دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد کونړ او باجوړ ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې

د کونړ او باجوړ ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې

تاند (جمعه، د سرطان ۲۹ مه) پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول وايي چې د پنجشنبې په ماښام د کونړ ولایت او باجوړ ترمنځ پر ډیورند کرښه د پاکستاني پوخیانو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د نښتې علت څه دی او نه هم پاکستاني او طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

دا نښته وروسته له دې کېږي چې د ټي ټي پي د حافظ ګل بهادر ډلې په بنو کې د پاکستان د پوځ پر یوه مهم مرکز برید وکړ او سخته مرګ ژوبله یې ورواړوله. پاکستاني چارواکو له بریده وروسته وویل چې په افغانستان کې به د حافظ ګلبهادر کسان په نخښه کړي.

پاکستان تل تور پورې کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې داعش د سیمې په هېوادونو او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې مرکزونه لري او په افغانستان کې د حملو لپاره یې ملاتړ کېږي.

پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره په یوه بل اقدام کې د افغانستان پر میوو ګمرکي تعرفه څو برابره لوړه کړه.

تېره سې شنبه د پاکستان سوداګرۍ وزارت په یو بیان کې وویل چې د چنګاښ له ۲۶مې نېټې وروسته د موقتي ټرانزیټي اسنادو پرته له افغانستان څخه هېڅ یوه بار وړونکې لارۍ پاکستان ته نشي ننوتلی. په بیان کې راغلي که د یوې لارۍ ډرایور او کلینر بې له موقتي اسنادو له پولې تېر شو، نو د هغوی لارۍ به خالي کېږي او بیرته ستنېدو ته اړ کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي چې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله افغان سوداګر نه شي کولای خپل توکي د پاکستان په بازارونو کې وپلوري.

الکوزي زیاته کړه: “په دې وروستیو کې پاکستان زموږ په صادراتو کې تعرفه زیاته کړې، چې کابو ۱۲ توکي پکې شامل دي، له پیازو پرته، تازه میوې او سبزیجات دي، او موږ د توکو د پلورلو توان نه لرو.»

دا د طالبانو او پاکستان ترمنځ لومړۍ سرحدي او پوځي جګړه نه ده. د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې نښتې شوي او دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب