دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاوچا وايي، وروستیو سیلونو ۲۱ ولسوالۍ زیانمن کړي

اوچا وايي، وروستیو سیلونو ۲۱ ولسوالۍ زیانمن کړي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۸ مه) په داسي حال کې چې د هوا پېژندنې اداره د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سبا (جمعه) لپاره د ورښتونو وړاندوینه کړې، د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د وروستیو سیلونو قربانیان بیړنیو مرستو په ځانګړې توګه خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.

اوچا پرون (پنجشنبه د سرطان ۲۸) په خپل راپور کې زیاته کړې چې د وروستیو څو ورځو په سېلونو کې ۴۰ تنه مړه او ۲۵۱ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو په ننګرهار کې د سېلونو له امله د مړو شمېر ۴۵ او د ټپيانو شمېر ۳۵۰ ته اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتو نوی راپور ښيي چې په ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان او نورستان ولایتونو کې ۲۱ ولسوالۍ سېلونو اغېزمنې کړې دي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد، سرخرود، بهسود، مومنددره، بټي کوټ او لعلپورې ولسوالۍ هغه سیمې دي چې سېلونو ځپلي دي.

په ننګرهار کې له پاکستانه راستانه شوي کډوال هم سخت ځپل شوي دي.

دغه راز په لغمان کې د مهترلام، دولت شاه، الینګار، الیشنګ او قرغیو ولسوالۍ هم سیلونو زیانمن کړي دي.

راپورنه وايي، د نورستان ولایت منډول، برګ مټال، کامدېش، واما، د کونړ ولایت اسعداباد، مروره، وټه پور او پاڼه دره د سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.

سیلونو په بدخشان ولایت کې د جرم ولسوالۍ ته هم زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار ځینې اوسېدونکي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د دېوالونو د نړېدو له امله ګڼ شمېر ژوبل شوي دي.

په ننګرهار کې يو تن چې څوارلس کلنه لور يې په سېل کې مړه شوې، وايي: “د لور جسد يې نه دى پېژندلى او يوازې د هغې له جامو څخه معلومه شوه چې هغه هم په مړو کې ده.”

د ننګرهار دغه اوسېدونکی وايي: ډېره ګڼه ګوڼه وه، بیا مې په هدیره کې ولیدل. کله چې زه لاړم، زما سترګو کار نه کاوه، ما خپله لور نه پیژندله. دا زما ملګری و چې زاته ویې ویل: “ماما، دلته راشه، ستاسو لور دلته ده، ما چې د هغې جامې ولیدې، ما وپیژنده چې هغه زما لور ده.”

خو ملګرو ملتونو ویلي، هغه لارې چې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو مرکزونه له ولسوالیو سره نښلوي تړل شوي او اوس تر ۷۳۰ ډېرې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم ویلي چې په تورخم کې د کډوالو ۴۰۰ خیمې ویجاړې شوي، چې زرګونه یې بې کوره شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سبا ورځې لپاره د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا، بادونو، دوړو او سېلونو اټکل کړی دی. دې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دا وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د ننګرهار، کابل، لوګر، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست په ولایتونو لپاره شوې ده. په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب