Homeخبرونهد خبریالانو مرکز:۶ میاشتو کې افغان خبریالانو او رسنیو سره د بد...

د خبریالانو مرکز:۶ میاشتو کې افغان خبریالانو او رسنیو سره د بد چلند ۹۰ پېښې ثبت شوي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي، چې له تېرو ۶ میاشتو راهیسې یې له افغان خبریالانو او رسنیو سره د ناوړه چلند تر ۹۰ پورې پېښې ثبت کړې دي.

د هغه په وینا، په دې پېښو کې ۲۹ یې د خبریالانو نیول او شکنجه او نورې له رسنیو سره د ناوړه چلند اړوند دي.

ویل شوي، په دې موده کې طالبانو په کابل کې ۲ تلویزونونه، غزني کې دوه راډیوګانې او لغمان، خوست او پروان کې یوه- یوه راډیو تړلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې له نیول شویو خبریالانو څخه یو یې چې حبیب الرحمان تاثیر نومیږي او غزني کې د ازادي راډیو خبریال و، لا هم طالبانو سره بندي دی.

طالبانو د دغه راپور په تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې خبریالانو او رسنیو سره د ناوړه چلند ادعاوې رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...