Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچینايي شرکت د امو سین په حوزه کې د تېلو د ۱۸...

چینايي شرکت د امو سین په حوزه کې د تېلو د ۱۸ نورو څاګانو د کیندولو کار پیل کړ

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) باختر دولتي خبري اژانس نن (د یکشنبې ورځ، د عقرب ۲۷مه) خبر ورکړ چې چین افچین شرکت د آمو سیند په حوزې کې د تېلو د ۱۸ نوو څاګانو کیندنه پیل کړې ده.

دا څاګانې د قشقري، اق‌دریا (د سرپل ولایت)، او زمردسای (د جوزجان ولایت) په بلاکونو کې موقعیت لري.

باختر خبري آژانس د افچین شرکت د چارواکو په فول راپور ورکړ چې دې شرکت د آمو سیند په حوزه کې د تېلو څاګانو د کیندنې کار پیل کړی دی.

د افچین شرکت د عامه اړیکو مسوول، امرالدین علیزي، ویلي چې د نوو څاګانو کیندنه به تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه چې د دې څاګانو له بشپړېدو سره به د نفتو استخراج په پراخه کچه زیات شي.

د طالبانو چارواکي وايي چې د نوو څاګانو کیندنه به هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره عواید حکومت ته ورکړي.

طالبان، چې د نړیوالې ټولنې له سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دي، په تېرو دریو کلونو کې هڅه کړې چې د افغانستان د کانونو په استخراج سره د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لارې خپل داخلي عواید زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...