د افغانستان او سیمې د مطرح مورخ او دانشمند پوهاند عبدالحی حبیبي د ۴۰م تلین په مناسبت د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د استاد د کار او ژوند په هکله د مرکو لړۍ پیل کړې ده. د همدغې لړۍ په څلورمه برخه کې اغلې عادلې ستانکزۍ له ښاغلي عصمت څاروان سره مرکه کړې ده. ښاغلي څاروان د پوهاند حبیبي مشهور کتاب “ظهیرالدین محمد بابرشاه” پښتو ته ژباړلی دی.
پوښتنه: دا کتاب مو ولې ژباړې ته انتخاب کړ؟
ځواب: زه له ډېر وخت راهیسي د لویو شخصیتونو د زوکړو او وفات ورځې تعقیبوم او په مناسبت یې یو څه لیکم، سږ کال د علامه حبیبي د وفات ۴۰ کاله پوره کېدل، فکر مې وکړ چې د نورو کلونو په شان به د هغه سږنی تلین هم په پټه خوله تېر شي او یادونه به یې ونه شي، نو راځه یو اثر یې وژباړه چې دغه ستر ضخصیت ته مې یو درناوی څرګند کړی وي. یوه باهمته ځوان عبدالهادي مجروح د علامه حبیبي یو شمېر اثار پښتو ته رااړولي، له هغه مې وپوښتل چې کوم اثار یې ژباړلي او کوم یې نه دي خو ما چې د نوموړي د ژباړلو اثارو لیست وکوت، دا یو پکې نه و، بل چا هم نه و ژباړلی. ځکه مې دا کتاب ژباړې ته انتخاب کړ.
پوښتنه: ایا د بابر په اړه په انګریزي او نورو هغو ژبو کې چې تاسې ورنه ژباړه کولای شئ، د بابر په اړه لا بهتره کتابونه نه وو؟
ځواب: بابر په اړه ډېر څه لیکل شوي دي. ځینو ستایلی، ځینو غندلی او پر ښو صفاتو یې هم سترګې پټې کړي. خو علامه حبیبي دا اثر داسي لیکلی چې لوستونکی د بابر په اړه بې طرفانه قضاوت کولی شي. د ډېرو نورو پاچهانو په شان یې هم ښه خویونه لرل او هم بد.
بابر په هند کې د لودي پښتنو امپراتوري ړنګه کړه، پښتانه یې قتل عام کړل خو تاسو د علامه حبیبي په اثر کې په دې خاطر چې بابر پښتانه وژلي یا یې حکومت ورڅخه اخیتسی، په دې بنیاد له هغه سره تعصب او کرکه نه وینئ. د هغه د قتلونو یادونه هم کوي او دا هم وايي چې څومره ځیرک، په پوځي ستراتیژۍ پوی، او د علم او ادب مینه وال و.
پوښتنه:که فرضا علامه حبيبي صرف دا یو کتاب تاليف کړی وای، بیا به تاسې ده ته د مورخ په توګه په څه سترګه کتل؟
ځواب: فکر کوم چې همدا یو اثر کافي دی چې علامه حبیبي ستر مورخ وګڼل شي. د دې اثر لپاره چې ده په خپله یوه رساله یا کوچنی اثر بللی، دومره منابعو ته مراجعه شوې چې ان په اوسني وخت کې، چې د کتابونو پرېماني او انترنیټ هر څه اسانه کړي دي، ښايي کم مورخان دومره حوصله ولري چې دومره ماخذونه ومومي. علامه له انګلیسي، فارسي، ترکي، اردو او هندي منابعو استفاده کړې ده.
د دې اثر لپاره د ده په منابعو کې یو هم بابر نامه ده. علامه د بابر نامې، انګلیسي، فارسي، ترکي اوهندي ژباړې کتلي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې مثلاً په انګلیسي کې داسي راغلي خو په فارسي کې بیا داسي ویل شوي.
پوښتنه: د ښې تاریخ لیکنې په اړه ويل کیږي چې زموږ وخت ته هم پيغامونه لري، د بابر کتاب چې تاسې ولوست زموږ د وخت لپاره څه پيغامونه لري، که یو یا مثاله راسره شریک کړئ؟
ځواب: تاریخ په اړه ویل کېږي چې تکراریږي. رښتیا هم دغسي ده. د ظهیرالدین محمد بابرشاه اثر راښيي چې اختلاف، تربګني، رخه او ضدیت د لویو امپراتوریو د سقوط سبب کېږي. علامه جبیبي بې له دې چې لوستونکی یې احساس کړي، راته وايي چې د پښتنو لودیانو اختلاف او د یو بل پر ضد د مغلو خدمت، نه یوازې لودي امپراتوري په زوال محکومه کړه، بلکې په پیړیو یې د پښتنو اسارت او د مغلو حاکمیت ته لاره هواره کړه. مغلو تقریباً درې نیم سوه کاله پر هغه هندوستان او تر ډېره وخته پر اوسني افغانستان حکومت وکړ چې په پیړیو افغانانو پرې حکومت کاوه.
مثلاً په دې اثر کې لولو چې د لودیانو د سلطنت اویا کلنه دوره (د سلطان بهلول او سلطان سکندر پاچهۍ) د عدالت او مدني پرمختګ دوره وه خو کله چې ابراهیم لودي واک ته رسیږي له یوې خوا بې کفایته و او له بلې خوا بې رحمه. په داسي حالاتو کې اختلاف پیدا کیږي، تر هر چا وړاندې یې خپل کشر ورور مخالفت پیلوي، او په جونپور کې پاچهي اعلانوي. له درباره اکثره قوماندانان او مشران مرور شول. د دې اختلافاتو نتیجه دا شوه چې بابر بریالی شي او د لودیانو امپراتوري پای ته ورسوي.
دې ته ورته د بابر له مړینې وروسته همایون چې پاچهي په میراث ورته پاته شوې وه، د اختلافاتو له کبله پاچهي له لاسه ورکړه. ده درې ځلې کابل له خپل ورور کامران څخه ونیوه. د دوی اختلاف سبب شو چې افغان شیرشاه سوري واکمن شي.د اختلاف ترڅنګ د سرټمبه توب، د ولس په وړاندې بې تفاوتي او بې ځایه غرور پای زوال دی.
پوښتنه: د حبيبي صاحب ډېر مهم اثار په دري ژبه ليکل شوي، څومره به مهمه وي چې ياد اثار پښتو ته وژباړل شي؟
ځواب: له ښه مرغه عبدالهادي مجروح د علامه اکثره اثار له دري پښتو ته اړولي دي. خو له بده مرغه ټول چاپ شوي نه دي. باید چاپ شي او که کوم اثار یې لا نه وي ژباړل شوي، باید خامخا وژباړل شي. د علامه حبیبي د اثارو ژباړې ته باید ډېر پخوا پام شوی وای. ښه ده چې په دې برخه کې هم تبلیغ ډیر وشي چې څه ډول اثار پښتو ته راوژباړل شي. کله نا کله د داسی موضوعاتو ژباړې وینو چې چندان ګټورې نه وي، مثلاً یو چا د اوبتلونو په اړه یوه اوږده لیکنه ژباړلې وه. خو د علامه حبیبي د اثارو په شان مهم شیان چې ګټور دي، د دوی له وفاته څلور لسیزې وروسته هم چاپ شوي نه دي.
پوښتنه:د ژباړې په وخت کې له کومو ستونزو سره مخامخ شوئ؟
ځواب: د ځینو پخوانیو او متروکو فارسي، ترکي او عربي کلمو معنا مې په ډکشنریو کې په اسانه نه شوای موندلی. خو تر ټولو سخته برخه یې دا وه چې دا اثر ډېر خراب ټایپ شوی. اوس هغه مثالونه نه شم درکولی خو اول مخ د نمونې لپاره پرانیزم، دوهمه کرښه داسي ټایپ شوې: ومادرش قتلق نګارخانم دختر یونس خان فر مانر وای مغو لستا ن است. دا خو اشنا کلمې دي خو کله چې نا اشنا نومونه په دې ډول لیکل شوي وي، سړی نه پوهیږي چې څه شی دی.
پوښتنه: ستاسو له نظره څومره مهمه ده چې د پوهاند حبیبي اثار انلاين شي؟ ایا دا کار ډېر سخته دی چې تر اوسه نه دی شوی؟
ځواب: دا کار شوی دی. په (http://www.alamahabibi.net/) کې د دوی ډېر اثار انلاین موندل کېږي. ډاکتر خوشال حبیبي په دې برخه کې ډېر کار کړی او لا هم دوام ورکوي. خو په دې ویبپاڼه کې د علامه حبیبي چاپ اثار سکن شوي. له یوې خوا دا اثار سم ټایپ شوي نه دي او له بلې خوا ځینې تیروتنې لري. ښه به دا وي چې له سره کمپوز شي او بیا خپاره شي.
پوښتنه: هغو ته چې غواړي تاریخي کتابونه وژباړي مشوره مو څه ده؟ د خپلې ژباړې د طریقې په هکله راته ووایاست؟
ځواب: هر اثر چې څوک ژباړي، لومړی دې یو ځل ولولي، د لوستلو ګټه دا ده چې له یوې خوا ژباړه ورته اسانه کیږي او له بلې خوا تیروتنې ممکن کمې وکړي. بله خبره چې که ژباړونکی ورته پام وکړای شي هغه د تاریخ ژبه ده. لکه څرنګه چې د ادب او ژورنالیزم ژبه (اصطلاحات او یو شمېر کلمې) توپیر لري، ښه ده چې د تاریخ ژبه مو هم یو څه بېله وي؛ یعني ژبه مو یو څه کلاسیکه وي چې لوستونکی پخوا زمانو او تاریخ ته بوځي.
پوښتنه: پر پښتو ژباړو یو نقد دا دی چې ځینې ژباړونکي د بلې ژبې د جملې جوړښتونه ژباړي نو ځکه د دوی پښتو متن پردی ښکاري دا ستونزه څرنګه حل کولی شو؟
ځواب: دا ستونزه شته، د ژبې جوړښت مو باید خپل وي، البته ځینې عبارتونه او مفاهیم که باذوقه کسان تحت اللفظي وژباړي، ممکن په غوږ بد ونه لګېږي. د اوسنۍ فارسي خصوصاً د خبر، سپورت، او ساینس ژبه تر ډېره له انګلیسي ژباړل شوې ده. لکه با مشکل روبرو شدن (له ستونزې سره مخامخېدل). که موږ باذوقه ژباړونکي ومومو، ممکن په دې ډول خپله ژبه بډایه کړو خو له بده مرغه بې ذوقه ژباړونکو په تحت اللفظي ژباړو (لکه شتون نه لري) ژبه بدرنګه کړې ده.
پای
په پايلي خبرو مې يې سر خلاص نه شو چې باذوقه او بې ذوقه ژباړونکي په خپل منځ کښې څه توپير لري.