.
د هومبولټ ژبنۍ فلسفې بنسټیز نظریات:
- ژبه او فکر نه جلا کېدونکي دي او د نړۍ لید نظریات یې وړاندې کړه.
- ژبه د خلکو د فکر او روان څرګندونکې ده، چې د هغوی درک او فرهنګي لید منعکسوي.
- نوموړي ژبه یو فعالیت ګاڼه نه یو ثابت محصول.
ژبپوهنې نظریې
- ژبه یې د اصولو پربنسټ جوړ سیسټم ګاڼه، نه یوازې د ویوونو او الفاظو ټولګه،
- د ژبې د نسبي والي نظریې بنسټ یې کېښود.
په سوسور اغېز:
هومبولټ د ژبې داخلي او بهرني شکل توپیرونو په هکله نظریات وړاندې کړل، چې یاد نظریات د سوسور په رغښتواله کې ښکاري، همدارنګه هومبولټ ژبه د نښو سیسټم ګاڼه چې دا نظریه هم د سوسور په نښپوهنه کې څرګندیږي، د دې ترڅنګ نوموړی ژبه د جامدې پدیدې پرځای یو خوځنده پدیده بولي او لکه څنګه چې نوموړي د ژبې په فلسفه کې ژبه د ثابت محصول پرځای یو فعالیت ګڼي او د دې ترڅنګ د ژبې داخلي او بهرني شکل په تړاو نظریاتو ته هم پام وشي نو د سوسور له لانګ(د ژبې سیستم) او پارول (حقیقي وینا)نظریو سره اړخ لګوي. (Arlini binti Alias)
د یادونې وړ ده چې ون هومبولټ له سوسور څخه یو پیړۍ وړاندې د ژبې او ژبنیو مطالعاتو به هکله نظریات وکړي دي، چې یاد نظریات د سوسور له نظریاتو سره اړخ لګاوو، دا نه ده معلومه چې سوسور به څومره له له هومبولټ څخه مستقیم اغیزمن وي، اما ګمان کېږي چې د دوی دواړو ترمنځ څه فکري اړیکه شته. دا چې د هومبولټ د نظریاتو پرمهال د تاریخي ژبپوهنې مطالعات د پرمختګ په لړ کې وو، نو د هومبولټ نظریاتو ته کم پام وشو، په داسې حال کې چې د سوسور نظریات داسې مهال وړاندې شول چې تاریخي او تطبیقي ژبپوهنه د لنډ وخت لپاره له پام غورځېدلي و. (ار. اچ. روبینز، ۴۱۷)
امیل ډورخیم (Émile Durkheim):
امیل ډورکیم (۱۸۵۸-۱۹۱۷) یو فرانسوي ټولنپوه و، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې شهرت وموند، د کارل مارکس او مکس ویبر ترڅنګ د عصري ټولنپوهنې بنسټګر ګڼل کېږي، د نوموړوي یوه دعوه دا وه چې ټولنه په فرد باندې تکیه واقعیت دی چې په جوړونکو توکو نشي تجزیه کېدلای. د نوموړی بله دعوه داده چې انساني ټولنه د علمي مطالعې وړ ده او دې دعوې د ثبوت لپاره یې د “ټولنیزو حقایقو” پېژندلار رامنځته کړه. همدارنګه نوموړي ټولنپوهنه له نورو فلسفي علومو څخه رابېله او د مطالعاتو په ځانګړې څانګه کې شامله کړه.[1]
د سوسور او امیل ډورکیم په اړه مې چې څومره ولوستل جوته شوه، چې سوسور او ډورکیم ترمنځ لوی توپیر د څېړنو او مطالعاتو په ساحه کې دی، چې د ډورکیم د مطالعاتو او څېړنو ساحه ټولنپوهنه او د سوسور د مطالعاتو او څېړنو ساحه ژبپوهنه وه، لاندې د هغه مواردو یادونه کوو، چې د ډورکیم او سوسور ترمنځ ورته والی لري.
تشریحي/مهالې مطالعه:
سوسور او ډورکیم دواړو د تاریخي (diachronic) مطالعاتو پرځای مهالو(synchronic) مطالعاتو ته لومړیتوب ورکاوو، دا تګلاره یې د ژبنیو او فرهنګي پرمختګونو د ناسم تفسیر مخنیوي لپاره په تطبیقي مطالعاتو کې د تکاملي تمایلاتو څخه مخنیوی په موخه کاروله.
ټولنیزتوب:
د سوسور ژبني نظریات د ډورکیم د ټولنیزو حقایقو له مفکورې څخه اغیزمن شوي و. سوسور ژبې ته د ټولنیز حقیقت په سترګه کتل، لکه د ډورکیم له د ټولنپوهنې له تکلارې چې الهام اخیستی وي، ځکه نوموړی په دې اند دی چې ژبه او ټولنه ژوره اړیکه لري او ژبني بدلونونه د ټولنیزو عواملو لخوا رهبري کېږي.
د ارزښت مفهوم:
سوسور او ډورکیم د ارزښت مفهوم په اړه خبرې کړې دي. ډورکیم په ټولنیزو حقایقو کې د اخلاقي ارزښت یادونه کړې او په ټولنیز شعور یې ټینګار کړی دی، ترڅنګ یې سوسور د ژبني حقایقو په ارزښت ټینګار کړی او د ژبني مفاهمو خوندیتوب او ثبات په اړه یې په ټولنیزو تړون ټینګار کړی دی، دا موازي وضعیت څرګندوي چې څنګه ټولنیز او ژبني قواعد له سترې مداخلې پرته بدلون نه مومي.
د ټولنیز او ژبنیو حقایقو ځانګړتیاوې:
د ډورکیم په اند ټولنیز حقایق بهرني، جبري او عمومي دي، په داسې حال کې چې سوسور ژبني حقایق ټولنیزاو ثابت بولي. د ټولنیزو حقایقو بهرنیتوب د ژبنیو حقایقو ټولنیز طبعیت سره همغږي لري، په دې مانا چې دواړه د ټولنیزو تړونونو محصول، عیني او د فردي بدلونونو تابع نه دي.
چاروالتوب او رغښتوالتوب:
د ډورکیم ټولنیز چاروالتوب او د سوسور ژبنی رغښتوالتوب په دې نظر دي چې ژبه او ټولنه د ثابتو رغښتونو په توګه پېژني، چې د ټولنیزو ځواک لخوا د اغیزمن کېدو وړ دی. په ټولنیز ثبات باندې د ډورکیم تمرکز د ژبنیو رغښتونو په اړه د سوسور نظریه بشپړوي او د دوی دواړو فکري یووالي ښودنه کوي. پورتنیو ټکو ته په پام سره ویلی شو چې د ډورکیم د ټولنپوهنې نظریات د سوسور لپاره د ژبپوهنې نظریاتو ته لار خلاصه کړې ده.( The Sacred as a Sociolinguistic Concept: Notes Between Durkheim and Saussure)
هیپولټ ټاین (Hippolyte Taine):
هیپولټ ټاین د 1828 لمریز کال د اپریل په ۲۱مه نېټه د فرانسې په ویزیور کې زیږیدلی دی، نوموړی نولسمې پیړۍ متفکر، کرهکتونکی او تاریخپوه فرانسوي پوه وو، نوموړي هڅه وکړه چې د بشري علومو په مطالعاتو کې له علمي لارو چارو کار واخلي. ټاین په یوه مسلکي او منځني پوړ کورنۍ کې زیږېدلی دی، پلار یې وکیل و، د پلار له مرګ وروسته یې یو څه وخت په کور کې شخصي زدهکړې وکړې، وروسته له مور سره پاریس ته لاړ او هلته د بوربن کالج (Collège Bourbon) له نومیالو شاګردانو څخه وګڼل شو، له هغه وروسته د اکول نرمال (École Normale) معتبر ښوونځي ته بدل شو. له ګڼو لوړو ژورو او تاریخي، فلسفي او ادبي مطالعاتو وروسته د (افلاطون د شخصیت) تر عنوان لاندې د دکتورا پایلیک ولیکه. ټاین له دې امله چې غیر معمولي فکري نظریات درلودل په ۱۵ کلنۍ کې عیسویت پرېښود. نوموړی د علومو حسې تجربې، مشاهدې او ازموینې ته ژمن و. نوموړی د 1883 لمریز کال د مارچ په پینځمه په پاریس کې ومړ.[2]
ټاین له لومړیو کسانو څخه و چې د رغښتوالې مخ پرودې خوځښت نظریات یې رامنځته کړل، دا ټول نظریات د نوموړي په فلسفي اثار کې لیدل کېږي چې نوم یې ځیرکتیا (De l’intelligence) دی، یاد اثر په ۱۸۷۰ لمریز کال کې خپور شو. (پیتر ا ام سورن، ۲۸-۲۹ )
د سوسور فکري چاپیریال:
هیپولټ ټاین د نولسمې پیړۍ فرانسې په فرهنګي او فکري چاپیریال کې یو مهم شخصیت و، چې ارواپوهنه، تاریخ او فلسفې برخه کې فعالیت درلود او ګڼ اثار یې لیکلي وو. نوموړي یو پراخ فکري چاپیریال رامنځته کړ چې د سوسور په ګډون ګڼ پوهان ترې اغیزمن وو.
عقلانیت:
ټاین په علومو کې عقلانیت دود کړ، دې چارې له سوسور سره مرسته وکړه څو په خپلو ژبپوهنیزو نظریاتو کې له عقلانیت څخه کار واخلي او د د ژبې علمي او جوړښتي نظام په لټه کې و او د نوموړي ټولې نظریې په عقلانیت ولاړې وې.
د راواهپوهنې او تاریخ ګډڅانګیز لیدلوری:
ټاین د تاریخ او ارواپوهنې ګډڅانګیزه تګلاره رامنځته کړه، نوموړي د انساني چلند په اړه د رواني درک او فرهنګي پېښو تاریخي چوکاټ رامنځته کړ، دې چوکاټ سوسور ته یو نمونوي الهام ورکړ او هغه یې په ژبه باندې د تاریخي او ټولنیزو شرایطو عواملو اغیز ته په کتو د یو رغښتوال سیستم په توګه تطبیق کړ.
نقد او اټکل:
سره له دې چې سوسور د خپلو کاروونکو سرچینو په اړه لږ وضاحت ورکړئ، خو متني انتقاد او علمي اټکلونه د ټاین فکري قوت ښکاره کوي، د وخت له شته ژبپوهنیزو میتودونو څخه د سوسور ناراضيتي په سوسور د ټاین جوت اغیز څرګندوي، ځکه سوسور هڅه کوله چې د کلیمو دودیزې ریښه پېژندنې پرځای په تحلیلي او سیستماتیک اړخ ټینګار کاوو.
د رمانټیسم اغیز ردول:
د سوسور لخوا د ادلوف پیکټه (Adolphe Pictet) ریښه پېژندنې رمانتیست ریښه پېژندنې میتود رد او د ټاین لخوا وړاندې شوی علمي او عقلي چلند غوراوی د پیکټ له رمانتیسم څخه د سوسور مخ اړول او د علمي تیورۍ پربنسټ د ژبنیو مطالعاتو دلات کوي، دا چاره جوتوي چې سوسور په فکري او ژبپوهنیز ډګر کې له هیپولټ ټاین څخه اغیزمن دی. (Saussure and His Intellectual Environment)
بودوین دوکورتینې (Baudouin de Courtenay)
یان بودوین دو کورتینې (۱۸۴۵-۱۹۲۹) په پولنډ کې زیږېدلی دی. د فرانسي د لرغونو اشرافي کورنیو څخه وو، چې په فرانسه کې یې ریښه تر منځیو پېړیو رسیږي، نوموړي په ورشو، پراګ، ینا، برلین، لایپزیک او سن پتزربورګ کې د اسلاویک ژبې او تاریخي ژبپوهنه مطالعه کړه. نوموړي په رغښتواله او غږپوهنې برخه کې د پراخو نظریاتو خاوند او د رغښتوالې برخه کې ژور تاثیرات درلودل. (پیتر ا ام سورن، ۲۴-۲۵ (
متقابل فکري درناوی
بودوین دیکورتینې د سوسور لومړنی اثر په هندو اروپايي ژبو کې د خپلواک غږونو لومړنی سیستم یاداښت (the Mémoire sur le système primitif des voyelles dans les langues indo-européennes) ستاینه وکړه او نوموړي په مورفولوژیکي جوړښتونو په منځ کې د فونیټکي اړیکو په ونډې خبرې وکړې. دا چاره د دواړو پوهانو ترمنځ د فکري درناوي نښه ده.
ګډې موخې:
بودوین او سوسور دواړو په معاصره ژبپوهنه کې د انقلابي بدلونونو تکل درلود، د دوی پر دې تشریحي ژبپوهنې تمرکز درلود او ټینګار یې کاوو چې ژبه باید داسې تشریح شي لکه څنګه چې ده، نه داسې لکه څنګه یې چې وده کړی . دې چارې د ژبپوهنې اصولو او میتودونو بنسټیزې بیا کتنې ته اړتیا درلوده، دا د معاصرې ژبپوهنې هغه مفاهم دي چې دواړو پوهانو ملاتړ ترې کاوو، همدارنګه بودوین په ژبپوهنه کې نوي اصطلاحاتو او د ژبني عناصورو ترمنځ د اړیکو اصلاح په اړتیا ټینګار وکړ، نوموړي دغه نظریات د سوسور د پام وړ هم وګرځېدل.
د نظریاتو موازي پرمختګ:
سره له دې چې بودوین او سوسور په دوه جلا سیمو او علمي چاپیریالیتنو کې فعالیت درلود، دوی دواړو په خپلواکه توګه په ورته نظریو کار کړی، بودوین په کازان پوهنتون کې په سیمولوژي او مورفولوژي کې غږیز توپیرونه تر بحث لاندې نیولي وو، یادې نظریې د سوسور له غږیزې سیمولوجي (د کلیمو په منځ کې غږیزو اړیکو) سره موازي اړخ لګاوو.
اغېز:
که څه هم د باډوین او سوسور ترمنځ د نظریو او فرمولونو ترمنځ ډېر یووالی موجود وو، چې علت یې نه یوازې د مشابه نظریاتو درلودل وو، بلکې بادوین معاصرې ژبپوهنې ادبیات غور تعقیبول او سوسور ته یې د یو نوښتګر په سترګه کتل، او سوسور هم د بودوین له افکارو سره اشنا و، په ډېر ګمان چې په ډېری ځایونو کې د نوموړي له نظریاتو ګته پورته کړي وي. تر دې چې د سوسور د کورس ځینې برخې د بودوین د جملو د جوړښت ښکارندويي کوي. بودوین او شاګرد یې کروشفسکی یوازینې ژبپوهان و چې سوسور ته د یوازیني اروپايي ژبپوه په ارزښت قایل و.
سیسټماټیک نوښتونه او اصطلاحات:
بادوین او د هغه پیروانو څو تخنیکي اصطلاحات جوړ کړل لکه: فونیم، مورفیم، ګرافیم، او سینټاګم او همدارنګه تخنیکي ځانګړتیاوې چې اومسهال په ژبپوهنه کې بنسټیز ځای لري. که څه هم دغه نومونې او اصطلاحات وروسته د سوسور لخوا مشوهور شول، خو د دغه غږیز پرمختوګه بادوین او کازان مکتوب ته منسوبیږي، چې په معاصره ژبپوهنه کې د باودین مخکښه ونده ښکاره کوي. (Courtenay ، ۳-۴۵)
اخځلیکونه:
- روبینز، ار. اچ. تاریخ مختصر زبانشناسی. ترجمه علی محمد حق شناس، نشر مرکز، ۱۳۸۱.
- سورن، پیټر ا. ام. مکاتب زبان شناسی نوین در غرب. ترجمه علی محمد حق شناس، چاپ مهر قم، ۱۳۹۸.
- Alias, Arlini binti. “Wilhelm von Humboldt: A Critical Review on His Philosophy of Language.” Theory and Practice of Education, 2016, International Medical University (IMU).
- Courtenay, Jan Baudouin de. The Beginnings of Structural Linguistics. Translated and edited with an introduction by Edward Stankiewicz, Indiana University, Bloomington/London.
- Culler, Jonathan D. Saussure. 1976, Fontana/Collins, Glasgow.
- Seuren, Pieter A. M. “Saussure and His Intellectual Environment.” History of European Ideas, 2016, Max Planck Institute for Psycholinguistics, Nijmegen, The Netherlands.
- Santos, James Washington Alves dos. “The Sacred as a Sociolinguistic Concept: Notes Between Durkheim and Saussure.” 2023.
[1] https://www.britannica.com/biography/Emile-Durkheim
[2] https://www.britannica.com/biography/Hippolyte-Taine