یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د ګیله من شهادت | غلام جیلاني ځواک

د ګیله من شهادت | غلام جیلاني ځواک

د نقیب شهید شهادت لامل شو چې د پنجابی استعمار دظلم او ستم، وژنو او ربړونو په خلاف د کلونو کلونو راپدیخوا دپښتنو په زړونو کې را ټوکیدلی نفرت او قهر،او  پښتون انسان ته د انسانی ژوند  غوښتنې نه د پښتون ژغورنې غورځنګ و زیږیږي.

د دې غورځنګ یو صادقه، مبارز، زړور ځوان او خوږ ژبی شاعر ګیله من وزیردی، وطن سره د مینې،سرښندنې او فداکارې له احساسه ډک شعرونو یې د پښتنو په زړونو کې یوه نوې ولوله ایجاد کړه، په غونډو او جلسو کې دمنظور پشتین د زړه له تله ویناوو او د ګیله من وطن سره د مینې شعرونو د پښتون په ويښتابه کې مهم رول ولوبو، لر او بر یو افغان غږ د هر پښتون ځوان په زړه کې کور وکړ او د پنجایی استعمار کرکجنه او کریهه څیره یې لوڅه او بربڼده کړه.

 د شهید عثمان لالا، شهید عارف وزیر او ارمان لوڼی په شان ګیله من هم دپوځ دسترګو ازغی شو او نور یې زغمل ورته ګران شول.

پنجابی استعمار وغوښتل د ګیله من وزیر په شهیدولو غورځنګ کمزوری کړی، همدا و چې په ډیره بې غیرتۍ یې یو بې غیرته او بې وجدانه پښتون پیدا کړ، د هغه په لاس یې په رڼا ورځ د اسلام اباد په ښار کې په ډیره ناځوانۍ ګیله من وزیر په ځوانه ځوانۍ  شهید کړ،

ګیله من شهید شو خو کومه ولوله چې د پښتنو په زړه کې یی راوژندی کړه، د لر  او بر افغان پیوستون یې چې څرنګه مظبوط کړ او د پاکستان په زړه کې چې د افغانستان درې رنګه ملی بیرغ په کوم شان او دبدبه پورته کړای شو هغې غورځنګ لا پیاړی کړ،

دښمن وغوښتل ګیله من و وژني خو ګیله د افغانانو په زړونو  او د ازادۍ غوښتنې په تاریخ کې تل پاتې شو.

دا چې د ګیله من وژنه د پاکستان د استخباراتو کار دی، محض پاکستان سره د دښمنی په پار وچ کلک تور نه دی،  ډیر شواهد او دلایل شته  چې څرګندوی  د تل په شان د دې خون شاته هم د ایی ایس ایی خونخواره اداره ده.

د ګیله من وزیر په وژنې تورن کس چې د پولیسو ماموریت ته په عریضه کې یې نوم هم لیکل شوی، څو ورځې همدلته پاکستان کې وو خو نه نیول کیده، بلکې هیڅ څوک نه دی نیول شوي او بیا د قتل متهم د یونړیوال هوایی ډګر له لارې له هیواده تښتي نوم یې عریضه کی ثبت دی خو نیول کیږی نه،

دومره ستره پیښه وشوه، په زرهاو خلک څو ورځې او شپې د روغتون مخ ته ولاړ وو، ترڅو دګیله من احوال واخلي، د منظوړر پشتین په ګډون د غورځنګ ټول مشرتابه دلته وه. کله چې شهید شو په سل هاو زره خلکو یې جنازه بدرګه کړه، خو  د پاکستان رسنۍ چوپه خوله وي!!!

 نو څوک خو وو چې قاتل یې له میدانه وویست، رسنۍ یې څه ویلو ته نه پریښودې او پولیس د چا نیولو ته.

 پاکستان کې دومره قدرت یواځی پوځ سره دی،

تاریخ شاهد دی دلته د هر پښتون وژنې شاته د پاکستان پوځ کرغیړن لاس لیدل شوی،

هغه د مشرف  خبره ده چې بش ته یې کړې وه، د کرښې ها خوا پښتانه ته وژنه د کرښې دیخوا  به یې زه وژنم!

غورځنګ وال رښتیا وایی،

یه جو دهشت ګردي هین      اس کې پیچهې وردي هین

نیکمرغی داده چې د یو ښه مشر او پیاوړی لیډرشپ ټول خصوصیات په منظور پشتین کې شته، لوړ سیاسی شعور، پوهه، زړورتیا، تدبر، حوصله صبر او استقامت، صداقت او وطنپالنه دا هرڅه د ده په ذات کې را ټول شوي،

ده وکولای شول  د ځنګدن حالت کې پروت د پښتنو ملی احساس بیا را ژوندی کړی، پښتنو ته یو ځل بیا د ازاد اوسیدو د انسانی ژوند د حق لرلو  شعور ورکړی، د ښه ژوند او انساني ژوند ارمان یې را ژوندی کړي،

ده ته چې ګورم، وایم فخر افغان خان عبدالغفار خان بیا را ژوندی شوی،

ورته دعا کوم خدای دې میرویس  او احمد شاه  کړي،

پښتون له امو نه تر اټکه سره یو کړي،

افغان وطن یو ځل بیا افغان وطن شي،

خو بدمرغې داده چې پښتون وژنه یواځې د پنجابی استعمار غوښتنه نه ده، که یواځې پنجابی استعمار وی اوس به د بنګال په شان په پیښور کې هم  ترې پتلونونه پاتې وو، بدمرغي داده چې د شرق او غرب د سیالۍ په ستره لوبه کې د پنجابی او امریکا ګټې سره شریکې شوي.

دا یواځې د پښتون ناسیونالیږم د محوه کولو د پنجاب هڅه نه ده، بلکې دا د چین او روسیې په وړاندې د امریکا جګړه هم ده،

بله بدمرغي داده چې سیمه کې د پنجاب او امریکا په نیابت طالبان )افغان او پاکستاني دواړه( جګړه کوی او طالبان اوس کابل کې واکمن دي، د کابل پښتون اوس بې وسه دی، بې واکه دی او په خپلو ټپونو کې داسې راګیر دی چې د څه کولو هیڅ توان نلري.

که څوک طالب پښتون ګڼی نو په خطا دي، طالب پښتون نه، بلکی د پښتون وطنپالنې دمخینوۍ په خاطر جوړه شوی یوه استخباراتي ډله ده چې اوس د پنجاب او امریکا نیابتی جګړه پرمخ وړي.

نو پښتون ازادي غوښتونکی، پښتون د انسانی ژوند غوښتونکی محاصره دی، چار چاپیره ترې غلیم پروت دی، او ددې غلیم شا ته د دنیا ستر قدرتونه ولاړ دي، د جګړې دا ډګر د نړۍ د سترو قدرتونو د سیالۍ ډګر دی.

په دې حالت کې چې د پښتون اسمان تورتم تورتم دی، منظور پشتین وایی چې جرګه غواړم ترڅو تصمیم ونیسی، څرنګه کوی شو خپل حقوق ترلاسه کړو،

رښتینې لارښود همداسې وي چې په بد ترین حالت کې ښه تصمیم ونیسي او خپل خلک وژغوري، پښتانه د تباهۍ په ژۍ ولاړ دي، که همداسې وخت کې خپله یې یو بل ته لاس ورنکړ او خپله یې خپل ځان ونه ژغوره ، نو خاورې مې په خوله کیدای شی د ملت په توګه خپل وجود له لاسه ورکړي،

همدا وخت دی چې سم تصمیم ونیول شي،

یو شمیر شاید په ښه اخلاص خو د احساساتو له مخې وایی پښتانه باید ټوپک واخلي، ازادي  ګانې تل په ټوپک اخستل شوي.

خو دوی له یاده باسی پښتون اوس خپل ټوپک نه لري اوس ټوپک او د ټوپک اکمال د پنجاب،امریکا یا کوم بل ستر ځواک سره دی، چې دوې یواځې پښتون کمزوری کول،وژل او سیمه بې امنه کول غواړي،

که غورځنګ ټوپک واخلي دا به د پنجابي استعمار ستره بریا وي،

نور د جګړو وخت نه دی اوس ازادي او خپل حقوق د سیاسی مبارزو له لارې  اخستل کیږي

د سیاسي مبارزی لار سخته ده، اوږده ده ازغنه ده، خو د بریا همدا یواځینې لار ده، نورې ټولې لارې د بربادۍ لارې دي

تکتیک که هرڅه وی خو د لر اوبر پښتنو ستراتیژیک هدف باید د لر او بر یو کیدل وي، لر او بر باید یو شي، په هر ترتیب او په هر قیمت.

 یا به یو کیږو که نه ورکیږو.

پرته له دې بله هیڅ لاره نشته، پنجابیزم، پان ایرانیزم او پان ترکیزم دسترو بلا ګانو په شان موږ ته په کمین کې دي او تر شا یی د سترو قدرتونو سیالۍ دي چې دوې زموږ دښمنۍ ته لا هڅوي او په شا یې ډبوي،

زه باور لرم چې منظور به بریالی کیږي، پښتون به بریالی کیږی، پښتون به ژغورل کیږي

خو د پښتون ملاتړ او د منظور پشتین ملاتړ په کار دی

د کابل میشت پښتنو ته هم په کار ده نور نو د قدرت مصلحت، هغه څه چې تل یې پښتون دربده کړی پریږدی، سره یو شی، د منظور پشتین ملاتړ وکړي، د لر او بر پښتون یو کیدل خپل یواځینې هدف وټاکي او لر او بر پښتون  سره یو ځای او لاس په لاس خپله مبارزه پیل کړي او تر بریا یې ورسوي،‎

دپان ایرانیزم او پان ترکیزم کوم فاشیست که خپه کیږی، زړه دې ورته ټق وچوي،

که پښتون سره یو شی افغانستان هیڅوک هم تجزیه کوی نشي،خو که پښتون خپله تقسیم او د ستم لاندې وی نو بیا افغانستان به هم هر وخت دګواښ لاندې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب