پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبنیما یوشیج؛ د نوي فارسي شعر بنسټګر | ګل رحمن رحماني

نیما یوشیج؛ د نوي فارسي شعر بنسټګر | ګل رحمن رحماني

علي اسفندیاري چې په ادبي نړۍ کې په نیما یوشیج پېژندل کېږي،  په ۱۲۷۴لمریز کال د ایران په مازندران ولایت کې زېږېدلی او په ۱۳۳۸ لمریز کال په تهران کې مړ شوی دی. نوموړی ته د ایران د ستر معاصر شاعر  لقب ورکړل شوی چې د نوي فارسي شعر بنسټګر او سرلاری ګڼل کېږي.

      نوموړي په شعوري توګه هڅه وکړه چې د ایران په انقلابي فضا کې د زاړه او کلاسیک فارسي شعر ټول اساسات او جوړښتونه وننګوي او په خپل هنري ځواک د فارسي ژبې نوی شعر معرفي کړي چې ښکلا او ظرافت یې ډېر په زاړه شعر مین ذوقونه هم په ځان پسې کړل او دی یې د یوه نوښتګر شاعر په توګه ومانه، ځکه خو د فارسي معاصر شعر ټول جریانونه په فارسي شعر کې ددغه ستر تحول او انقلاب راتلو لپاره د یوشیج منندوی دی.

    یوشیج د خپل ځان په اړه وايي چې زه د ابراهیم نوري کره وزېږېدم، دی یو شجاع، عصباني، ازاده فکره او داسې یو شخص و چې کورنۍ یې د شمالي ایران له پخوانیو او اصلي اوسېدونکو ګڼل کېده، پلار مې په دې ځای کې بزګري او مالداري درلوده، زه یې مشر زوی وم، زموږ قبیلوي رېښه هغو ګرجیانو ته رسېږي چې له پخوا زمانې دلته را تښتېدلي وو.

    یوشیج په دغه کلیوال ماحول کې له کروندو، غرونو او سیندونو سره زړه تړلی و،  لرې څړځایونو، غرونو او درو ته به یې تګ راتګ درلود، کله کله به یې د شپې هم اوږده ساعتونه په لوړو غرونو کې تېرول او له شپنو سره به بل کړي اور ته ناست و، دی وايي چې له دغه ښکلي او وحشیانه یا خطرناک ژوند سره مې سخت زړه ارام و.

 نوموړي خپلې ابتدايي زده کړې په کلي کې په جومات او مدرسه کې تر سره کړې، لیک لوست یې زده کړ، خو کله چې ښار ته راستون شو، هلته یې رسمي زده کړې پیل کړې، په ۱۲ کلنۍ کې د تهران  حیات جاوېد نومي ښوونځي کې شامل شو. مور یې له پوهې او هنر سره اشنا مېرمن وه، ده ته به یې د نظامي له (هفت پیکر) او حافظ له غزلونو څخه ځینې هغه برخې چې په یاد یې وې، وړاندې کولې.

نوموړی وروسته د سن لويي په نوم لېسه کې شامل شو، خو ملګري ټولګیوال یې اکثره داسې کسان وو چې له ښوونځي څخه په تېښه کې یې مهارت درلود او دې چارې پر ده هم اغېز وکړ، خو د خپل یوه ښوونکي (نظام وفا) په هڅونه بېرته لارې ته راغی او شعر ته د راتګ لومړی هڅونکی یې هم استاد وفا و، نوموړي په ښوونځي کې فرانسوي ژبه زده کړه او په شاعرۍ کې یې د خراساني سبک لاره ونیوله.

    یوشیج داسې مهال د ځوانۍ پړاو ته رسېږي چې په په ایران کې سخت سیاسي او ټولنیز انقلابونه را روان دي، د مشروطه انقلاب، جنبش جنګل او د سرخ ګیلان جمهوري تاسیس داسې څه وو چې د یوشیج حساس روح ته یې ټکان ورکړ. دده ورور لادبن دا مهال د ایران د کمونیست ګوند د نشراتي ارګان (ایران سرخ) مدیر شو. ده ورسره قلمي همکاري پیل کړه، د ایران لیکوالو ټولنې غړیتوب یې واخیست.

   په ۱۳۰۵ کال یې له عالیه جهانګیر سره واده وکړ، څو وکولای شي د سیاست او خپلو ځورونکو افکارو څخه ارام شي، خو له واده یې یو کال نه و وتلی چې پلار یې وفات شو. دده مېرمن هم له سترې ادیبې کورنۍ څخه وه او ورور یې میرزا جهانګیر د (صور اسرافیل) اثر خاوند دی. البته تر دې واده وړاندې دوه ځله مین شوی هم دی چې دواړه واره یې ماتې خوړلې. دا مهال په ( خانواده سرباز) کتاب کې د هغه څو شعرونه چاپ شول، خو ورسره هم مهاله یې د بېکارۍ له کړاو څخه ځور او شکایت درلود، په کور کې یوازې و، دغه یوازېتوب اړ کړ چې د نوي فارسي شعر په اړه فکر وکړي، شعرونه یې لیکل، خو خپرولو ته یې نه ورکول.

      په دې وخت کې یې له مېرمنې سره هم اړیکې ښې نه وې، ځکه هغې نه غوښتل یو وزګار او بېکاره خاوند ولري. په ۱۳۰۰ کال کې یې خپل اصلي نوم ( علي اسفندیار) په نیما بدل کړ او په رسمي اسنادو کې یې نوم په نیماخان یوشیج ثبت شوی دی. په همدې کال یې د ( قصیه رنګ پریده) مشهوره منظومه په (قرن بیستم) اوونیزه کې چاپ کړه چې دا په حقیقت کې د فارسي کلاسیک شعر پر وړاندې لومړی بغاوت و.

ګڼو شاعرانو چې تر دې دمه یې د کلاسیک شعر په ځانګړي ډول د ملک الشعرا بهار او مهدي شیرازي څخه سخته پیروي کوله، دده پر وړاندې غبرګون وښود او دده منظومې ته یې د ریشخند په سترګه وکتل او خبرې یې ورپسې کولې.

    د الوتي رنګ داستان  منظومه په حقیقت کې د نوموړي لومړی منظوم اثر دی چې په منثوي قالب کې یې وړاندې کړی. دا اثر د هغه د ژوند روایت دی، خو تر څنګ یې ګڼې ټولنیزې موخې هم بیان کړی دي. له دې وروسته یې افسانه منظومه وړاندې کړه چې رومانټیک روح پرې حاکم دی او عشق ته په کې له بلې زاویې ګوري او عارفانه عشق یې رد کړی دی. دی حافظ ته په خطاب کې وايي:

  خو تر دې دمه نوموړي لا هم خپله اصلي ژبه نه ده موندلې او کېدای شي د شاعرۍ مشق او تمرین ورته ووایو، خو د افسانې په خپرېدو سره د هغه مهال ادبیاتو ته نوی رنګ ورکړ او جنجالونه یې وپارول. د یوشیج د شاعرۍ پیل نورو شاعرانو ته هم د کلاسیک قالبونو د ماتونې جرات ورکړ، خو دده شاعري له ډېرو پېچلتیاوو هم ډکه ده، د هغه په ډېر ښه شعر کې هم باید لوستونکی یو څه فکر وکړي او له تکراري لوست وروسته ترې مفهوم واخلي. کره کتوونکو یې لاملونه هم ښودلي او تر ټولو مهم یې دا دی چې  نوموړی د فرانسوي شعر او ادب تر اغېز لاندې و او ممکن دا اغېزې یې د پېچلتیا لامل شوې وي.

   د فرانسوي شعر تر څنګ د نورو اروپايي شعرونو لوستنې هم نوموړی د خپل شعر له قالب او لحن څخه بې پروا کړی و، بل دا چې نوموړي له فارسي پخواني شعر سره دومره ژور تړاو نه درلود، ځکه په ژبنیو پېچلتیاوو کې را ګیر شو، ددې ښه بېلګه دده ( مرغ آمین) اثر دی.

    بله ستونزه ددغه په سمبولونو کې ده چې د ذهني پېچلتیاوو په سبب لوستونکی سرګردانه کوي. خپله یوشیج یو ځای ویلي دي : زما ځینې ځانګړي شعرونه د هغو کسانو لپاره چې د شاعرۍ په عالم کې را ټول حواس نه لري، مبهم ښکاري. خو کره کتونکي وايي چې د راټولو حواسو لرونکي هم دا ستونزه لري، خو بیا هم دده اثار زیات لوستل کېږي او زیات خپرېږي.

  د نیما سبک چې په نیمايي سبک مشهور شوی، دوه ډوله اشعار لري چې لومړۍ ډله شعرونه يې ازاد شعرونه دي. په ازاد شعر کې لومړی قالب نیمايي دی چې عروضي وزن یې مات کړی او مات وزنونه یې ګڼلای شو. ددې قالب ایجادوونکې مېرمن شمس کسمايي ده او نیما په خپل (افسانه) ټولګې سره پیاوړی کړ. د سپین شعر قالب هم ددې سبک بل مطرح قالب دی چې بنسټګر یې احمد شاملو ګڼل کېږي، عروضي وزن او قاپیه نه لري، په نثر کې هم ددې پر ځای داخلي، څنګزنې او معنوي موسیقي ته پام کوي او شعریت ته یې نږدې کوي. درېیم ډول د (نوي موج) په نامه دی چې نه عروضي وزن لري، نه قافیه، ددې تر څنګ یې داخلي او معنوي موسیقي ته هم اړتیا نشته، تر ټولو غوره رکن یې پېچلتیا او تعقید دی، له نثر څخه یې د جلا والي معیار یوازې شاعرانه تخیل او د ویلو ځانګړی طرز دی.

    د یوشیج د مشهور اثر( افسانه) د فورم او منځپانګې له اړخه دا ځانګړنې لري: عاشقانه طرز، نوی والی، د فرانسوي شعر د رالېږدولو اغېز، تازه تعبیرونه، قوي تخیل، په بیان کې د خبرو اترو طرز، د عاشق او معشوق تر منځ سوال او ځواب، نصحتونه، د قافیو ماتول، د مازندران د جغرافیوي چاپېریال اغېز. د یوشیج د شعر یوه بېلګه له افسانه کتاب څخه وړاندې کوو:     

عاشق: یاد دارم شبی مهتــــابی    بر سر کــــوه نــــــــوبن نشته

  دیده از سوز دل خواب رفتـــــه       د ز غــوغای دو دیده رستــه

سر دبـــادی دوید از برکوه

چنگ در زلف من زد چو شانه        نــــرم و آهستـــــه و دوستانــــــه

با مــــــن خستـــــه بینوا داشت          بـــــازی و شـــــوخی بچگـــــــانه

ای افسانه تو ان باد سردی

بس کن از پرسش ای سوخته دل       بس کـــــه گفتی دلم ساختی خـون

باورم شد که از غصــــــه مستی      هر که را غم فزون گفتـــه افزون

عـــاشقا ! تــو مرا می شناسی

  په لنډه توګه ویلی شو چې په نیمايي وزن کې په فارسي شعر کې له مروج وزن څخه چې عروضي دی، کار نه اخیستل کېږي، قافیو ته هم ډېر پام نه کېږي، که وي هم ځای یې مشخص نه دی، دوی د افاعیل عروضي سبک ډول مات کړ، د بیان ښکلي طرز ته یې پاملرنه وکړه، د شاعر دروني احساس ته یې ډېر ارزښت ورکړ. د فارسي ژبې په نورو معاصرو شاعرانو کې د احمد شاملو، مهدي اخوان ثالث، فروغ فرخزاد، یدالله رويايي، سهراب سپهری، منوچهر اتشي او سیاووش کسرايي د یادونې وړ دي.

دده د شعر ځینې ځانګړتیاوې دا دي: سنتي قالبونو لکه رباعیاتو، منثوي او قطعې ته تمایل، نیمه سنتي طرز کارول، د عروضي پرځای داسې وزن کارول چې د مسرو د اوږد والي مساوات په کې نه دي رعایت شوي. دی وايي چې قافیې ته کله کله د اوايي او مانیزو اړتیاوو له مخې اړتیا ده، کوښښ کوي چې محلي( مازندراني) کلمې وکاروي.

  طبیعت پالنه چې تر ډېره د ایران شمال په کې انځور شوی او د شفیع کدکني په خبره د هغه اقلمي یا محلي رنګ او ځانګړتیا ده، د هغه په شعر کې زیات احساسېږي، دی له دومره نوښتونو سربېره هم ژمن او مسوولیت منوونکی شاعر دی، د خلکو پر وړاندې د ټولنیز او سیاسي رسالت احساس کوي. د شعر ژبه یې ساده او ولسي ده، خو په ځینو ځایونو کې پېچلتیا او ابهامات لري، ځکه یې پر ځینو شعرونو پوهېدل ستونزمن دي.

   د نوموړي  په شعر کې نثري منطق کارول شوی، خو د وزن ساتنې په سبب دغه نثر ته ورته جملې سره وړاندې وروسته کېږي او عامیانه تعبیرونه یې پنځولي دي. شعري ابهام یې له خلاقیت او تنوعاتو مالامال دی چې له لارې یې خپل مخاطب هنري کشف، تامل او هنري لذت ته رسوي. همدا نیمايي ابهام ددې لامل ګرځي چې شعر یې له سرسري بڼې ژورې ته ننوځي او لوستونکي ته د احساس او تفکر تازه فضا تداعي کړي. ددې ټولو سربېره د نیما شعر متفکرانه، ژور او فلسفي دی چې د خپل مخاطب د کنجکاوي او روڼ اندي ځواک روزي.

  د شعري ژبې له اړخه یې هڅه کړې چې تر ډېره سمبولیکه ژبه وکاروي، د مخامخ بیان پر ځای د خپل عصر ټولنیز او سیاسي مسایل د سمبولونو په ملتیا بیان کړي، خو انتقادي اړخ یې هېر نه شي، ځکه خو نیما ته په فارسي شعر کې هغه لومړی شاعر ویل کېږي چې سمبولیک بیان یې په واقعي او تعریف شوې بڼه وړاندې کړی دی.

  داستاني طرز، لرغونپالنه، له نوو اخیستنو سره تازه خیالونه، د ژبنیو ترکیبونو ماتونه، د ژوو او بېلابېلو الوتونکو د غږونو فونیمکه کارونه(غږیز انځورونه) او نور یې د شاعرانه ژبې نورې ځانګړنې دي. په ټوله کې ویلای شو چې نیمايي د فارسي معاصر شعر د پرمختګ لپاره سنتي دېوالونه ونړول او پیروانو یې دغه بهیر په خپلو هڅو او نوښتونو لا پیاوړی کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب