پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم ازبکستان ته په سفر ځي

شېخ ندیم ازبکستان ته په سفر ځي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ته د ازبکستان سفیر د هغه هېواد د سفر بلنه ورکړې ده.

د شېخ ندیم ویاند ضیا الله هاشمي ویلي، چې د دغې لیدنې پر مهال د ازبیکستان سفیر خواجه شادمانوف نوموړي ته د دغه سفر بلنه ورکړې.

په دې لیدنه کې شېخ ندیم ویلي، افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه خپل کورني او بهرني مسایل د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په چوکاټ کې مخته وړي.

د هغه په وینا، همدا شان د لیدنې پر مهال دواړو لورو د دوه اړخیزو فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

د هاشمي په خبره، ندا محمد ندیم ازبیکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې د افغانستان همکار هېواد یاد کړ.

طالب ویاند د ندیم د سفر موخه ازبکستان سره په فرهنګي او علمي برخو کې د همکاریو په اړه خبرې ښودلي.

د یادونې وړ ده چې ندیم د طالبانو په کابینه کې له تر ټولو افراطي او ځواکمنو وزیرانو څخه دی او د دوی عمومي مشر ملا هبت الله ته له تر ټولو نږدې کسانو ګڼل کیږي.

د ندیم د دغه سفر دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.

1 COMMENT

  1. حیراوونکی منظره نه ده؟
    د طالبی حاکمیت تر ټولو متحجر کس ( ندیم ) د پخوانی شوروی تر ټولو منحجر هیواد ( ازبکستان ) ته رسمی سفر تر سره کوی. بله جالبه دا ده چی د ازبکستان پخوانی مشر ( ” اسلام ” کریموف ) د اسلام ډیر سخت دښمن ؤ ، که څه هم د شوروی د نورو جمهوریتونو مشران هم ( د شوروی تر ړنګیدو وروسته ) همهغه د شوروی د کمونسټ حزب بقایاوی وې خو کریموف ډیر افراطی افکار درلوده چی البته علت ئی دا ؤ چی …….
    په هره توګه، ولیدل سی چی ندیم ساب به کوم علمی! سوغاتونه د ځان سره راوړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب