Home+مُسَلَح/ مُصلِح‎ | زهير سپېڅلی

مُسَلَح/ مُصلِح‎ | زهير سپېڅلی

مسلح/ په وسله سمبال، وسله وال.

مصلح/ سوله کوونکی، روغه او جوړه کوونکی. هغه څوک چي روغه جوړه راولي.
مصلحت مشورې ته وايي.
دواړه صفتونه دي.
«مسلح» په درې سېلابه او «مصلح» په دوه سېلابه ويل کېږي. توپير ئې په «س او ص» کي دی.
مثالونه ئې وګورئ!
مسلح کسان ازاد او بې غمه ګرځي.
دلته مسلح کسان تر مصلح کسانو ښه بازار لري.
استاد ګل پاچا الفت:
«انتقاد د بشريت تر ټولو ښه مصلح او صحيح رهنما دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...