دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

سړي لوى پټکى وهلى و. ږيره يې په نکريزورنګ کړې وه غټ،غټ ګامونه يې اخيستل. وتلې خيټه يې لکه د اوبو مشک، په تګ کې ړپېد ه.

له شا يې ښځه پسې روانه وه، خيرن هلك يې ترلاس نيولى و. د ماشوم له ټېكونو مړه خوله راما ته وه، د موټرو په ګڼه ګوڼه كې په تنګ شوى و، خوله يې ژړا ته جو ړوله. لومړۍ څلورلارې ته رانږدې شول.

يوه عسكر د لاس په اشا ره وروبلل. د لرګي له غرفې نه يوه ځوانه نجلۍ راووته، زلفې يې ورټولې كړې وې، لكه داوښ كومى له څټ سره يې يوه چكۍ د رولي وو.

پوليس په سړي غږوکړ:
– سيا سره دې غرفې ته وروله.
د ښځې خاوند يوڅه په مخ شو، ږيرې ته يې ايرغوى سيخ کړ، لږ يې سره وروسته. ښځې ته ورله غوږ شو. ميرمنې يې د غرفې پرخوا ميده، ميده ګامونه ور وا خيستل. د چادري پيڅکې يې پرځمکه کښېدې. پوليس په خپلې همکارې پسې غږ کړ:

– خوب تلا شي اش کو که باز راپور رسيده.
ښه شېبه ووته، ترمخ پوليسه، له شا دا ورپسې وه، چادري يې پورته وه، د مڼې په څېر پرګرد ه زنه يې درې (خپ) خېره خالونه ښکاره شول. مخ يې پټ کړ. خاوند يې پټکى تړل. عسکر په اوږه لاس ور کښېښود. ورته ويې کتل:

– په نيم، نيم ښوره پښتو يې وپوښت، تا سى که چيرته زى ماما خداى خوار مه کوى؟
کليوال سړي مخامخ لاس ونيو، ويې ويل:
– له کلي راغلي يو، د موټرو اډې ته ځان رسوو. د تخرګ په برابر يې يو لوېشت ځاى لوند و. ښځې ماشوم ته وکتل. كپۍ يې پښوته کړې، ترژبې لاندې وډونګېده:
– خانه دې خرابه شي.
هلک پوزه کش کړه، د پوزې شا اوخوا يې ناست مچان والوتل. ښځه د ميړه له دربن غږ سره له ځا يه راجګه سوه، پر ټټريې راځو ړندې اشرپۍ وشرنګيدې، هلکى يې ترلاس ونيو، پورته خواته سره رهي شول.
په لاره يې د زوى پوكڼې ته ورپا م شو، د مورلاس يې خوشي كړ. يوه ځوانكي، ډيرې پوكڼې په تارپورې تړلې وې. ځوان وويل:
– کومه د رکړم؟
ما شوم يوې پوکڼۍ ته ګوته ونيوه:
– هغه زرغونه
ځوان په پوكڼې پورې تړلى تارهلك ته په ګوتوكې وركړ. پلا ر يې له جيب نه لس افغا نۍ را وايستې. هلک ټوله لار يو ګز پورته په تار تړلي پوكڼې ته كتل. درې سرو لاسونه سره ور کړي وو. پورې لاس ته يو ملي بس ولاړو. ښځه د موټرد مخې دروازې ته وروخته. دى کلينر د شا دروازې ته وروغوښت. له جګېدو سره يې سر د موټر چت راګرځاو، ورميږ يې كوږ ونيو. يوه ځوان چې ږيره يې نوې، نوې لکه د ميږي سر راختلې وه، په ده پسې نيښتى ولاړ و.

په لاره به كسان ښكته کېد ه. څوكۍ ورته خلا صه شوه، پرې كښېناست. څنګ ته ناست كس نسوار ترې وغوښتل، په خوږه خوله يې ورته کړه:
– ما ته دې هم راپه زړه کړل. كلينركرايه ټولوله .
د ده سرته ودريده :
– کاکا کرايه مو راکړئ.
سړي د څنګ جيب ته لاس کړ، ترجيب يې ښوى لاس ووت. په ځان يې نه راوړه، بيا يې لاس جيب ته کړ. دا ځل يې هم تس موټ راويوست. کلينر په قهر وويل :
– والله با زر روپۍ درنه غواړم، په پنځو افغا نيوموهم زړه نه کيږي. ده ورته کړه:
– ته ودرې،ته ودرې لکه چې جيب مې وهلى. په ځاى کې جګ ودريده. جيب يې غوټ په بيخ کې ورنه پرې کړى و، د مخې جيب کې يې لس افغانۍ وې، کلينرته يې په ګوتو کې ونيوې.

د كلي د موټرو اډې ته نږدې درې سره ښكته شول. يوڅوګامه به لانه وو تللي، له بلې پوستې نه غږ پرې وشو. ښځه او ميړه پرځاى ميخ شول، بيا نو د پوستې پرخوا وخوځېد ل. دا وار يوې په عمر پخې، خو پى مخې ښځې يې ميرمن ترمړوند ونيوه، غرفې ته يې ننه ايسته. پاو كم وخت به وتلى وي. ښځه راووته، د چادري مخه يې پرسراړولې وه. د سړي ول، ول پټکى په غاړه كې پروت و. په سپرې ككرۍ يې دوه تاره ويښته، باد لکه بوړبوکۍ څرخول. سړي د پټکي وروستي ول ته ټک ورکړ، بيا يې شلمه لکه د چرګ لکۍ نېغه ودروله. له مخې شو. مور او زوى له شا لکه د اوښ جونګيان ورپسې وو. د كلي په موټر کې سپاره شول. لمر خپلې لمنې ته، وروستۍ غوټې ور اچولې، موټر په کلي ورګډ شو. سړى تر مخ ښکته شوى وو. د ښځې ماشوم په غيږ کې و راښکته شوه. د په لاره د کلي ښځې ليدې چې د چا د شوتلې پنډه پرسر ده، څوک د غواوو له پښونه خوشايي جارو کوي. يوه د غوا غولانځې ته ناسته ده، ور لنده وي يي د يګ يې په ورنونو تم کړى. د خپل کور وره ته راورسيد ل، ور يې خلاص کړ. ښځه په کور ننوته خاوند يې پورته خواته تير شو.له څه ځنډ وروسته په کو په ملا په وره راننوت. يوه لويه هند واڼه يې په اوږه را سپره کړې وه، په چوتره په ويړ پوزي چې اوس يې. مخه ميږيو اخستي وه. کښېناست. هندواڼې ته يې چاقو له جيب نه راوکيښ، د چاقو څوکه لکه د مار ژبه نرۍ وه. هندواڼه يې په منځ نيمه کړه، لږ يې ځانته ورجلا کړه. له ګومبتې نه درې چرګې يوه په بله پسې په زغل راووتې. له شايې ښځې اواز وکړ. په ګيدړو يې وخورې، وه مې کتې يوه هم هګۍ نلري، ما ويل يودوه د رې مې د رته ماتې کړې واى. د سړي ژامه ښوريد ه. څه يې ونه ويل. له ږيرې يې سرې بخونې اوبه څڅيدې.

1 COMMENT

  1. یار ه لیکواله پرقلم دی برکت سه مساپر زړه دی را اوبه کئ ډیره ښائسته او په زړه پوری لنډه کیسه وو کټ مټ د کلیوال یوه طبعی انځور وو زه دی د ماشینی ،جادوګری او فریبکاری نړئ نه خپل کلی ته ستون کړم ډیره مننه د نورو لیکونو په هیله دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب