په ۱۹۴۷ کال کې کله چې هند په دوو خپلواکو هېوادونو، یعنې هندوستان او پاکستان ووېشل شو، د دې وېش په پایله کې هغه سیمې چې د افغانستان خاوره ده او پښتونخوا په نوم یادېږي، د پاکستان برخه وګرځېدې.
خو دا بدلون له هماغه پیله له مخالفتونو سره مل و، د پښتنو یو شمېر سیاسي مشرانو او ټولنیزو فعالانو د دې پرېکړې پر څرنګوالي نیوکې درلودې او ویل یې چې د سیمې د خلکو اراده په بشپړه توګه نه ده تمثیل شوې.
له بلې خوا، د افغانستان حکومت هم په هغه وخت کې د سرحدي مسئلو په اړه خپل دریځ درلود او د Durand Line په تړاو اختلافات پیدا شو چې تر نن پورې موجود دی. دا موضوع د لر او بر پښتنو او افغانانو ترمنځ د یووالي د بحث سبب هم وګرځېده.
له ۱۹۴۷ وروسته، چې پښتنو مشرانو له پاکستان سره مخالفت څرګند کړ او په دوو برخو د هند د ویش په اړه یې دریځ غوره کړ له همغې ورځې په پښتونخوا کې سیاسي، امنیتي او ټولنیزې ستونزې په بېلابېلو پړاوونو کې راپورته شوې دي. د دې سیمې د خلکو سیاسي او اقتصادي غوښتنې نه دي منل شوي چې دا خپله د ناراضۍ لامل ګرځېدلې ده.
پښتونخوا نن له داسې امنیتي وضعیت سره مخ ده چې د ټولنې هېڅ قشر پکې ځان خوندي نه احساسوي. له دیني عالمانو نیولې تر پوهنتون استادانو، سیاستوالو، مدني فعالانو، زدهکوونکو، روغتیايي کارکوونکو، میرمنو او حتی ماشومانو پورې، ټول د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي. دا پرلهپسې پېښې د دې سبب شوې چې د سیمې خلک د روان حالت په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي او د دې دوامداره پيښو په اړه یې پوښتنې راپورته کړي دي.
یو مهم بحث دا دی چې ولې په دومره پراخه کچه هدفي وژنې او بریدونه کېږي، خو بیا هم د عاملینو په اړه روښانه او قانع کوونکي معلومات نه وړاندې کېږي؟ د پاکستاني رژیم مسؤلیت دی چې د خلکو ژوند خوندي کړي، خو کله چې دا پېښې تکرارېږي، نو طبیعي ده چې د پاکستان ریاست پر رول او اغېزمنتیا پوښتنې راپورته شي.
وروستۍ پېښه چې پکې دیني عالم شیخ ادریس ووژل شو، د اندېښنو دا لړۍ لا پسې زیاته کړې ده. نومړی په داسي حال کې ووژل شو چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستاني ريژيم او پوځي مشر ستاینه کړې وه، هغه څه چې د ولس ترمنځ له سختو نیوکو سره مخ شو. خو اوس پوښتنه داده چې ښیخ ادریس چا او د څه لپاره وواژه. دا ډول پېښې شکونه په حقیقت بدلوي چې د دې ټولو پيښو ترشاه د پاکستاني ريژيم لاس دی.
بله پوښتنه دا ده چې آیا د امنیت د ټینګښت په برخه کې جدي تشې شته، که نه د پېښو تر شا نور پېچلي عوامل هم موجود دي چې خلکو ته نه روښانه کېږي. هو تر ټولو لوی عامل یې دادی چې د پاکستان پوځي ريژيم په لوی لاس نه غواړي پښتونخوا ته امنیت راشي، د داسې پيښو شواهد هم شته چې پاکستاني پوځي ریژيم یې عامل دی او خلکو ته یې زیانونه اړولي دي.
په ورته وخت کې، دا هم لیدل کېږي چې د هرې پېښې وروسته بېلابېل تعبیرونه وړاندې کېږي او کله ناکله دا پېښې د خلکو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو لامل ګرځي. دا حالت نه یوازې د ټولنې یووالي ته زیان رسوي، بلکې اصلي ستونزه هم تر سیوري لاندې راولي، دا هغه هدف دی چې پاکستان یې د هرې پيښې وروسته انتظار کې وي، دوی د داسې پيښو وروسته په ټولنه کې د بیلابیلو ډلو ټپلو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي او خپله د خیر په غونډۍ نندارې ته کیني.
په تېرو کلونو کې د پښتنو ګڼ شمېر مخکښ شخصیتونه د پاکستاني ريژيم له لور له منځه تللي دي. دا پېښې که هر علت ولري، خو یو حقیقت روښانه دی، د دې قضیو نه روښانتیا پرکستاني رژیم د خلکو بېباوري زیاته کړې ده. تر هغه چې دا ډول پېښې په شفافه توګه و نه څېړل شي او عاملین یې عدالت ته راکش نه شي، د شکونو فضا به دوام ولري، خو پاکستان هیڅکله نه غواړي چې دغه پيښې په عدالت او صداقت سره وڅيړل شي. ځکه دوی نه غواړي چې ولسونه په ځانګړې توګه پښتانه د خپلو وژل شوو عاملین وپيژني.
له بلې خوا، پر افغانستان د تورونو لګول هم د بحث یوه برخه ده، خو د سیمې د پېچلو حالاتو په نظر کې نیولو سره، ستونزه څو اړخیزه ده چې اصلي لامل یې د پاکستان پوځي ريژيم دی په افغانستان یې تاوان کول د حل لاره نه ده. د تورونو پر ځای، اړتیا ده چې د واقعیتونو پر بنسټ څېړنه وشي، هغه څیړنې چې پاکستان به هیڅکله ورته چمتو نه شي.
د پښتونخوا وضعیت د اندیښنې وړ دی په داسې حال کې پښتنو ته پکار ده چې د یو بل خلاف دریدو پرځای د دښمن پر وړندې ودریږي او په خپله داسې پلټنې وکړي چې ولس ته یې پایلې روښانه شي او د پښتون قام اساسي دښمن وپيژندل شي، ځکه که پښتانه په دې خبره سره اتفاق ونه وکړي سل کاله نور به هم د اور په لمبو کې وسوځي.
سلامونه،
اصل کښې دپوکستین بادارانو،انګریز او امریکایی یانکیانو له زړونو د امپراتوریو !هدیرې کیدل له یاده نه وځي ؛که څه هم په ملیونونو پختانه/افغانانو له شهیدانو او مړیو نه د وطن هدیری ډکې شوي!!
که همدومره شهیدانو مړې پر ډیورڼډ لاین ښخ شوي وای اوس به تر اټکه او مارګلې رسیدلې وای!!
له بل پلوه ،افغان شاهانو هم د قراردادونو وخت کې چټي په مفته کې خپله خاوره مګکار دښمن ته پری ایښې ده ؛بیا چې د بیرته نیولو فرصتونه هم پیدا شوي ،ځانونه ې غلي او بیطرفه نیولي:لکه امان اله خان،ظاهر شاه ، داوود خان ، د تودو اوبو د تږو پخواني شوروي اتحاد ملګرو او بر او لر ګوندیانو!!!!!!!؛ آن تر اوسنیو چهارواکو…
بل لکه دهسپانیې ستون پنجم مداخلې او په دسته د افغان نظامونو له دڼنه ضعیفول او یو په بل پسې له پښو غورځول…
دا پاس نقشه کې د (افغانیه)لفظ ما څو کاله پخوا ،څو ځله له پاکستان نیانو اوریدلی چې:
پ=پنجاب
الف=اء=افغانیه!
ک = کشمیر
س=سند
-تان =بلوچستان !!
فاعتبروا یا اولې الابصار!!
د پشتنو/بلوڅانو او په ټوله کښې د افغانیانو دښمنان ، فاروارډ ستراتیژئ او پالېڅئ لري!!