پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکا احمد مسعود ته ویزه ورکول رد کړي

امریکا احمد مسعود ته ویزه ورکول رد کړي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) خبري سرچینو خبر ورکړی، چې امریکا متحدو ایالتونو دغه هېواد ته د طالبانو د رژیم د یوه مخالف جنګي مشر احمد مسعود ویزه رد کړې ده.

د احمد مسعود یو شمېر ملګرو رسنیو ته دا خبره تایید کړې، خو دلیل یې نه دی روښانه کړی.

امریکا هم رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وسله والې مبارزې له لارې د واک د بدلون د هڅو ملاتړ نه کوي.

یو شمېر شنونکو بیا ویلي، چې احمد مسعود تر ډېره د شرق بلاک سره نږدې دی او پر امریکا یې وخت پر وخت نیوکې د ویزې ردیدو سبب شوې دي.

مخکې د احمد مسعود په مشرۍ ملي مقاومت وسله والې ډلې په امریکا کې د یو شمېر دفترونو د پرانیستو د هڅو خبر ورکړی و.

د طالبانو یوه بله مخالفه ډله( د افغانستان متحده جبهه) چې هغه هم د طالبانو خلاف د جګړې خبره کوي، په امریکا کې رسمي دفترونه لري، مګر په افغانستان کې یې د جګړې اعلان لا نه دی کړی.

د یادونې وړ ده، چې احمد مسعود له یوه امریکایي خبریال سره د تازه مرکې پر مهال له طالبانو سره د امریکا پر مرستو نیوکې کړې وې او ویلي یې وو، چې یاده ډله له دې مرستو د ترهګرۍ د پياوړتیا لپاره ګټه اخلي.

طالبانو داسې تورونه تل رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. کج کلاخان کوړت کوړت په تاجکستان او ایران کې کوي او هګۍ بیا بل ځای کوي . پلار یې د شلو هېوادونو هراړخیز جاسوس وو ، زوی یې هم دا پېښې کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب