شنبه, اپریل 27, 2024
Home+لوېدیځه لهجه د فارسي که اوستا تر اغېز لاندي؟

لوېدیځه لهجه د فارسي که اوستا تر اغېز لاندي؟

څېړنیار شریف الله دوست

درېیمه برخه (تېره برخه)

ولي ژبپوهنه، په ځانکړې توګه تاریخي ژبپوهنه د لهجوي مطالعاتو سره تړلې ده؟

په دې مفهوم چي لا هم تاریخي ژبپوهنه شدیده اړه ده چي له لهجو او ویښتونو څخه خپل خام مواد واخلي او تر علمي پروسس وروسته یې د ثبوت تر بریده ورسوي او په ژبو یې ګډ کړي.

په عام کارېدنګ کښي ویښت(لهجه) د یوې ژبي فرعي، سیمه ییز، کلیوالي ډول دی چي د یوې ټولني په بزګره، کارېګره، کلیواله، لوستې او نالوستې طبقه پوري اړه لري. خو تر ټولو سوچه او نْږه یې غرنۍ، کلیوالي او د لیرو پرتو سیمو لهجه ده چي لا هم د ښاري ژوند او نورو ژبو د تاثیر ګردونه نه وي پر لوېدلي. پر دې بنسټ د یوې ژبي لهجه او ویښت هغه اصطلاح ده چي هغه ته د یوې ژبي د خلکو ځانګړی وینګ وايي او په سیمه ییز، جغرافیايي او ټولنیز لحاظ له نورو لهجو سره بېلیږي. ویل یې خپلواک خو د معیاري ژبي په ډول نه لیکل کیږي. مخکنیو لهجه پوهانو په تېروتنه سره لهجه د یوې ځانګړي ژبي منحرفه بڼه بللې ده خو د ټولینزي ژبپوهني له مخي دا لویه تېروتنه ده ځکه لهجې د یوې ژبي اعتباري واحدونه دي او د معیار په جوړولو او تاریخي ژبپوهنه کښي ګټه ورڅخه اخیستل کیږي. د هري لهجې ویونکي د درناوي وړ دي د لهجه پوهني Dialectology او ژبپوهني له مخي یوه لهجه هم پر بلي غوره والی نه لري فقط ځیني لهجې به دومره امتیاز ولري چي یوه لهجه به د خپلي ژبي معیار ته ورڅرمه او نژدې وي او د ژبي په معیار کښي به یې ونډه ډېره وي.

لهجه او د متقابل فهم وړتیا

دا په دې معنا چي ښايي یوه لهجه به په مخامخ او متقابلو خبرو اترو کښي د افهام او تفهیم ډېره وړتیا ولري. لهجې د یوې ژبي ارزښتناکه برخي دي یا هم یوه ژبه د بیلوبیلو لهجو ټولګه ده چي ځیني یې د متقابل فهم ډېره او ځیني يې لږه وړتیا لري. بله دا چي د متقابل فهم د وړتیا فیصدي به په خپله سیمه او جغرافیه کښي لوړه او د نورو لهجو د کارونکو په وړاندي کښته وي. د دې پېژندني ګټه دا ده چي لهجه د یوې ژبي د لويي یا کوچنۍ برخي په توګه  په پام کښي ونیسو او د نورو ژبو او لهجو سره یې توپیر څرګند کړو له دې سره بیا هم کښته  دوه یاد سوي موارده د دې ښکارندوی دي چي د ژبي او لهجو ځانګړنه په بشپړ ډول بریالۍ او لارموندونکې نه ده یعني لاهم واقعیتونو ته اوږده لاره پاته ده ():

  1. د بولګي په ډول که سکانډیناویايي ژبي تر ارزوني لاندي ونیسو وینو چي نارویژي، سویډني او ډنمارکي بېلابیلي ژبي شمېرل کیږي، په داسي حال کښي چي دا ټولي ژبي د متقابل فهم له وړتیا برخمني دي یعني ویونکي یې په پوهېدو راپوهېدو کښي له یوبل سره ډېره ستونزه نه لري یا هم لکه؛ پښتو، فارسي دري، هندي او اُردو ژبو ویونکي ممکن تریو ځایه د یو بل په خبرو باندي پوه سي. دې ته ورته د ترکي، ترکمني، اُزبیکي ژبو ویونکي کولای سي په راحت او آسانۍ سره یو له بله اړیکي ونیسي او د یوبل په خبرو پوه سي.
  2.  دویم دا چي که  څه هم آلماني ژبه د یوې بیلي ژبي په توګه و شمېرو خو په الماني ژبه کښي داسي لهجې او ویښتونه سته چي  د متقابل فهم وړتیا نه لري او د ویونکو له پاره یې پوهېدل ناشوني دي. د پورتنۍ پېژندني له مخي ډانمارکي تر الماني د متقابل فهم ډېره وړتیا لري. د متقابل فهم د وړتیا یوه بله ستونزه دا هم ده چي یاد معیار د ډېر او لږ له درجې څخه ږغیږي. د بولګي په ډول څومره چي خوستیان په لوېدیځه لهجه پوهیږي، کندهاریان هغومره په خوستۍ لهجه نه پوهیږي، په ژبو کښي څومره چي پښتانه په فارسي دري ژبه پوهیږي فارسي ژبي هغومره په پښتو نه پوهیږي او یا هم څومره چي سویډنیان په نارویژي ژبه پوهیږي هغوی نه پوهیږي پر دې اساس نو د متقابل فهم وړتیا سره مساوي نه ده.  د متقابل فهم وړتیا نور لاملونه هم لري له دې ډلي د افرادو د اورېدنګ درک چي د نورو ژبو په وړاندي يې لري، د زده کړو سطحه، د نورو ژبو او لهجو د زده کړي سره لېوالتیا او د پوهېدلو سره یې علاقه مندي هم تاثیر لري. کله کله ځیني خلک په ځینو لهجو او ژبو باندي پوهېدلو او فهم ته ځکه نه رسیږي چي په خوداګاه ډول نه غواړي په بله ژبه او لهجه باندي پوه سي.

د لهجو جغرافیايي پیوستون

په ټوله کښي د نړۍ ډیري سیمي او په ځانګړې توګه  دافغانستان  ډېری سیمي سته چي کله یې د ویونکو لهجې تر کتني لاندي نیسو د بېلابیلو لهجو سره مخامخ کیږو، زه د ۱۳۹۷ش کال راهیسي د پښتو لهجو په لټون او راټولولو پسې کندهار، هلمند، روزګان، ننګرهار، جوزجان- شبرغان او ډایکنډي ولایتونو سفر تللی یم په ټولیز ډول لويي جغرافیايي واحدونو او په کوچنیو کلیو کښي لهجو توپیرونه لرل. خو دا توپیرونه به کوچني وو. 

د لهجو ټولنیز پیوستون

په ځینو وختونو کښي حتا ملي او بین المللي پولي او مرزونه هم د یوې ژبي د لهجو د بېلتون مخه نه سي نیولای. د بولګي په ډول: د هلمند د ساکزیو او نورزیو قبېلو پښتو لهجه د پولي ها غاړه د زاهدان او مشد د ساکزیو او نورزیو پښتنو له لهجو سره په کلیاتو کښي هیڅ توپیر نه لري. یا هم د کندهار ښار او بولدک د اڅکزیو او نورزیو قبیلو لهجه د چمن او کویټي له لهجو سره په کُلیاتو کښي ورته دي خو په فرعي – انفرادي توګه خورا لږ توپیر لري. په دې سره نو د لهجو په پیوستون کښي ټولنیزي اړیکي د جغرافیايي وېش ځای نیسي. ځینۍ کسان په ناخبرۍ سره د پښتو ژبي لوېدیځه(لوی کندهار) لهجه مطلق د فارسي دري تر اغېز لاندي بولي په دې لیکنه کښي دا دعوه د ژبيوهني په علمي دریځ رد سوې ده. په لاندي بولګو کښي د پښتو ژبي د لوېدیځي(لوی کندهار) لهجې څو مثالونه راوړل سوي چي ریښه او ایتمولوژي يې اوستايي ده نه فارسي دري:

باغ[bāγ]

د لوی کندهار په لهجه کښي باغ په ختیځه لهجه کښي بڼ کاریږي. هغه ځای او محوطه چي په هغه کښي درختي زیاتي وي. فارسي کښي: (باغ= bāγ)، عربي: (حدیقه، ریاض)، انګریزي: (Garden) آلماني:  (Garten)، فرانسوی: (jardin)، سغدي کښي: (بغ=bγ)، ساکي: (باغسا=bāγsā) د لرګي او ځنګل په معنا، ښايي د /bāγza/*≤bāga، za  له ورستاړي څخه مشتق وي. دخیله آرامي: /باګاbāgā(په نباتاتو ډکه مځکه). دخیله سُریاني: (bāgā=باګا)، دخیله مغولي:(bag). یوناني: (κηπος=کایپوس= باغ)، له اندو اروپایي څخه مشتق /kāp/* دی.   سانسکریت🙁 भाग bhāga= بهاګا = مځکه، پټی، کرونده). شغني: (باغ=bā¥)، سنګلیچي: (باغ=bā¥)، واخي: (باغ=bā¥)، اشکاشمي: (باغ=bā¥)منجي: (باغ=bā¥)، مترادف یې بوستان، حدیقه، روضة، فردوس، ګلستان، للاله زار او…

زرغون خان نورزی- نوزادی(۸۹۱هـ.ق):

مستان ګرځي په باغو کښي

مستي کاندي په راغو کښي  

سیدال خان ناصر:

سرې اشرفۍ دي په تندي باندي سپرې کړې

ګرځې په باغ کښي په ګلونو کښي نخرې کړې

خوشحال بابا:

چي ګل غواړمه له تانه، ستا له باغه له بوستانه

که خس را عنایت کړې هم په ګل نیولی ما

صالح محمد هوتک:

دغه باغ دي تر تا جار سي

هرڅه وړئ چي مو په کار سي

بیا یې وویل باغوانه

چي زه کړم یو بل بیان

عطايي ملا:

دا هستي او نیستي دواړه، د جانان د کلي لاري

یوه ښکلې د باغ پوله، بل سپېره د هدیرې لار

فارسی – دری متونو کښي:

رودکی:

آمد آن نوبهار توبه شکن

پرنیان ګشت باغ و برزن وکوی

دقیقی بلخي:

فخن باغ بین زابر و زنم

ګشته چون عارض بتان خُرم

منوچهری:

خداوند یکی بنګر باغ و راغ و دشت اندر

که ګشته از خوشی و نیکویی و پاکی و خوبی

ناصرخسرو:

شهری نه یکی باغ پر ازمیوه پر ازګل

دیوار مزین همه و خاک مشجر

په پښتو کښي یې بله ویښتي بڼه (بڼ) ده. خو (بڼ) له آره سانسکریت کلمه ده، په سانسکریت کښي (बाण/bāṇa= بآڼه،Monier-Williams )  د ګل په معنا دی. له امکانه لیري نه ده چي د شي(ګل) نوم د ځای(مکان) لپاره کارېدلی وي. دې ته ورته موږ نوري بولګي هم لرو، لکه: د بدخشان د راغ چي د چمن او ښېرازۍ په نوم دی اوس په ځاینوم اوښتی. او یا د زابل – کلات غوړه مرغه د چمن په معنا او نور…

د پښتو په لوېدیځ ویښت کښي هم باغ ویل کیږي.

متل: غنم راوړه، انګور وړه باغ دي خپل دی.

ورځنۍ محاوره: میرویس په باغ کښي کار کوي. د کندهار د آنارو باغونه نړیوال شهرت لري.

د ایتمولوژۍ له مخي داسي معلومیږي چي (باغ) لغت اندو آریايي – آریاني ریښه لري اوستا کښي یې هم جرړه خوندي ده او تر اوسه هم کټ مټ په همدې معنا د اوستا د ۱/۱یسنا، ۳/۱۹ بندونو. ۳/۱۴ یشت/m&Gab=baγnm=باغ + نم/، ۱/۲ یسنا،۱۹، ۶ یسنا۲۰ او ۵. ۵۵، ۷ یسنا، /AGab=baγā = باغآ /، ۳۲، ۸ یسنا. لیدل کیږي.

پالېز[pālez] 

د فالېز، جالېز په بڼو هم په متونو کښي لیدل کیږي؛ د باغ، بوستان، کښتزاره، مزرعه په معناګانو. عموماً په پښتو، په ځانګړې توګه په لوېدیځ ویښت کښي د خټکو، هندواڼو، بادرنګو، چمبرخیالو، کډوانو کښت- کرهڼې ته پالېز وايي. فارسی کښي: پالېز.   عربي: حدیقه، ریاض. فرانسوي: کښي په لږ توپیر(palissa,des). سغدي: (parδyz=  پالېز)، خوارزمي: (parδyzk= باغ)، کردي د /ز/ پر ځای /س/ فونیم: (pāres، پارېس= باغ)، یوناني 🙁παραδεισο=پرادیسو= باغ)، لاتیني: (paradīsus= پرادیسو) ارمني: (partez= باغ). سُریاني: (pardys= پردېس، عربي کښي دخیل = فردوس). آرامي(prds= پردس= باغ). عبري(pares) ، سانسکریت(pauraka/पौरक/= پوراکه) د کور ترڅنګ د کوچني باغ، پټۍ او کروندې په معنا او (पलाश/palāza(ga)= پالازه= د زرغونتیا او ښېرازي) په معنا راغلی دی. نوموړی لغت آریاني ریښه لري؛ نورو ژبو ته یې هم لاره پیداکړې ده . د پښتو په لوېدیځ ویښت کښي هم پالېز[pālez] ویل کیږي او لیکل کیږي.

میرزاخان روښاني:

که بهنه یې د باغبان تربیت نه وي

دغه هومره فیض به چا وړه له پالېزه

فارسی – دری متونو کښي:

فردوسی:

بدو ګفت کوینده کای شهریار

بپالېز ګل نیست بی رنج خار

ستاره بریشان بناله همی

بپالېز ګلبن ببالد همی

سوزني:

ور باز رسانند بدان مجلس خودرا

ایشان سرخو باشند آن مجلس پالېز

مولوی:

خاک مارا ثانیاً پالیز کن

هیچ من را بار دیګر چیز کن

ایتمولوژۍ ته په کتو دا ویی(کلمه) له آره اندو اروپايي ریښه لري. په اوستاکښي هم سته. د اوستا په ۱/۳ وندیداد ۱۶، ۲، ۱۱ بندونو کښي(,aDvraW/varəδa= فاریذه= واریځه= پالېز)، د کښت، ګل لرونکو درختو، له درختو جوړ باغ(acyasbāδərav/,acyasbADvraW) په معناګانو. ۳/۱وندیداد ، ۲۰، ۸ بندونو کښي(,abvraW/varəba)، ۳/۶ یسنا، ۹، ۲۴ بندونو کښي:(,m&MaDvravW/varəδanm) راغلی دی.

پیاده[piyāda]

هغه څوک چي پر پښو ځي او تګ کوي. فارسي پیاده، عربي: (ماشي)، آلماني: (aussteigen)، فرانسوي: (tampon)، انګریزي:(walking). په پښتو لوېدیځ ویښت کښي هم پیاده. (پلی)، (پلی تګ) یې بله لهجوي بڼه ده.

متل: د خره تر سپرلۍ پیاده تګ ښه دی.

ورځنۍ محاور: جرګه، مرکه پیاده ولاړه، پیاده راله. تر سپاره کله کله پیاده ښه وي.

په پښتو کلاسیکو متونو کښي: د دې کلمې ریښه د (پی/pay) په بڼه د قدم، ګام، پل، پښه په معنا هم د پښتو په کلاسیک متن کښي شتون لري چي د پیاده سره یوه ریښه لري. په سغدي ژبه کښي: (pδy/پذی)، ساکي:(pātī= پاتي، پیاده) < (padātiya، پاداتیاء)، آسي:(fistag پیستګ)، په عراقي، مصري عربي کښي هم دخیل د (بیادة) په بڼه کارېدنګ لري.

هجري:

نهایت یې بهادر د هجران پی کا

چي په آس د وصال کړي چا سواري ده

اخلاقنامه:(۸۱۷ بیت)

په اوبو یې ډک مشکی کړ

د بغداد په لور یې پی کړ

همېشه د هغه سخ چي باندي وشي

تش نظر یې په معنا د هما پی دی

(خ. قصیده)

فردوسي:

ګوی بود نامش خشاش دلیر

پیاده برفتی بر نره شېر

فرخي سیستانی:

عدو پیاده بود خشم تو سوار دلیر

پیاده را بتواند ګرفت زود سوار

عنصري بلخي:

سوار بود بر اسبان چو شېر بر سر کوه

پیاده جمله بخون داده جامه را آهار

تاریخ بیهقي کښي راځي: ” و سیصد پیاده ګزید…

په اوستا کښي د پیاده کلمې ریښه په بسیط او مرکب دواړو ډولونو باندي راغلې ده. د پیاده آره ریښه د اوستا په ۱/۲ یسنا۴۲،۶ بندونو کښي:(,iriap/پایتي/paiti)، اوس یې  (ت/ ) فونیم په (/د) اوښتی، د تګ او تللو معنا لري. بل ځای د (,arq&ja+itiap paiti)=د (,arq&ja/ajnөra) فعل ریښه ور سره یو ځای د شاتګ(coming back,return) معنا ورکوي.

مأخذونه

  1. جي کي چمبرز، پیتر ترادګیل، Dialectology ، ۲۰۲۰م ، ۱۱مخ
  2. . سید محمدعلی داعی الاسلام، فرهنګ نظام، دوهم چاپ، تهران، ۱۳۶۲، ۵۷۹مخ
  3. . دکتور محموحسن دوست، فرهنګ ریشه شناختی فارسی، ا جلد، ۱۶۹ مخ.
  4.  . محمدهوتک، پټه خزانه، د پوهاند حبیبي سریزه
  5.  . پټه خزانه، ۹۹مخ
  6.  . د خوشحال بابا دېوان.
  7.  . صالح محمد هوتک کلیات.
  8.  . احسان بهرامی، فرهنګ واژه های اوستا، ۱۳۶۹،۲ جلد، ۱۰۱۳مخ
  9.  . ابن خلف، برهان قاطع.
  10.  . prisk,p473
  11.  . حسن دوست، ۲۴۷ مخ
  12.  Monier-Williams,sanskrit-English dictionary,part,p
  13.  . میرزاخان روښاني(انصاري) دیوان، د همېش خلیل په سمون، پېښور چاپ، ۱۹۵۹م ۷۴مخ
  14.  . فرهنګ واژه های اوستا، ۳ټوک، ۱۲۹۱ مخ.
  15.  . حسن دوست، ۲۹۸مخ
  16.  . تاریخ بیهقي، ۳۵۲ مخ
  17.  . فرهنګ اوستا، ۲ټوک، ۸۴۲، ۸۴۳ مخونه

5 COMMENTS

  1. قدرمن عمر صاحب ، السلام علیکم. سهار مو په خیر!
    تاسو پوښتنه کړی چی لوی کندهار څه مانا؟ مانه غوښتل چی موضوع کی داخل شم، خو دا چې کوم ځواب رانغی، نو یو دوه کرښې احتراماً عرض کوم. دا ځکه چی زیاتره یو څو اشتباهات کیږی. ځینو سیمو ته د (لوی) ویل یوه تاریخی او جغرافیاوی اشاره لری. مثلاً یووخت خوست،پکتیا او پکتیکا ټول یو ولایت و، نو کوم وخت د دی لپاره چې جمله لنډه شی او دا ټوله سیمه راونغاړی یو څوک وایی لویه پکتیا یعنی اوسنی دغه دری ولایتونه، یا لوی کندهار څخه موخه کندهار، هلمند او زابل دی، لویه مشرقی هم هغو پخوانیو اداری تشکیلاتو ته اشاره ده چی دری ختیز ولایتونه رااخلی، اما لوی لغمان، لوی بدخشان یا بل (لوی) به دا مفهوم ونلری، دلته (لوی) څخه مقصد کومه مبالغه یا ډیر توصیف کول ندی. کله چی موږ وایو لوی افغانستان مقصد داندی چی افغانستان ډیر لوی دی، بلکی اشاره هغې طبعی جغرافیا ته دی چی دتاریخ په اوږدو کی افغانان پکی اوسیدلی دی چی دی کی له آمو تر سند پوری سیمه شامله ده او دا یوه طبیعی جغرافیه ده. همدا د افغانانو وطن او سیمه ده.
    ځینی دوستان یوه بله تیروتنه کوی : لویه پښتونخوا ! زموږ یو شمیر دری ژبی فکرکوی چی مطلب یی پشتونخواه ده یعنی څوک چی پښتانه غواړی او بس . خال داچی دلته ؛ پښتونخوا، پښتتونخا، پښتینخا، پکتیکا، پختیا… دي چی ریښه یی یوه او سره شریکه ده او موخه ورڅخه د ټوله روه او روهیانو لرغونی ساحه ده یعنی خواه ( د غوښتلو) په معنا نده. دا یوه دوه ټکی و چی مغالطه واقع نشی. هیله ده دوستان بحث پوره کړی.
    درناوی

  2. د ښاغلی استاد دودیال صاحب د فرمائش په تائید:
    لوی کندهار د اِداری تشکیلاتو د مفهوم تر څنګ د ژبنی – لهجوی جغرافیا مفهوم هم افاده کوی.
    د ژبنی – لهجوی اشتراکاتو په لمنه کی لوی کندهار = اروزګان – کندهار – ږوب او سِوۍ او ټول بلوچستان
    همدارنګه
    هلمند – زابل

  3. سلامونه
    د ښاغلي عمر د پوښتني ځواب تر یو ځایه ښاغلو دودیال او غلام حضرت ورکړی دی. خو زه به یو څه پر ور اضافه کړم چي په ژبنۍ جغرافیه تر سیاسي جغرافیې ور اوړي او سیاسي پولو محدودیتونه نه مني. دلته د لوی کندهار څخه مطلب تاریخي، فرهنګي، ژبنی – لهجوي کندهار دی چي زابل، خاص کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز، فراه، زاهدان، مشهد، چمن، پښین، کویټه، بلوچستان سیوۍ او لا ور هاخوا ځیني سیمي په بر کښي نیسي. ما ویلي چي د مشهد، زاهدان، او هلمند د ساکزو او نورزو قبیلو ، همداسي د کندهارښار او بیا چمن کویټي لهجې په کلیاتو کښي یو ډول دي.
    پاته سو د فارسي کلمه په عنوان کښي د عنوان د لنډوالي په خاطر راغلې ده . په متن کښي فارسي -دري دواړه راغلي.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب