چي نظرد کبرجنو ورته برند شي
لږ دې پاتې په هنداره دغه دند شي
د دې شکلوعجیبه غوندي بازار وي
کاردي نه وي خو بس کار دې پکې بند شي
د ځوانۍ له زوره مستي هسي نه چې
رانه مات دې په نازونو کې مړوند شي
دا پی مخې د پیریانو په شان بویه
خدای خبر چې په اسانه مې په بند شي
د غزل جاغور دې تش کړمه په حسن
چي راډک مي د خیالونو کمربند شي
ریحان پریږدئ د څلورو سترګو جنګ ته
فکرنه کړم چي قایل به د اوربند شي
————-
د سپېڅلي ضمير تـــول کـــې را ايســـــار يم
ســـمنـدر يم په کـــــچکول کې را ايسار يم
را نـــــه تاو دې شي شـهيـــد شــهيد يادونه
بس د حـــورو په کهول کـې را ايســــار يــم
د آواز لښــتې مې مـاتـــــې ډنګ مې نشته
اوس د خپل وجـــود په ډول کې را ايسار يم
در نه ورک نه شـــم په اوښــــکو کې جانانه!
ستا د ســترګو پـه کـــنډول کې را ايسار يم
د شــهيدې کـــوچۍ خــال يـــمه لوېـــــــــدلی
چــــې په لپــو د غاټـــول کې را ايســـــــار يم
د کابل د درد رمه يمه راپنډ ه
د خوږمن زړګي په شپول کي راایسار يم
———————
ستاجلوه ليدل غواړم منصور او که بوداشم
ووایه جانانه راته آ شمه که دا شم
بس چي په یوحال یمه نوشم دي د فانوس لمبه
نه لکه د شمعي چي باد راشي په نڅا شم
پاڅمه ترعرشه د بارودو په ګړځو کې لار
الوځم له لپو د پرهر زخمي دعا شم
ته خو د باور قدم په دې کلي کې ونیسه
زه به درنه تاولکه د وسپیني کلا شم
هسي په ما وکړي ستا خبري تبریزي جادو
هسي نه[ځونډيه] د دې دور مولانا شم
ډېربه غزلبول وي لاس نیوی به له ریحانه کړي
ګورې به مي پیربه دغزل د خانقا شم