شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهسام/ اجمل پسرلی

سام/ اجمل پسرلی

د زینو پر کټاره یې  لاس تکیه کړ. ورو ورو له دوهم پوړه راښکته شو. د ناستې په خونه کې د مچ بڼا وه. سترګې یې پسې وغړولې. مچ غلی شو. د کوټې په مینځ کې ودرید، غوږ یې ونیو. د کړکۍ د پردې شاته د مچ غږ و. د پردې ژۍ یې پورته کړه. مچ د ده پر سر والوت. د غوږ شاته یې لاس ونیو مچ چیرته ځان غلی کړی و. غږ یې نه و. ریموټ یې راواخیست چې تلویزیون ولګوي، بیرته یې ریموټ پرکوچ واچاوه. د مړه تلویزیون تورې پردې ته یې نیغې سترګې ونیولې. سر یې وخوځاوه، پخلنځي ته ورغی. کافي یې تیاره کړه. یو غوړپ یې وکړ، سترګې یې سره وروستې، پوزه یې کش کړه، پیاله یې بیرته تشه کړه.

پورته وخوت. سپی د خوب د کوټې د وره شاته ویده و. ورته کښیناست. سپي یوه سترګه پرانیسته بله یې نیمکښو ونیوله. سړي یې غاړه وروګیروله، سپي سر پر خپلو پښو کیښود.

دی ولټیده. ملا یې وبریښده. په سختي یې ګام واخیست، پرده  یې کش کړه. دباندې لړه وه.  اوږد وغځید، د ټیلفون زنګ راغی، اوچت پاڅيد، ملا یې بریښ وکړ، موبایل یې غوږ ته ونیو، ورته ویې ویل:

– هیرمان زویه کله راځې

-پلاره رخصتي نه لرم

سړي د ټیلفون شیشې ته وکتل. نهه بجې وې. بیرته څملاست. د دروازې کړپ شو. ورته ویې کتل سپی پاڅیده، لاندې روان شو. زړه یې وکړ چې په سپي پسې ورشي خو ملا یې درد کاوه، اخ یې وکړ. د مچ بڼا شوه، لکه چې له لاندې پورته راغلی و.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب