دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: د دوحې درېیمې ناستې راپور مې لا مطالعه کړی نه...

مولوي کبیر: د دوحې درېیمې ناستې راپور مې لا مطالعه کړی نه دی

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې یې د خپل رژیم د پلاوي کاري راپور لا پوره نه دی مطالعه کړی.

په دغه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري د دوی عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد کوله.

مولوي عبدالکبیر د دې تر څنګ په یاده ناسته کې د دوی د پلاوي له ګډون او لاسته راوړنو خوښې ښودلې او ویلي: ملګري ملتونه زموږ شرایط مني، موضوعاتو ته یې هلته وخت ورکړ، هلته مختلف ملاقاتونه شوي دي، هغه راپور چې ماته مجاهد صیب راکړی تر اوسه مې ټول مطالعه کړی هم نه دی، ډیر ملاقاتونه شوي دي، له رسمي غونډې ترڅنګ چې د هېوادونو له استازو سره لیده کاته شوي دي.

مولوي عبدالکبیر و ویل: څلویښت سیاسي استازولۍ لرو، نو څه کم درې کلونو کې سره له دې چې امریکا بدماشي کوي خو په نږدې درې کلونو کې دومره سیاسي استازولۍ د امریکا د مخالفت سربېره، زموږ پر سالم سیاست دلالت کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د سولې انستیتوت په یوه تازه لیکنه کې د دوحې د درېیمې ناستې د بې پایلې توب خبره کړې او ویلي، چې د طالبانو د سخت دریځۍ له امله نړیوال دوی سره د تعامل په اړه زړه نازړه دي او دا څرګندوي، چې یاده ناسته چندان عملي پایلې نه شي لرلی.

یو شمېر شنونکو بیا د مولوي کبیر وروستۍ څرګندونې له معاصرې حکومتولۍ څخه د طالب چارواکو د پراخ لیرې والي واضح مثال ګڼي او وایي د یوه رژیم سیاسي مرستیال چې شاوخوا یوه میاشت وروسته هم د دوحې ناستې له راپوره لا نه دی خبر، نور چارواکي به یې څه خبر او ورته مسوولانه اقدامات ولري؟

2 COMMENTS

  1. امانت اهل ته سپارلو په اړه د قرآن او حدیث دریځ دادی چې: (إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ): کله چې یو کار نا اهل ته وسپارئ؛ نو د قیامت منتظر اوسئ.
    دنیوي قیامت همدا ناامني، فقر، بېسوادي، بې اتفاقي، پردیو ته احتیاج، ګډوډي، قتل… ټول داسې پيښې دي لکه قیامت او یا مو د شخص، ځمکي، دولت عمر دومره لنډوي چې قیامت تر باندې ژر راشي.
    بیا الله جل جلاله فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ). الله تاسو ته امر کوي چې امانت اهل ته وسپارئ او کله چې د خلکو ترمنځ پرېکړه کوي؛ نو له عدالت څخه کار واخلئ.
    دلته اهلیت او عدالت له یو او بل سره لازم او ملزوم دي. نا اهله خلک ظالمان وي؛ له هغوی د عدالت هیله لرل بېځایه دي.
    د الله تعالي په هر حکم او کلام کې یو حکمت شته . ملا کبیر چې د افغانستان غریب ملت له بودجې نه معاش او هرډول امتیازات اخلي او د همدې دندې لپاره ګمارل شوی ، د یوې میاشتې په تېرېدو یې هغه یو دوه پاڼې کاغذ نه دی لوستی . دو به په څه لګیا وي ؟

  2. دې مولوی څه خوړلی چې خپله لمن یې په بدماشی او مطالعه کې پر سر را اړولېده ډیر بې خبره پاتې دی الله ج دې هدایت ورته وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب