دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهمتقي له نوم اخیستو پرته پاکستان داعش ډلې ته په مرکزونو...

متقي له نوم اخیستو پرته پاکستان داعش ډلې ته په مرکزونو ورکولو تورن کړ

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي پرته له دې چې په مشخص ډول د پاکستان نوم واخلي، دغه هېواد د داعش ډلې ته د مرکزونو په ورکولو تورن کړ.

نوموړي خپلو یو شمېر مامورانو ته د وینا پر مهال ویلي، چې د داعش ډلې مرکزونه د سیمې په یوه هېواد کې دي او دا له هغو نیول شویو داعشیانو څخه د پلټنو پر مهال څرګنده شوې، چې په کابل کې د عاشورا پر ترسره شویو مراسمو د شنډ شویو بریدونو د پلانولو په تور نیول شوي.

ملا متقي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د دوی د رژیم ځواکونو د عاشورا د سږنیو مراسمو په امنیت نیولی و.

مخکې د طالبانو استخباراتو ته منسوبې المرصاد رسنۍ ویلي وو، چې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د طالبانو ځواکونو له پاکستان څخه راغلي هغه داعشیان نیولي، چې د عاشورا پر مراسمو یې د برید تابیا کړې وه.

مخکې هم د طالبانو یو شمېر چارواکو او ویاندویانو ورته ادعاوې کړې وې، خو په لوړه او رسمي کچه یې دا ادعاوې رسنیزې کړې نه دي.

د طالبانو منتقدان باور لري، چې د طالبانو مشران له پاکستان څخه اغېزمن دي او له همدې وېرې په ښکاره په افغانستان کې د دغه هېواد د نویو دسیسو په اړه څه نه شي ویلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان نږدې هره ورځ یو ځل د طالبانو رژیم تورنوي، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي.

1 COMMENT

  1. زه له ۱۹۷۱ کال نه د غربي اروپا اسنادو پر بڼسټ او وروسته په سترګو لیدلی شاهد او د سویس د زیوریخ ولایت تلویزیون غړي سره ۱۹۸۶ کال پښاور ته نژدی ؤملیدل چه غربي اروپا د ټوله آسیا خرابولو له پاره پاکستان کې د ترور اډې او د تربیه کولو مرکزونه لري او پاکستان یې غلامي کوي:
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب