پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د سهیل شاهین غبرګون؛ هر هېواد په خپل امنیت ساتلو...

پاکستان ته د سهیل شاهین غبرګون؛ هر هېواد په خپل امنیت ساتلو مکلف دی

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه)  په قطر کې د طالبانو د رژیم د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په اسلام آباد کې د دوی د سفارت د مرستیال احضاریدو ته غبرګون ښودلی.

هغه ویلي، هر هېواد مکلف دی چې خپل امنیت خوندي کړي.

شاهین زیاتوي، چې ددوی د رژیم بهرنی سیاست اقتصاد محوره ده او  نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې زیانمنې شي.

شاهین و ویل: «زموږ پالیسي اقتصاد محوره ده، نو موږ په خپل هېواد او خپله سیمه کې امنیت او ټيکاو غواړو؛ خو د هر هېواد کورنی امنیت د هغوی خپل مسوولیت دی او د تور لګولو پر ځای باید خپل امنیت ته پام وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د دغه وزارت په وینا یې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځي اډې برید وکړ.

پاکستان د دې بریدونو تر شا له افغان خاورې د کار اخیستل کېدو ادعا لري او تور پورې کوي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځایونه او د افغان طالبانو ملاتړ ورسره لري.

پر افغانستان واکمن طالبان دا ادعا ردوي او بې اساسه یې ګڼي.

پښتانه ملتپال بیا باور لري، چې پاکستان هم پښتنو سیمو ته خپل اجیر جنګیالي د پښتنو د ځپلو لپاره راولي او هم د دغو جنګیالیو د ځپلو په نوم له خپلو نړیوالو متحدینو مرستې اخلي.

1 COMMENT

  1. پنجابیانو له افغانستان سره ټول ډیورنډ په اغزن تار تړلی دی ، نو دا د دوی مخالفین خو الوتکې هم نه لري ، څنګه دوی کولای شي له کرښې واوړی او له وسلو سره هلته عملیات وکړي .
    دا واضیح خبره ده چې پنجاب اوبه خړوي ، هرې خوا ته پښتانه ځپي.
    په بل هېواد تعرض او یا د هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ، صریحه مداخله ده . افغان لوری باید داسې مسایل لومړی ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي او له بلې خوا پنجابیانو ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې تر لاهوره پورې وځغلي او یو ځل بیا ووایي ، چې « پټان آګیا » !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب