تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د نړۍ د مشهور تلویزیوني چاینل CNNسي این این بنسټګر او په نړۍ کې د رسنیو د صنعت یو له اغېزمنو څېرو، ټید ترنر (TedTurner) د ۸۷ کلونو په عمر وفات شو.
د راپورونو له مخې، هغه د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې په ارامه ساه ورکړه چې د کورنۍ غړي یې ورسره وو. دا خبر د هغه د شرکت «Turner Enterprises» له خوا په یوه خبرپاڼه کې خپور شوی دی.
ټید ټرنر، چې د خپل صریح بیان له امله د «جنوب خوله» په نوم هم پېژندل کېده، په نړۍ کې د لومړنۍ ۲۴ ساعته خبري ټلویزیوني شبکې په جوړولو سره د خبرونو د خپرولو په بهیر کې بنسټیز بدلون راوست.
د CNN شبکې د پرلهپسې خپرونو له لارې، د نړۍ خلک کولای شول چې مهمې پېښې په ژوندۍ بڼه تعقیب کړي.
ټرنر یوازې د رسنیو په برخه کې نه، بلکې د بشري مرستو او ټولنیزو فعالیتونو په ډګر کې هم پېژندل شوی و. هغه د ملګروملتو بنسټ اېښودونکی و او د چاپېریال ساتنې او د اتومي وسلو د کمولو په برخو کې یې کار کاوه.
په ۱۹۹۱ کال کې، ټایم مجلې هغه د «کال شخصیت» وټاکه او د معلوماتو نړیوال لاسرسي په بدلون کې یې د هغه رول وستایه.
وروسته، هغه خپلې رسنیزې شبکې Time Warner ته وسپارلې، خو تل یې CNN د خپل ژوند تر ټولو ستره بریا بلله.
د سي این این اجرایي رییس، مارزک تامپسن، ویلي چې ټرنر یو زړور او بېباک رهبر و چې تل یې پر خپل قضاوت باور درلود، او اغېز به یې د تل لپاره پاتې وي.
همداراز، د دې شبکې مخکښ ویاند Wolf Blitzer هغه «افسانوي» بللی او ویلي یې دي چې د ۲۴ ساعته خبري شبکې په جوړولو سره یې د تلویزیون نړۍ بدله کړه.
ټیډ ټرنر خپل مسلکي ژوند د ۱۹۶۰مې لسیزې په ترڅ کې د پلار د اعلانونو له شرکت سره پیل کړ او وروسته یې د راډیو او تلویزیون سټېشنونو په اخیستلو سره خپله رسنیزه امپراتوري پراخه کړه.
هغه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړی و چې پر یوې پرمختګ کوونکې دماغي ناروغۍ اخته دی، او د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د سکاروي/ نمونیا له امله روغتون ته هم لېږدول شوی و.
تید ترنر پنځه اولادونه، ۱۴ لمسیان او دوه کړوسیان لري.